"ریحانه" ښځه په کورنۍ او ټولنه کې (۲۸- لوېدیځه متمدنه ټولنه او له ښځو او ماشومانو څخه ګټه پورته کول)
(last modified Tue, 10 Oct 2023 10:13:37 GMT )
Oct 10, 2023 14:43 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې خپرونه کې، موږ په لوېدیځو ټولنو کې جنسیتي صنعت ته اشاره کوو، هغه صنعت چې په میلیاردونو ډالر عواید لري او په میلیونونو نارینه، ښځې او ماشومان یې غلامان کړي دي.

لوېدیځ تمدن د خپلو ټولو مادي او ظاهري جذابو پرمختګونو سره، نړۍ ته د سرمایه دارۍ په نامه یو تفکر وړاندې کړی، هغه تمدن چې پر بنسټ یې هر څه ته د شیانو په سترګه کتل کېږي. په هر ډګر کې، د یوه شي په توګه کار اخیستل په ځانګړې توګه د جنسي صنعت په برخه کې، د دې لامل شوی چې دا صنعت په نړیواله او خورا لویه کچه پراخ شي. دا "قانوني او غیر قانوني" صنعت چې د میلیاردونو ډالرو تبادله لري، په میلیونونو نارینه، ښځې او ماشومان یې په جنسي توکو بدل کړي او په دې دوره کې د دې ټولو بې ګناه خلکو د غلامۍ لپاره زمینه برابره کړې ده.

په سرمایه دارۍ ټولنه کې " د یوه شي په توګه کار اخیستل " په میلیونونه نارینه، ښځې او ماشومان په جنسي توکو بدل کړي دي.

هر کال په زرګونه نجونې او ښځې چې په ځانګړې توګه د سویلي ختیځې آسیا، د پخواني شوروي اتحاد او له سویلي امریکا څخه دي، د قاچاق وړونکو له خوا لوېدیځو هېوادونو او امریکا ته د جنسي سوداګرۍ لپاره استول کېږي. دوی لوېدیځ ته د لوړو معاش لرونکو کارونو لکه ماډل یا کوربه توب په ژمنو سره راوړل کېږي او د دې ډول کارونو لپاره په کورونو، کلبونو او ځایونو کې پلورل کېږي. هلته دوی باید کار وکړي او ډالر وګټي، ترڅو خپل نوي مالک ته د سفر لګښتونه ورکړي.

په امریکا کې د رسمي سازمانونو څېړنې ښیي چې هر کال په متحده ایالاتو کې تر سل زره څخه ډېر کم عمر لرونکي نجونې د جنسي غلامۍ لپاره قاچاق کېږي. حتی د امریکا په پلازمینه، واشنګټن کې، تنکۍ نجونې، چې ځینې یې د 13 کلونو په عمر کې دي، د جنسي غلامۍ لپاره پېر او پلورل کېږي.

هغه ښځې چې د امریکا په زندانونو کې دي، هم ورسره جنسي تیری کېږي. د دغو مېرمنو له ډلې څخه د ډېرو یې مالي او کورني شرايط ښه نه دي او د دوی د آزادولو په پلمه، له هغوی څخه جنسي ګټه پورته کوي.

د "ګارډین" (The Guardian) ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا په زندانونو کې ښځې د جنسي قاچاقبرانو له خوا راجلبېږي، چې د دوی په خوشې کېدو سره تن پلورلو ته مجبورېږي. جنسي قاچاقبران د ښځینه بندیانو د شخصي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، له دولتي ویب پاڼو څخه کار اخلي او هغه احتمالي قربانیان چې دوی لاهم په زندانونو کې دي، په نښه کوي.

 پېرېدونکي، د هغو کسانو له ډلې څخه چې د محاکمې په انتظار کې وي، بندي ښځې انتخابوي، د احساساتي ليکونه په لېږلو سره، دوی هیله مند کوي، د ليک له لېږلو وروسته، د دوی د خوشې کېدو لپاره ضمانت ورکوي او له خوشې کېدو وروسته ښځو ته ويل کېږي، چې د جنسي کارګر په توګه کار وکړي او د نه منلو په صورت کې، دوی به بیرته زندان ته واستول شي!

له زندان څخه یوې خوشې شوې ښځې له «ګارډین» سره په مرکه کې په دې برخه کې خپلې تجربې داسې بیان کړې: «قاچاق کوونکي له ضمانت څخه د کنټرول د یوې لارې په توګه کار اخلي. زه د خپلو پورونو د ادا کولو لپاره اړه شوې یم، چې په کورونو کې د فاحشې په توګه کار وکړم. یو ځل مې د تېښتې هڅه وکړه، خو ضمانت کوونکي زه پیدا کړم او په وهلو او ټکولو سره یې زندان ته ولېږلم.»

د امریکا فدرالي محکمه، په یوه راپور کې تشریح کوي چې په امریکا کې د "جنسي غلامۍ صنعت" د ښځینه قاچاق وړونکو لپاره په اوسط ډول په کال کې 9.5 میلیارده ډالر عاید لري. قاچاقبران د بندیانو له شخصي معلوماتو څخه په ناوړه استفادې سره، هغوی د جنسي غلامانو په توګه، پر نورو کسانو پلوري.

ډایان چیچیو (Diane Checchio)، په فلوریډا ایالت کې د اورلانډو پخواني څارنوال ویلي: "د ضمانت سیسټم په منظمه توګه د قاچاق وړونکو لخوا ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي." د قاچاق له 80 سلنې څخه  په ډېرو قضیو کې، چې هغه په ​​2016 کې پرې کار کړی، هغه مواردو پورې اړوند وو چې د فحاشۍ په تور د نیول شویو مېرمنو په اړه معلومات یې په غیرقانوني ډول قاچاق کوونکو ته ورکول.

Image Caption

"ډایان چیچو" د بندي مېرمنو د پیرېدلو په اړه وايي: "کله ناکله بندیانې ښځې خوشې کېږي او دوی نه پوهېږي چې کوم کس او ولې خوشې کړي دي؛ دوی له زندان څخه راوځي او یو څوک ورته انتظار کوي؛ دا کسان په دې توضیح سره چې ما تاسو آزاد کړئ او اوس زما پوروړي یاستئ، بندیانې ښځې د جنسي غلامانو په توګه پلوري.

اوس په امریکا کې د ښځینه بندیانو جنسي غلامي، د انساني قاچاق یو تر ټولو ظالمانه او پراخه بڼه بلل کېږي. او له جنسي غلامۍ څخه د پام وړ شمېر خوشې شویو مېرمنو اعلان کړی، چې زندانونه د انساني قاچاق وړونکو لپاره، د استخدام د ځایونو په توګه کارول کېږي.

بله ګټه چې ښځینه بندیانې یې د قاچاق وړونکو لپاره لري، د نشه یي توکو لېږدول دي. د ښځو خاوندان چې دوی یې د جنسي غلامۍ تر څنګ، د جرمونو لپاره استخدام کړي، ښځې د نشه يي توکي د اخیستلو او ځای پر ځای کولو ته مجبوروي.

 د "ژغورونکو" (Survivors) ملي شبکې د ۲۰۱۸ کال په سروېګانو کې، دې مسلې ته اشاره کړې؛ د ترسره شویو څېړنو له مخې، ۹۱ سلنه بندیانې ښځې د جنسي غلامۍ تر څنګ، د نشه يي توکو په ځای پر ځای کولو بوختې وې.

په وروستیو لسیزو کې، د وسلو او نشه یي توکو د قاچاق ترڅنګ،  انساني قاچاق په نړۍ کې یو تر ټولو ګټور کاروبار ګرځېدلی دی. ملګري ملتونه اټکل کوي چې انساني قاچاق هر کال شاوخوا 10 میلیارده ډالر، قاچاق وړونکو ته ګټه لري. ښځې او نجونې د جنسي قاچاق د قربانیانو ۹۴ سلنه او کارګران د قاچاق د قربانیانو ۳۵ سلنه جوړوي. په ۲۰۱۶ کال کې د انساني قاچاق د قربانیانو شمېر، د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات شوی دی.

Image Caption

د انساني قاچاق په اړه د ۲۰۱۸ کال د نړیوال راپور له مخې، د انساني قاچاق د ټولو قربانیانو په منځ کې د ۱۸ کالو څخه د کم عمره ښځو ونډه، د ۲۰۰۴ کال په پرتله ۱۳۰سلنه زیاته شوې او له ۱۰ سلنې څخه ۲۳ سلنې ته رسېدلې ده. په ورته وخت کې، د ټولو قربانیانو په منځ کې د هلکانو ونډه نږدې په ورته کچه زیاته شوې ده. هلکان چې په 2004 کې د انساني قاچاق د قربانیانو یوازې 3 سلنه وو، خو اوس د هغه کچه 7 سلنې ته رسېدلي ده.

د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د څېړنې مشره آنجلا مي (Angela Me) د دې راپور په اړه وویل: "هلکان ډېری د کار او نجونې ډېری د جنسي غلامۍ لپاره قاچاق کېږي."

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي د هغه رول په اړه چې لوېدیځ نظام د ښځو په مقام او حیثیت کې راوستی دی وویل: د سوداګرۍ، صنعت او په کوڅو او سړکونو کې د عادي ژوند لپاره پلانونه داسې دي چې یو هَوَسباز او هَوَسناک سړی وکولای شي خپل ځان په سترګو او په غیر سترګو سره اشباع کړي! ښه، دوی واقعا د ښځو کرامت مات کړی؛ دوی د ښځو وقار مات کړی. تر ټولو بده قضیه هم همدا ده چې ما ورته اشاره وکړه: کار دې ځای ته ورسوي چې ښځه پخپله - یوه ځوانه ښځه یا ځوانه نجلۍ - خپل ځان په دې کې وویني، چې داسې ښکاره شي چې له جنسیتي اړخه وکولای شي د نارینه پام ځان ته راواړوي! اوس کوم نارینه؟  هغه سړی چې په کوڅو او سړکونو کې روان دی. دې نتیجې ته د ښځې رسول، تر ټولو لوی ګوزار وو چې دوی ښځې ته ورکړی دی.

ګرانو اورېدونکو، ټول هغه څه چې د دغو ټولو انسانانو (له ماشومانو څخه تر منځني عمر پورې) چې په غلامۍ نیول شوي، د مادي او معنوي حقونو د سرغړونې او جنایت په اړه وويل شول، هغه مهال د حيرانتيا وړ ګرځي، کله چې د ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه د لوړ پوړو دولتي چارواکو او لوېديځو رسنيو د ملاتړ اعلانونه واورېدل او ولیدل شي او حتی لوېدیځ واکمنان په نړیوالو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بشري حقونو د نه درناوي له امله، د نړۍ نور هېوادونه تورنوي او د دې هېوادونو پر وړاندې د پریکړه لیکونو په صادرولو سره، بندیزونه پیلوي او حتی د جګړې اعلان کوي.

لیبرالي او د سرمایه دارۍ کلتور د دې لامل شوی، چې د لوېدیځو ټولنو خلک جنسي ناروغ او روږدي شي او لوېديځوال دولتونه د دې پر ځای چې د دغې ناروغۍ د درملنې په لټه کې وي، ډېری نورو براعظمونو او په تېره بيا اسلامي هېوادونو ته د پوځي وسلو او جګړو د لېږدولو په لټه کې دي. په حقیقت کې دا کلتور د کورنيو د بنسټونو د له منځه وړلو او د انساني اړیکو د سخت کمښت په لور په حرکت سره، د لوېدیځ تمدن ژوروالی کموي او ورځ په ورځ یې کمزوری کوي.

ژباړه: زماني

ټیګونه