امریکا او په بندیزونو یې د روږتیا جنون ۵
(last modified Tue, 12 Dec 2023 05:01:20 GMT )
Dec 12, 2023 09:31 Asia/Kabul
  • امریکا او په بندیزونو یې د روږتیا جنون ۵

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو (امریکا او په بندیزونو یې د روږتیا جنون) نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. په دې لړۍ کښې د بندیزونو د اړخونو او اغیزو د څیړنې په ترڅ کښې د دغه بهیر پایلې جاجوو. په دې نننۍ برخې کښې د روسیې خلاف د امریکې د بندیزونو او په دې لړ کښې د هیوادونو د کړنلارې په هکله معلومات درکوو، هیله ده چې تر پاې یې ولولئ

بندیز هغه پیښه ده چې د نړیوالو لورو ترمنځ ترسره کیږي. یوې خوا ته بندیزونه یا بندیز لګوونکي دي او بلې خوا ته بایکاټ یا له بندیز سره مخامخیدونکي. د بندیزونو د ادبیاتو لویه برخه د بندیز لګوونکو په اړه ده او د بندیزونو په مختلفو اړخونو لکه تاریخ، ډول پيژندنې، له نړیوالو قوانینو سره یې د اړیکو، اغیزمنتوب یا کارنده توب او نه کارنده والي او په ټولیزه توګه په هر هغه مطلب پورې اړه لري چې د بندیز په لګوونکي لوري پورې اړوندیږي. د بایکاټ کیدونکو د شمیر په زیاتیدو سره یوه پراخه ټولنه په جوړیدو ده چې کوې شي د بندیزونو په وړاندې ډله ایز اقدامات ترسره کړي او د بندیزونو نړیوال رژیم کمزوری کړي او یا یې مات کړي. په تیره بیا هغه بندیزونه چې د نړیوالو حقوقو او د بشري حقوقو د اصولو خلاف ورزي کوي، د بایکاټ کیدونکو ترمینځ د ډله ایزو اقداماتو لپاره لازیات ظرفیت ترسره کړي.

په کولمبیا پوهنتون کښې د انرجۍ د نړیوال سیاست د مرکز د پلاننګ مدیر او محقق ریچارډ نِفیوRichard Nephew)   «د بندیز هنر» نومې کتاب کښې وايي: هغه څه چې د بندیزونو د ناکامۍ لامل کیدای شی د بندیزونو په وړاندې د هدف لرونکو هیوادونو د استقامت اندازه ​​ده. خو د پام وړ ټکی دا دی چې که د بندیزونو هر یو هدف هیواد په انفرادي ډول د بندیزونو سره مقابله وکړي، نو له سیاسي، د اقتصادي قدرت او ټیکنالوجۍ له نظره د امریکې برلاسي ته او هم په ثانوي بندیزونو د بندیزونو اووښتو ته په پام سره ډیره ګرانه ده چې بندیزونو ته په اسانه ماتې ورکړې شي. کیدې شي چې د بندیزونو په وړاندې د ټینګیدو اندازه زیاته شي خو که بایکاټ شوي هیوادونه د امریکې له بندیزونو سره د مقابلې په برخه کښې، په خپلو کښې متحد او یوموټې شي او له بندیز سره د مخامخ هیوادونو یو ائتلاف  جوړ کړي نو د بندیزونو نړیوال رژيم به له جدي ننګونو او بلآخره به د پخواني استعماري نظام په شان ړنګ شي. ځکه نو داسې ښکاري چې د بندیزونو د بې اغیزې کولو لپاره د بایکاټ شویو هیوادونو د یو ائتلاف جوړیدل، د امریکې د بایکاټونو له رژیم سره د مقابلې ډیره اغیزناکه سټراټیجي ده.

د هغو احصائیو او مستنداتو له مخې چې د امریکې د خزانې وزارت به ویب سایټ کښې موجود دي، دغه هیواد د ۲۰۲۲ کال تر پاې پورې د نړۍ په ۲۵ هیوادونو بندیزونه لګولي دي. پر دې سربیره، د خاصو مواردو له مخې یې د ځینو هیوادونو کسان او شرکتونه هم بایکاټ کړې دي. د تیر ۲۰۲۲ کال تر پاې پورې دبایکاټ شویو اوو اصلي هیوادونو خلاف لګیدلي ټولټال بندیزونه له ۲۴ زره او ۲۲۲ مواردو زیات وو. بندیزونه په مختلفو پلمو لګي لکه له ترهګرۍ د ملاتړ، د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ، سرحدي اختلافاتو او نورو هغو ډول ډول تفسیرونو چې امریکا یې په نړیوال رژيم باندې له واکمنو اصولو او ارزښتونو څخه په نظر کښې لري. که بایکاټ شوي د پراختیا او نفوسو له نظره راغونډ شي نو وبه وینو چې د نړۍ زیاتره برخه اوس له بندیز سره مخامخ ده او ډیر احتمال شته چې دا بهیر همدغه شان روان پاتې شي.

که څه هم پر روسیې باندې د بندیزونو اندازې دغه هېواد نن سبا  د بایکاټ شویو هیوادونو په سر کې راوستی دی خو تر ۲۰۲۱ کال پورې د ایران اسلامی جمهوریت د هغو هېوادونو په سر کې و چې د بندیزونو قربانیان وو. ایران د څلورو لسیزو په اوږدو کې د بندیزونو پر وړاندې بېلابېلې تګلارې غوره کړې، چې تر ټولو مهمه یې "د بندیزونو د غړولو ستراتیژي" ده. په دې سټراټيجۍ کښې په بېلابېلو برخو په تېره بیا د صادراتو او د ملي عوایدو د ترلاسه کولو په برخه کې اقتصادي بندیزونه اجرا شوي دي.

د هیګ نړیوالې محکمې په څیر نړیوالو بنسټونو ته د رجوع کولو تګلاره هم د ایران لخوا تعقیب شوې ده. حتی د ایټمي موافقې JCPOA تجربې ښودلې چې د امنیت شورا 2231 پریکړه لیک صادرول د بندیزونو پروړاندې د مخنیوي میکانیزم نه شي کیدی. په فرصت باندې د بندیز د تاوان بدلول او په کورني اقتصاد باندې ځان بسیاینه هم له بندیزونو سره د مقابلې لپاره د ایران د اسارمي جمهوریت یوه لاره ده. سټراټیجک صبر او زیات نه زیات صبر چې د امریکې د زیات نه زیات دباؤ په وړاندې اجرا شو، د ډیرو سختو بندیزونو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د استقامت او ټینګتیا لامل شو.

ترټولو مهم هدف او چورلیز چې زیاتره بایکاټ شوي په یو ائتلاف راغونډولې شي، د بندیزونو ماتول او ورسره مقابله ده. په روانو حالاتو کښې د دغه ائتلاف جوړیدل هم اسان دي ځکه چې د آسټریلیا د ملي پوهنتون د استاد او تکړه لیکوال «امین الصیقل»  په وینا، له ساړه جنګ وروسته نړیوال نظام، د نوي نظم په کوشش او تکل کښې دی. هغه باوري دی: «نړۍ د یو ستر لیږد او د جیوپالیټک لیږد او په وړاندې یې د مقاومت پړاؤ تجربه کوي. امریکا نوره نو یوازنۍ نړیواله لوبغاړې نه ده بلکې سیمه ایز قدرتونه راپورته شوي او له امریکې، چین او روسیې او له سیمه ایزو قدرتونو سره د خپلو اړیکو د برابرولو په حال کښې، په پوځي او د ډیپلماسۍ په برخه کښې خپلې هلې ځلې زیاتوي.     د امریکې د اوسنیو بندیزونو په تیره بیا د روسیې خلاف یې د بندیزونو اندازه د نړۍ د بندیزونو په تاریخ کښې له مختلفو اړخونو د څیړلو وړ ده. له دویم نړیوال  جنګ وروسته په اول ځل د نړۍ یو ستر قدرت، له پراخو بندیزونو سره مخامخ شوی دی. د امریکې د ولسمشر پر اجرايي حکمونو او د دغه هیواد د کانګرس له پرله پسې مصوبو وروسته اروپايي هیوادونو، جابان، آسټریلیا او کاناډا هم په یو غږمله اقدام کښې په روسیې بندیزونه ولګول.

اروپايي اتحادیې د مقرراتو د شورا د مصوبې له مخې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۶ نیټه د اتم بایکاټي پیکیج په توګه هم د هغو لورو خلاف چې په روسیې له لګیدلو بندیزونو سرغړونه وکړي، د ثانویه بندیزونو محدودیتونه لګي.

د نړۍ د خوراکي لړیو په ځانګړي ډول د غلې دانې او د تیلو د تخمونو د تولید په برخه کې د روسیې او حتی اوکراین موقعیت او اهمیت ته په پام سره، په روسیې باندې بندیزونو د نړۍ د خوراکي خوندیتوب یوه برخه په ځانګړې توګه هغه بې وزله  هیوادونه له خطر سره مخامخ کړې دي چې نیغ په نیغه پرې بندیزونه نشته. همدا موضوع د انرژۍ د نړیوال بازار په هکله هم تطبیق کیږي. روسیه د اروپا د انرجۍ په تیره بیا د ګیس ستره برخه برابروي. د نړۍ د نئون ۷۰ فیصده زیرمې په روسیې او یوکرین کښې دي. دغه عنصر په سیمي ګایډډ ټیکنالوجۍ کښې استعمالیږي. خو په روسیې باندې بندیزونه سبب شوي دي چې دغه هیواد په بایکاټي ضده اقدام کښې، اروپا ته د ګیس صادرات محدود کړي.

البته په روسیې باندې لګیدلو بندیزونو د دغه هیواد ته د تمې وړ تاوان نه دی رسولی.

د بندیزونو سونامي نه یوازې د روسیې د چلند په بدلولو کې پاتې راغلې، بلکې ممکنه ده نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې تر حده ورسوي. د روسیې تجربې لږترلږه په لنډمها او مینځ مهال کښې وښودله چې هرڅومره هم چې بندیزونه پراخ وي، په تیره بیا که هدف هیواد یو ستر قدرت وي نو د بندیزونو نړیوال تاوانونه ځان لاډیر څرګندوي. د یوکرین د کړکیچ یوه بله مهمه پایله، د روسیې خلاف په بندیزونو کښې د ډیرو هیوادونو نه شاملیدل وو.

د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۶مه د اندونیسیا د بالي په غونډه کې چې د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په میاشت کې جوړه شوې وه، د ۲۰ هېوادونو په ډله کې ترکیې، سویلي افریقا، سعودي عربستان، مکسیکو، اندونیشیا، هندوستان، برازیل او ارجنټاین په روسیې بندیزونه ونه لګول. حتی سعودي عربستان چې د امریکا متحد ګڼل کیږي، د روسیې د صادراتو د کمښت د جبرانولو لپاره د تیلو د وړاندې کولو د زیاتولو لپاره د امریکا د غوښتنې ملاتړ ونه کړ.

له دې امله چې د هغو هیوادونو خلاف د بندیزونو د استعمال سټراټیجي چې د سلطې د نظام مخالف دي، د امریکې له خوا د یو دفاعي او د هغوي په کړنلارې کښې د بدلون او یا د رژيم د بدلولو د اوزار په توګه دوام لري او حتی لاسختیږي، د یوې نړیوالې حل لارې موندل ډیر ضروري دي. د بندیزونو د نیغ په نیغه او غیرمستقیمو تاوانونو او زیانونو په وجه، د بندیز د قربانیانو د کلب جوړول او پراخول ضروري کیږي. طبیعي ده چې امریکا به بیا هم له دغه اقدام سره د مقابلې لپاره سلبي او ایجابي طریقې وکاروي خو د بندیزونو په برخه کښې د امریکې ظالمانه او غیرحقوقي دریځونه د یو داسې کلب د جوړولو ضرورت لاډیر په ډاګه کوي.

*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه