بې نقابه امریکا
(last modified Sat, 30 Sep 2023 08:19:08 GMT )
Sep 30, 2023 12:49 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! د بې نقابه امریکا د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښ یوو. د دې لړۍ د تیرو پروګرامونو په شان نن هم  د امریکې د تیرې یوې اونۍ مهمو خبرونو او بدلونونو ته یوه کتنه لرو.

د امریکې د تیرې اونۍ په مهمو پیښو کښې........

د امریکې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د جو بایډن پریکنده کاندیداتورۍ،

د بایډن د محبوبیت د کمیدو دوام،

له ۳۳ ټریلین ډالرو د امریکې د پور اوړیدو

او

د امریکې له خوا یوکرین ته د آتاکمز بالیسټک توغندویو ورکول کیدو ته اشاره کولې شو.

*/*/*/*

د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کښې د جو بایډن د کاندید کیدو په سر په ډیموکراټ ګوند کښې د مخالفت د زیاتیدو باوجود، د هغه د انتخاباتي کمپین مدیره وايي چې بایډن سل په سلو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید دی. په داسې حال کښې چې د امریکې د ډیموکراټ ګوند ځیني سیاستوالان د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د جو بایډن د کاندیداتورۍ خلاف د یو چیلنج او وارمخکښې سیالۍ د مطرح کولو په لټه کښې دي، د بایډن د انتخاباتي کمپین مدیرې «جولي چاوز روډریګوئز» ټینګار وکړ چې هغه به خامخا د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د دې ګوند کاندید وي. د سي، بي، ایس نیوز چینل د سپینې ماڼۍ د برخې خبریال او اینکر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له بایډن سره په ډیموکراټ ګوند کښې د مخالفاتونو او هم داشان په دې لړ کښې د ډیموکراټ مشرانو د اتحاد د نشتوالي په هکله پوښتنه وکړه چې د جوبایډن د انتخاباتي کمپین مشرې یې په ځواب کښې وویل: زه درته وایم چې که له صفر نه تر سلو فیصدو پورې ورته وګورو نو بایډن به د دې ګوند سل په سلو کښې د ولسمشرۍ کاندید وي. هغه څه چې ما په یوه ګوند کې لیدلي وو، تر هغه ډیر متحد او پیاوړی ګوند دی. لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ، د دیموکراتیک ملي کمیټه هیڅکله دومره پیاوړې نه وه. دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې د سي بي ایس د شوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د راتلونکي کال ولسمشریزې ټاکنې د ۵۰ فیصدو په وړاندې په ۴۹ سلنه رایو سره وګټي.

*/*/*/*

د امریکې ولولسمشر چې د عمر د زیاتوالي او د اقتصادي نارضایتۍ په شمول له یوشمیر ننګونو سره لاس او ګریوان دی، د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې همداشان د محبوبیت له سخت کمي سره مخامخ دی. د ای، بي، سي نیوز چینل او د واشنګټن پوسټ امریکايي نشریې ګډه نظر پوشتنه ښودنه کوي چې د بایډن د محبوبیت اندازه لاهم په کمیدو ده او هم داشان د اقتصادي او مهاجرتي وضعیت له نظره د هغه محبوبیت داسې ټیټې سویې ته رسیدلی دا حالات د تیرې میلادي پیړۍ له اتیایمې لسیزې راهیسې بې مخینې دی. پر دې سربیره له څلورو نه درې برخې امریکایان هغه دوباره د دغه هیواد دولسمشر جوړیدو لپاره ډیر «زوړ او بوډا» ګڼي.

په دې نظر پوښتنه کښې ۴۴ فیصده امریکايي ځواب ورکونکو د بایډن د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې خپله اقتصادي وضعه له پخوا نه خرابه وبلله چې دا اندازه له ۱۹۸۶ کال راهیسې په امریکې کښې د بل هر ولسمشر په نسبت ترټولو بد حالت ګڼل کیږي. په دې ګډې نظرپوښتنې کښې چې د ستمبر په ۲۴ نیټه خپره شوه د بایډن د محبوبیت اندازه یوازې ۳۷ فیصده وه او نه محبوبیت یې ۵۶فیصده دی. بایډن هم داشان د مهاجرت او له میکسیکو سره د سرحدونو د کنټرول په برخه کښې یوازې ۲۳ فیصده د تایید وړ دی او ۶۲ فیصده یې ردوي.

له د امریکې له څلورو نه درې برخې یعنې ۷۴ فیصده خلک بایډن د دغه هیواد د ولسمشرۍ د دویم پړاؤ لپاره ډیر زوړ او بوډا ګڼي. حال د ټرمپ لپاره په دې اړه د منفي ځوابونو اندازه ۵۰ فیصده ده.

 د ای بي سي نیوز او واشنګټن پوسټ ګډه نظرسنجي د روان ۲۰۲۳ کال د ستمبر له ۱۵ نه تر ۲۰ نیټې پورې له یو زر او شپږو امریکایي ښاریزو ترسره شوه.

*/*/*/*/

د امریکې د خزانې وزارت له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دغه هیواد ملي پور په اول ځل له ۳۳ ټریلیون ډالرو زیات شو. د امریکې د عمومي پور لپاره دا رقم یو ریکارډ ګڼل کیږي.

له دې مخښې د جنو په شپاړسمه یعنې کابو دوه میاشتې مخکښې د پور دغه اندازه په بې مخینې توګه له ۳۲ ټریلیون ډالرو اوښتې وه او اوس ۳۳ ټریلیون ډالرو ته رسیدلې بلکې ورڅخه اوښتې هم ده.

له دې مخکې د امریکا حکومت د پور کچه ۳۱.۴ ټریلیون ډالره ټاکلې وه، خو د روان کال په جنورۍ میاشت کې یعنې شاوخوا ۹ میاشتې وړاندې د امریکا حکومت له دغه حد څخه پورته کړه. نهه میاشتې مخکې، د جون په دریمه، وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو حکومت د ملي پور حد تصویب کړ، د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې هغه لایحه لاسلیک کړه چې مخکې د کانګرس لخوا تصویب شوې وه چې د ملي پور حد زیات کړي. دغه اقدام چې د امریکا د ولسمشر په وینا هېواد یې د اقتصادي بحران او سقوط د مخنیوي لپاره د جون په لومړۍ نېټه د سنا له خوا تصویب شو، اوس د امریکا د حکومت د پورونو له زیاتوالي سره د دې امکان شته چې د بایډن اداره به په نږدې راتلونکي کې یو ځل بیا د پور د حد د زیاتولو له امله له ننګونو سره مخ شي.

د امریکې حکومت د کوویډ - 19 وبا په وراان کښې د هیواد زیانمن شوي اقتصاد د سمولو په هدف سره بې خرته پورونه واخیستل. د ۲۰۲۰ کال له پیل څخه د امریکې د پام وړ پورکښې کابو ۸ ټریلیون ډالره زیاتوالی راغی او یوازې په اتو میاشتو کښې یې یو ټریلیون ډالري زیاتوالی تجربه کړ. د فیډرل حکومت پور اخیستل چې د ډونلډ ټرمپ په وختو کښې پیل شول او د دغه هیواد د اولسمي ولسمشر جو بایډن د حکومت تر اوایلو یې دوام وکړ، په یو داسې پړاؤ کښې رامینځته شو چې سود نرخ کم و او اوس په روان پړاؤ کښې چې تورم یا ګراني ډیر لوړ حد ته رسیدلې او «فیډرل رِزرو» د بیو له زیاتوالي سره د مقابلې په موخه د سود نرخ زښت زیات کړی دی، د پور اخیستو لګښت هم له مخکښې نه ډیر زیات شوی دی.

*/*/*/

د مسؤلیت بودجې په اړه د امریکې کمیټې اټکل کړی چې د جو بایډن تګلارې کولی شي د 2021 او 2031 ترمنځ د بودیجې کسر 4.8 ټریلیون ډالرو ته لوړ کړي. د متحده ایالاتو د پورونو کچه په وروستیو لسیزو کې په چټکۍ سره لوړه شوې. کله چې د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په ۲۰ نیټه باراک اوباما د امریکې د ولسمشرۍ په کرسۍ کښیناسته، د حکومت پور ۱۰.۶ ټریلیون ډالر و، دغه رقم د ټرمپ په زمانه کښې ۱۹.۹ ټریلیون ډال و او کله چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شلمه نیټه بایډن د ټرمپ ځاې واخیسته نو ۲۷.۸ ټریلیون ډالو ته ورسید.

ځیني کارپوهان په دې باور دي چې د حکومت د ضروري لګښتونو د زیاتیدو او د هغو لګښتي اهدافو په وجه چې کانګرس د سږ کال لپاره ټاکلي دي، د پور د زیاتیدو کلنۍ اندازه به تر څو ټریلیون ډالرو زیاته شي.

د انفلاسیون لایحه، د روغتیا او چاپیریال د قانون یوه برخه، او همدارنګه د روسیې په وړاندې په جګړه کښې له اوکراین څخه ملاتړ، د متحده ایالاتو د ملي پورونو په زیاتوالي پورې اړونده مهم مسایل دي.

ژو مین د پیسو د نړیوال صندوق د یو جګ پوړي پخواني مدیر په توګه خبرداری ورکړ چې د امریکې د حکومت د ډیرې پوروړتیا په وجه د نړۍ د برلاسي اسعارو له مقامه د ډالر د سقوط خطر موجود دی. هغه وویل: اوسنۍ اندیښنه دا نه ده چې آیا د ډالر ارزښت به په مجموعي توګه ۳۰ فیصده کم شي او که نه بلکې زمونږو اندیښنه دا ده چې د ډالر ارزښت په ناڅاپي توګه کم شي چې د نړۍ د نړیوالو بازارونو د سقوط لامل شي.

*/*/*/*/

د امریکې ولسمشر جوبایډن له خپل یوکریني همرتبه ولودیمیر زلنسکي سره ژمنه وکړه چې له روسیې سره په جنګ کښې به کییف ته ډیر زر یوڅو لرواټنه توغندي ورکړي. ایرنا خبري آژانس د پولیټیکو په حواله لیکلي چې ځینو چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې له سپينې ماڼۍ د زلنسکي د کتنې په دوران کښې بایډن له هغه سره لوظ وکړ چې د امریکې د پوځ د تاکتیکي توغندوي سیسټمونو د ترلاسه کولو لپاره د کي یف پخوانۍ آرزو پوره کوي او دغه توغندي به احتمالاً په راتلونکو اونیو کښې یوکرین ته وسپارل شي.

دغه خبر د زلنسکي او د کي یف د چارواکو لپاره یوه ستره بریا ده چې له ډیرې مودې نه په دې توغندیو پسې وو.

د اټاکمز ATACMS په نامه د امریکې د پوځ د تاکتیکي توغندیو سیسټم له ۷۰ نه تر ۳۰۰ کیلومیټرو پورې واټن وهي او یوکرینیانو له مودو راهیسې کوشش کوه چې دغه لرواټنه توغندي د روسیې په خاوره کښې دننه اهدافو باندې د حملې لپاره ډیر مهم دي. د کي یف حکومت له دې مخکښې هم د بایډن له حکومته په ځلونو غوښتي وو چې د روسیې خلاف د کارولو لپاره دغه توغندوي سیسټم ورکړي.

د کانګرس د یو خبر چارواکي په شمول څلورو امریکايي چارواکو ویلي دي چې د امریکې ولسمشر جوبایدن خپل یوکریني همرتبه ولودیمیر زلنسکي ته ویلي دي چې واشنګټن نیت لري محدود شمیر اټاکمز توغندي یوکرین ته واستوي. دغو چارواکو دې ټکي ته هیڅ اشاره ونه کړه چې امریکا به دغه توغندي کل یوکرین ته ورسپاري یا دا چې د بایډن حکومت به خپله دغه فیصله کله په ډاګه اعلانوي.

البته د امریکې پوځي چارواکو ویلي دي چې د دغه هیواد پوځ د اټاکمز توغندیو چې د چاودولو قدرت یې د توپې له متعارفو مهماتو ډیر زیات دی، یوکرین ته یې ورکولو هیڅ نهیت نه لري. د واشنګټن ځینو چارواکو هم یوکرین ته د دغو توغندیو له ورکولو سره مخالفت کړی او اندیښنه څرګندوي چې یوکرین ته د دغو توغندیو په لیږلو سره به له روسیې سره د دغه هیواد د جنګ اړخونه لاپراخ شي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

   

 

ټیګونه