(په ری کی غمی) د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د زوکړې په مناسبت ځانګړی پروګرام
(last modified Tue, 17 Oct 2023 10:24:14 GMT )
Oct 17, 2023 14:54 Asia/Kabul
  • (په ری کی غمی) د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د زوکړې په مناسبت ځانګړی پروګرام

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د حضرت عبدالعظیم حسني د زوکړې په مناسبت له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د ایران پلازمېنه مېشتو یا د تهران د اوسېدونکو لپاره، تل د "حضرت عبدالعظیم حسني" زیارت ته تلل، یوه په زړه پورې او ټولیزه خاطره وه. شاوخوا سل کاله پخوا به د حضرت عبدالعظيم زيارت ته کورنۍ، په موټر او بسونو سره تلل.

لوګي لرونکي موټر چې مسافر یې په خپلو واګونونو کې ځای پرځای کول، تل به د تهران او شهر ری ترمنځ چې لس کیلومتره واټن لري، تګ راتګ کولو. خلکو له لیرې پرتو ښارونو څخه هم د ری ښار ته سفر کولو، ترڅو د هغه امام زاده زیارت ته ورشي، چې د زیارت ثواب یې په کربلا کې د سید الشهداء حضرت امام حسین (ع) د زیارت د ثواب په اندازه ویل شوی دی.

د جمعې په شپه د حضرت عبدالعظیم حسني زیارت کول، د تهران د اکثرو کورنیو لپاره، یو معمولي او تکراري کار وو، چې له یوې خوا د دوی روح او ځان معنوي اړخ اخیستلو او له بلې خوا، له دنیوي خوښیو او خوشحالیو څخه هم برخمن کېدل.

اوس مهال د زيارت شاوخوا يو څه بدلون کړی او لوګي لرونکو موټرو خپل ځای ریل ګاډو او شخصي موټرو ته ورکړی دی، مګر حرم لا هم پر خپل ځای دی او د حضرت عبدالعظيم په زيارت کې لا هم ګڼه ګوڼه ده. هره ورځ په زرګونه کسان د هغوی زیارت ته تلل او د زیارت شېبې د کورنیو لپاره ګډې خاطرې دي.

د تهرانيانو په منځ کې، د حضرت عبدالعظيم تر زیارت پوري د پلي تګ نذر، يو عام نذر وو. د پلي تګ زیارت کوونکو دا عقیده درلوده، چې په هر قدم اخیستلو سره د دوی ګناهونه بخښل کېږي او د دوی په عملونو کې به اجر ولیکل شي. داسې پېښېدل، چې یوه کس که یوه مهمه اړتیا درلوده او د هغې د پوره کولو لپاره یې  نذر کولو، چې څلوېښت ورځې به پیاده د حضرت عبدالعظیم (ع) زیارت ته ورشي.

یوه ورځ د ری ښار یو سړی، د اهل تشیع د لسم امام حضرت امام هادي (ع) خدمت ته ورسېد. امام ترې وپوښتل: چېرته وې؟ هغه وویل: زه د سید الشهداء (ع) زیارت ته تللی وم. حضرت وفرمايل: پوه شه چې که د حضرت عبدالعظيم حسني د قبر زيارت وکړې، داسې وي لکه چې د حسين بن علي (ع) زيارت دې کړی وي.

(په ری کی غمی) د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د زوکړې په مناسبت ځانګړی پروګرام

د امام هادي (ع) په یوه بل روایت کې راغلي دي: څوک چې د حضرت عبدالعظیم (ع) د قبر زیارت وکړي، خدای به هغه ته د جنت اجر ورکړي.

دا چې د حضرت عبدالعظيم (ع) د قبر زيارت د جنت ثواب او يا په کربلا کې د حضرت امام حسين (ع) د زيارت په شان ارزښت لري، د خدای او د معصومو امامانو په نظر کې، د دغه سید، د ستر او لوړ مقام ثبوت او نښه ده. هغه دا ارزښتناک مقام له دې امله ترلاسه کړ، چې په سختو ورځو کې تل د امامانو ترڅنګ او ملاتړی وو او د مسلمانانو په منځ کې، د دوی د احادیثو او  نوراني کلماتو په خپراوي کې مهم رول درلود.

حضرت عبدالعظیم حسني د ۱۷۳ هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې په څلورمه نېټه، د اهل تشیع د اووم امام حضرت امام کاظم (ع) د امامت په دوران کې د مدینې په ښار کې دې نړۍ ته سترګې ته پرانیستې. د هغوی بزرګوار پلار عبدالله او مور یې فاطمه یا حیفا وه. هغه پخپله د پېغمبراکرم له اولادې څخه دى او سلسله يې په څلورو واسطو سره د اهل تشیع دويم امام، حضرت امام حسن مجتبی (ع) ته رسېږي. هغه له خپلو پلرونو څخه د دیني مشرانو احترام او درنښت زده کړی وو او د هغه سم چلند د دې لامل شو، چې کله به د امام جواد (ع) یا امام هادي (ع) مجلس ته ننوتلو، نو امام به هغه خپل خواته راغوښتلو او د ځان تر څنګ یې کښېنولو؛ داسې چې زنګون يې د امام له زنګون سره نښلېدو او امام په بشپړه توګه د هغه د حال پوښتنه کوله.

د هغه او امام تر منځ نږدېوالی داسې وو، چې د نورو د غبطې او حسرت لامل کېدلو. امام جواد (ع) او امام هادي (ع) حضرت عبدالعظیم ته دومره احترام درلود، چې هېڅکله یې هغه په ​​اصلي نوم نه یادولو او تل یې په (ابوالقاسم) لقب سره ورته غږ کولو.

حضرت عبدالعظیم (ع) ته د امامانو محبت یوازې د هغه د ادب له امله نه وو، بلکې د هغه علمي او دیني مقام هم د دوی د تأیید وړ وو، تر دې چې معصومو امامانو(ع) خلک یې د دیني ستونزو د حل او د دوی د فقهي او اعتقادي پوښتنو لپاره حضرت عبدالعظیم (ع) ته لېږلو، په ځانګړې توګه امام هادي (ع) چې د حکومت له لوري په کور کې د کلابندۍ له امله، له خلکو سره په مستقیم ډول د لیدلو امکان نه وو، ځیني شیعیان چې دیني پوښتنې درلودې، دوی ته لېږل.

د معصومو امامانو په نزد د حضرت عبدالعظيم محبوبیت د دې لامل شوی وو، چې هغه په ​​عامو خلکو کې هم شهرت او درناوى پيدا کړي، له همدې امله، خلکو هغوی ته "شاه عبدالعظيم" ويلو. لکه څنګه چې امام علي (ع) ته "شاه مردان" او امام حسین (ع) ته "شاه شهیدان" ویل کېږي او په دې کار سره هغوی ته خپل عقیده څرګندوي.

د حضرت عبدالعظیم (ع) په ژوند کې یوه مهمه ځانګړنه دا وه، چې هغه د رسول الله (ص) له اولادې څخه د درېیو پاکو امامانو مبارک او ارزښتمند حضور درک کړي. هغه د امام رضا، امام جواد او امام هادي (ع) له تعلیماتو څخه ګټه پورته کړې او د هغوی کلام او روایتونه یې راتلونکو نسلونو ته انتقال کړل.

د اهل تشیع د لسم امام حضرت امام هادي (ع) د امامت دوره، د حضرت عبدالعظیم (ع) د ژوند ترټولو حساس پړاو وو. امام هادي (ع) د خپل ژوند یوه برخه، د «سامرا» ښار په یوه خوندي پوځي سیمه کې تېره کړه او د حکومت تر سختې څارنې لاندې وو. عباسیانو امام ته اجازه نه ورکوله چې له خلکو سره اړیکه ټینګه کړي، خو په هماغه وخت کې حضرت عبدالعظیم حسني (ع) له ټولو ستونزو سره سره، خپل ځان امام هادي (ع) ته رسولو او د هغوی له لارښوونو یې ګټه پورته کوله. د امام کور ته د هغه تګ او راتګ د دې سبب شو، چې د خليفه جاسوسان له امام هادي (ع) سره د هغه د اړیکو خبر خليفه ته ورکړي.

دې راپورونو بلاخره اغېزه وکړه او خلیفه د حضرت عبدالعظیم د تعقیب او نیولو امر صادر کړ. له دې پېښې وروسته، حضرت عبدالعظیم حسني د عباسي خلیفه له خطر څخه د ځان ساتلو لپاره، د چارواکو له سترګو  ځان پټولو او په مختلفو ښارونو کې په ناڅرګند ډول تګ راتګ کولو، تر دې چې د خپلې استوګنې لپاره یې د «ری» ښار غوره کړ.

حضرت عبدالعظیم (ع) د یوه ناڅرګند مسافر په توګه، ری ښار ته راغلو او د ساربان په سیمه کې د اهل تشیع د یوه سړي کور ته ولاړ. یو څه وخت په هغه کور کې په زیر زمینۍ کې اوسېده او د اهل تشیع محدودو کسانو هغه پېژندلو او دوی هم هڅه کوله چې دا خبر پټ پاتې شي، ترڅو هغوی له کوم ګواښ سره مخ نه شي.

خو د وخت په تېرېدو سره، ډېرو کسانو حضرت عبدالعظیم (ع) وپېژندلو او د هغه کور ته تلل او راتلل، تر څو له هغه علم او روایت څخه چې هغه له معصومو امامانو څخه روایت کړی دی، ګټه پورته کړي. دوی د حضرت عبدالعظیم (ع) له علمي او دیني مقام څخه خبر وو او هغوی یې د خپلو امامانو یادګار ګڼلو او د پتنګ په څېر د هغه پر شاوخوا راغونډېدل او له هغه څخه یې خپلې فقهي پوښتنې کولې.

حضرت عبدالعظیم (ع) په خپل دوره کې یو پیاوړی مجتهد وو، چې کولای شول د خالص اسلام نظریات په مختلفو علمي او اعتقادي برخو کې رابرسېره او د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. د هغه نوم د ډېرو تفسیري، فقهي، اخلاقي او دیني احادیثو د راویانو په لړۍ کې ځلېږي. حضرت عبدالعظیم (ع) د یوه مشهور حدیث راوي دی چې په هغه کې د حضرت مهدي (عج) د فرج انتظار، غوره عمل بیان شوی دی.

هغوی د امام جواد (ع) له قوله نقل کړی دی چې وفرمایل: په رښتیا چې زموږ د کورنۍ قائم، هماغه مهدي دی، چې د هغه د ​​غیبت په وخت کې، واجب دی هغه ته انتظار او د هغه اطاعت وشي. قسم په هغه خداى چې حضرت محمد (ص) یې په پیغمبرۍ او موږ یې په امامت مبعوث کړلو، كه په دې دنيا كې يوازې يوه ورځ هم پاتې شي، هغه ورځ به دومره اوږده شي، چې مهدي (ع) به د غيبت له پردې څخه راڅرګند شي او ځمکه به له عدل او انصاف څخه ډکه کړي. خدای به په یوه شپه کې د ولي عصر چارې سمې کړي؛ په هماغه ډول چې په یوه شپه کې د موسی بن عمران چارې سمې کړې. زموږ د شیعیانو غوره اعمال د د فرج په تمه پاتې کېدل دي.

د حضرت عبدالعظیم (ع) د مبارک ژوند وروستۍ ورځې له ناروغۍ سره مل وې. هغوی د خپل ژوند په اوږدو کې نه یوازې له خپلو خپلوانو څخه د لیرې کېدو له امله ځورېدو، بلکې د عباسي واکمنۍ په دوره کې د مسلمانانو د ترخو وختونو له امله هم ځورېدلو.

د مشهور روایت له مخې، حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د ۲۵۲ هجري قمری کال د شوال په پنځلسمه وفات شو. د هغه بزرګوار د وفات خبر، خوله په خوله خپور شو او د ښار ټولو خلکو تور جامې واغوستې. د حضرت عبدالعظیم (ع) پاک جسد د ګڼو خلکو په منځ کې خاورو ته وسپارل شو. هغوی له دې مادي ژوند سره الوداع وويله،  مګر مقام او دربار يې نن هم د مسلمانانو او د اسلامي پوهې د مينوالو لپاره خوندي ځای دی.

ژباړه: زماني

ټیګونه