محمد مصطفی، د کائناتو په نړۍ کې تر ټولو غوره ځلانده ستوری
(last modified Thu, 28 Sep 2023 08:48:48 GMT )
Sep 28, 2023 13:18 Asia/Kabul
  • محمد مصطفی، د کائناتو په نړۍ کې تر ټولو غوره ځلانده ستوری

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د محمد مصطفی، د کائناتو په نړۍ کې تر ټولو غوره ځلانده ستوري تر عنوان لاندې له یوه (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

کلونه کېدل چې نړۍ په تیارو کې ګیر وه او ګمراهۍ پر زړونو سیوری کړی وو. د شپې تیاره دومره پراخه وه، چې د کومې معجزې تمه نه کېده. هېڅ یوه ستوري آسمان نه روښانه کولو، تر دې چې د حجاز په دښته کې د خدای وروستی پیغمبر، "په نړۍ کې تر ټولو روښانه ستوری" وځلېد. هغه، ټول کسان د جهالت او غرور له تیارو څخه، د توحید او یووالي روښانه لور ته راوبلل او له خپل وجود څخه یې چې د یوه کهکشان په څېر دی، چې په زرګونه د فضیلت څراغونه لري، د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ډېر تکلیفونه وګالل.

حضرت رسول اکر (ص)، د خدای تعالی وروستی استازی، د خپل مبارک ژوند په اوږدو کې هڅه وکړه، چې نه یوازې د خپل وخت خلکو ته، بلکې ټول بشریت ته د ژوند په ټولو ډګرونو کې، د خپل ژوند په ټولو برخو او حتی پېړۍ پېړۍ وروسته، د خپلو خبرو، اخلاقو او اعمالو په مرسته زده کړه ورکړي.

حضرت خاتم المرسلین (ص)، د وجود د صدف د تر ټولو پاک او تر ټولو ګران جوهر دی. په پاکو نسبونو کې، له پاکو جوهرونو څخه، په پاک سیرت سره، د مکې په سپېڅلي ښار کې، نړۍ ته سترګې پرانیستې. د دښتې په زړه کې، د روښانه او ځلانده آسمان لاندې، په ​​پاکه غیږه کې لوی شو او ځوانۍ ته ورسېد.

هغوی د خپلو ګرانو نیکونو، د حضرت ابراهيم (ع) د زوى حضرت اسماعيل (ع) د نړۍ لید او فکر په رڼا کې، له شرک او بت پرستۍ څخه کرکه وکړه او په خپل هوښيار او بيدار ذهن کې لکه هماغه باور چې ابراهیم(ع) د خدای په حکم سره ورته د تبلیغ امر شوی وو،  د خداى پر وحدانيت ايمان درلود. هغوی د ښایست په پایله کې معنوي کمال ته ورسېدل او په خپلو ښو اخلاقو او سلوک، د قول او عمل په ریښتینولۍ، پاکوالي او شرافت، صداقت او امانتدارۍ سره یې د خپل ژوند په کلونو کې د خپلې سیمې او ښار د خلکو درناوی، علاقمندي او باور ترلاسه کړ.

حضرت رسول الله (ص) بشریت ته تر ټولو کامل الهي دین وړاندې کړ او د خدای د لوړ او عزتمند پیغمبر مقام ته ورسېد. لکه څنګه چې حضرت آدم(ع) ته وویل شول: ښکته راشه(اهبط)، مګر حضرت محمد مصطفی(ص) ته وویل شول: پورته راشه (اصعد). حضرت نوح علیه السلام د خپل قوم ظلمونه ونه شو زغملای او وویل: اې زما ربه! د ځمکې پر سر هېڅ کافران مه پرېږده، مګر حضرت نبي کریم (ص) د خپلو خلکو د ظلمونو په غبرګون کې، لاسونه پورته کړل او دعا یې وکړه: «اې خدایه! زما قوم ته هدایت وکړه، چې دوی نه پوهېږي.

په ځمکه کې د حضرت ابراهیم خلیل لپاره، د ملکوت له مخ څخه پرده لیرې شوه (وَ کَذلِکَ نُری إِبْراهیمَ مَلَکُوتَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ)، مګر حضرت رسول اکرم(ص) په ملکوت کې قدم کېښود او په معراج کې نږدې او ډېر نږدې شو(ثُمَّ دَنا فَتَدَلَّى). هو، پېغمبراکرم (ص) د ټولو ښېګڼو هینداره ده او تر ټولو غوره انسان دى، چې خداى پاک په سپېڅلي كتاب قرآن مجيد كې د هغوی ځانګړتياوې بيان كړې دي.

خدای پاک له حضرت محمد مصطفی (ص) پرته، بل کوم پیغمبر په الهي نومونو "رؤف" او "رحیم" نه دی بللی. د سورة توبه په ۱۲۸ آيت کي دغه مهربانه نبي په لاندي ډول معرفي شوی دی:« لَقَدْ جَاءَکُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِکُمْ عَزِیزٌ عَلَیْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِیصٌ عَلَیْکُمْ بِالْمُؤْمِنِینَ رَءُوفٌ رَحِیمٌ:

یقینا ستاسو له جنس څخه یو پیغمبر ستاسو د لارښوونې لپاره راغلی چې ستاسو لوږه، تکليف، جهالت او بدبختي هغه ته سخته ده اوستاسو د آرامۍ او ژغورلو لپاره خورا حریص او د مؤمنانو لپاره رئوف او مهربانه دی. خدای تعالی په دې آیت کې د مسلمانانو پام دې ټکي ته را اړولي، چې دا پیغمبر چې پخپله د خلکو له ډلې څخه دی، ډېر زړه سوانده دی او د خلکو په هدایت او لارښوونه کې خپلو تکلیفونو ته پام نه کوي.

د پیغمبر له صفاتو او ځانګړنو څخه، قرآن د پیغمبر پر اخلاقو تکيه کړې او هغه يې " خلق عظیم " بللى دى. د سورت قلم په څلورم آیت کې فرمایي:" وَإِنَّکَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِیمٍ. په حقیقت کې ته د غوره اخلاقو لرونکی یې" په دې آيت كې خداى پاك د خپل پیغمبر د بې ساري اخلاقو ستاينه د " عظیم " په صفت سره كړې ده، ځكه هغه په هماغه حالت کې چې په ​​خپلو ښو اخلاقو سره له خلكو سره ملګرتيا كوله، مګر زړه يې له خلكو جلا وو، په بل عبارت، ظاهري بڼه يې له خلكو سره او باطن يې له خدای سره وو.

د رحمت دغه پېغمبر، په دې سره سره چې الله جل جلاله د هغه ډېره ستاينه کړې او په دې سره سره چې هغه په ​​ټولو علمي، عملي او اخلاقي کمالاتو کې له ټولو انبياوو، ملائکو او له نورو څخه غوره وو، تل به يې لاسونه پورته کول او دعا به يې کوله چې: اې خدايه! زما سیرت  او اخلاق ښه جوړ کړه او له ما څخه د اخلاقو بدوالی لیرې کړه. له همدې امله ده چې موږ باید د دې الهي نعمت قدر وکړو. د رسول الله (ص) وجود تر ټولو لوی نعمت دی، چې خدای پاک بشري عالم ته ورکړی دی. هغوی چې د خدای غوره بنده دی او ټوله نړۍ د دوی په رڼا سره روښانه شوې ده، د خدای په فضل او مهربانۍ سره زموږ په لور راغلی دی او له خدای سره یې تړون کړی، چې زموږ لاسونه ونیسي او د توحید په برخه کې مو وګرځوي او خدای ته مو نږدې کړي.

خدای تعالی د سورة آل عمران په ۱۶۴ آیت کې په داسې ډول د دغه ستر نعمت ذکر کړی دی: لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنینَ إِذْ بَعَثَ فیهِمْ رَسُولاً مِنْ أَنْفُسِهِمْ یَتْلُوا عَلَیْهِمْ آیاتِهِ وَ یُزَکِّیهِمْ وَ یُعَلِّمُهُمُ الْکِتابَ وَ الْحِکْمَةَ وَ إِنْ کانُوا مِنْ قَبْلُ لَفی‏ ضَلالٍ مُبینٍ:

خدای تعالی مؤمنانو ته ستر برکت ورکړ، کله چې د دوی له منځ څخه یې دوی ته یو پیغمبر ولېږلو. چې د هغه آیتونه دوی ته تلاوت کړي او دو ی پاک کړي او کتاب او حکمت ورزده  کړي؛ که څه هم تر دې مخکې دوی په ښکاره خطا کې وو.» او هېر نه کړو چې قرآن د دوی د مبارک وجود له برکته نازل شوی. که د رسول الله (ص) سپیڅلی وجود  نه وای، دا الهي علوم او تعلیمات به تل پټ وای او هېڅ انسان به ترې ګټه نه پورته کوله. دوی ته دنده سپارل شوې ده، چې د توحید حقیقت ټولو خلکو ته  ورسوي.

رسول الله (ص) ته د خدای تعالی له لوري دومره ځانګړې پاملرنه شوې ده، چې د سورة الاحزاب په ٥٦ آيت کې داسې راغلي دي: بېشکه چې خداى او د هغه پرښتې تل پر پېغمبر (ص) درود وايي. اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى، پر هغه درود ووايئ او ورته سلام وکړئ او په بشپړه توګه تسلیم شئ. د دې مبارک آيت له مخې، د اسلام د ګران پېغمبر (ص) مقام دومره لوړ او عالی دى چې د کائناتو خالق او د هغه ټولې پرښتې پر هغه درود وايي. البته باید پام وکړو چې صلوات، ذکر یا کلمه نه ده چې په ژبه ویل کېږي، بلکې هغه ذکر دی چې د ایمان او د زړه باور پیاوړی کوي.

"صلوات" په عربي ادبیاتو کې د "صل" له ریښې څخه د "وصل" معنی لري، لکه څنګه چې "صله ارحام" د خپلوانو او کورنۍ یو له بل سره اړیکه ده. موږ انسانان خپله هېڅ نه لرو، مګر خدای تعالی موږ ته دا وړتیا او استعداد راکړی، چې د الهي رحمت له بې حده سمندر سره وصل شو. مهربان خدای هم موږ ته د وصل کېدلو لار راښودلې او هم یې موږ ته ښوونکی، الګو، لارښود او رهبر رالیږلی، چې د هغه په ​​اطاعت او پیروۍ سره اړیکه ونیسو.

نو که موږ خپله وده، تکامل، نژدیوالی او نېکمرغي غواړو، نو باید په تسلیمۍ او اطاعت سره له حضرت رسول (ص) او د هغه له پاکې کورنۍ سره وصل شو او باید دې ته پام وکړو چې دا صلوات چې موږ یې وایو، د خدای تعالی د حکم اطاعت او په دې اتصال باندې اقرار او اعتراف دی او البته د انسان او بشریت دښمنان له ابلیس څخه نیولې، تر نورو  شیطانانو، پېریانو او انسانانو پورې، په دې تړاو ډېر خپه او په غوسه دي او په همدې خاطر یې د خاتم الانبیاء (ص) سپکاوي او قرآن سوځولو ته مخ کړې ده.

ژباړه: زماني

ټیګونه