جوماتونه ،دعشق او ایمان زیږنځایونه
(last modified Thu, 30 Mar 2017 06:52:35 GMT )
Mar 30, 2017 11:22 Asia/Kabul
  • جوماتونه ،دعشق او ایمان زیږنځایونه

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیا جومات یعني د عشق او ایمان د زیږنځاي نومې دلړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ .

   دوستانو  د جومات  یو اصلي کارندوالی دجَمې لمانځه قایمول دي .  دجماعت یا جمې لمونځ په غږمله اوډله ایز ډول   اداکیږي .  هغه څوک چې  له ټولو مخکې  دریږي  او خلک ورپسې اقتدا  کوي ،  امام بلل کیږي . په اسلامی تفکر کې  څوک چې  د جمې  امامت او رهبري په غاړه  لري،باید یولړ فضیلتونه  او امتیازونو ولري .  په جمې لمانځه کې   هم  امام او یا هماغه پييش نماز  باید  پّه علم ، تقوا اوعدالت کې  پر نورو برلاسه وي . ځکه چې  رسول ا... بزرګوار فرمائي،؛د هرې ډلې یا ټولنې د جمې لمانځه امام  د خداوندمتعال په درګاه کې  د هغو ( یعني دلمونځ کونکو) نماینده دی ،نو ځکه  دجمې  امام باید غوره کس  وټاکئ :::::

    دجمې  امام یو مهم شرط ،  په لمونځ ګوزارو کې  دهغه مقبولیّت دی . یعني لمونځ کونکي   هغه دخپل  امام او پيش نماز په توګه ومني او په ورین تندي سره په هغه پسې اقتدا وکړي .  په تیره بیا کله چې  دجمې لمانځه امام  د ښه اخلاقو، تواضع ،عدالت  او علم اوپاکۍ له لارې  خپل مقبولیّت ترلاسه کړی وي،نو هر څومره چې  دجمې  امام علمي درجې لوړې وي ، د  مذهبی اړتیاؤ د ځواب ویونکي  مرجع په توګه   پر هغه د خلکو  اعتماد به هم لازیات وي ، او همدغه چاره به دهغه مقبولیّت او محبوبیّت  هم لازیات کړي .  له اخلاقي فضایلو او علمي مرتبو دجماعت دامام  برخمنیدا په لمونځ ګزارو کې  د دیني تفکر او معرفت د لوړتیا لامل کیږي .که  دجومات  دجمې امام  هغه علمونه چې د قرآن او حدیثو له لارې   راښودل شوي دي ،  په ښه ډول درک کړي ،  او په ښې اوپه زړه پورې بیانونې سره ئې  خپلو مخاطبانو ته ورزده کړي ،  نو خپلې دیني او اصلې موخې ته لازیات نزدې کیږي او   له خلکو زیات دخپل پروردګار  په درګاه کې هم  محبوب ګرځي .

  د جمې امام یو مهم او  اصلي شرط  دعدالت درلودل دي . عدالت ، یو باطنی حالت دی  چې انسان  له کبیره ګناهانو   او دصغیره ګناهانو باندې  له ټينګار او تکراره غړوي .  

که څه  هم  دګناه  د نه کولو  له ځواک او عدالته برخمنیدا ،د انسان یوه باطني چاره ده ، خو  هغه نښې نښانې چې  دانسان په ژوند اوعمل کې رابرسیره کیږي ، تر ډيره حده  په انسان کې دعدالت دشونې  یانه شونې  باندې پوهیدلی شو .    له حضرت  امام جعفر صادق علیه السلام څخه په یوه حدیث کې نقل شوي دي چې  له هغه بزرګواره یوه پوښتنه شوې  چې دانسان عدالت  باندې له کومه ځايه پوه شو ؟  او یا څنګه ئې وپيژنو .؟

 هغه بزرګوار وفرمائيل ؛همدا چې  څوک  حیا او تقوا ولري  او په خوراک ،ګفتار او  شهوت کې ځان  په ګناهانو ککړ نه کړي  او د زنا، شرابو ،له جنګه د تښتې  په څير  له سترو ګناهانو ( چې قرآن کریم بدې ګڼلي دي ) ډډه وکړي  او له  هغو  موردونو پرته  چې  کوم عذر ولري ،   دمسمانانو په جمات کې  له ګډون  ډډه ونه کړي . دغه  شان انسان  عادل دی او دهغه  دعیبونو لټول او  دهغه غیبت کول پر خلکو حرام  دی .:::::  

دخداي پاک پيغمبر  هم په یوه حدیث کې  عادل اوځوانمرد   انسان داسې معرفي کوي ؛ څوک چې  له خلکو سره  په معاملاتو کې ظلم ونه کړي ، او په خبرو کې دروغ  ونه وائي  اودخپلو کړو ژمنو خلاف ورزي ونه کړي ، هغه څوک دی  چې  عدالت ئې ښکاره او  اخلاق ئې کامل دي . ::::

په جومات کې یوه مهمه موضوع دا ده چې  دجمې لمونځ  په لومړني شرعي وخت کې   او  د وخت له ضائع کیدا پرته  پيل شي  او  د ویناګانو او  اوږدو دعاګانو په څير پروګرامونه   د لمانځه له  بشپړیدو وروسته وخت ته  پريښودل شي . لکه څنګه هغه کسان چې  په جمې لمانځه کې ګډون کوي ،   اوبیلابیل کار کسب کونکي  وي او   یا   ئې له نورو سره  بدني توان ، ظرفیّت او حوصله  فرق کوي،نو دجومات دجمې پر امام    دهغوي ټولو دخیال ساتل  لازم دي.  په یوه حدیث کې راغلي دي ،   کله چې یو کس   له تاسو دجمې امام شي ، نو باید  لمونځ لنډ   کړي  او  په لږو او لنډو ذکرونو بسنه وکړئ ،ځکه  په اقتدا کونکو  کې  ممکنه ده کمزوري ،ناروغ او  ځوان اوهغه کسان  موجود وي چې   شخصي مشکلات او کار لري . خوکله چې  ځان ته  لمونځ  ادا کوئ  نو په هره اندازه  چې دلچسپي لرئ   خپل لمونځ اوږد کړئ .:  یوه ورځ  پیغمبر اکرم  دماسپښین  او مازدیګر لمونځ  اداکړ او  دوه  وروستي رکعتونه ئې   د تل پّه څیر  له ادا کولو زر اداکړل .  د لمانځه له ختمیدو وروسته  اصحابو ورځيني پوښتنه وکړه ،  یا رسول ا...  آیا  دلمانځّه په مینځ کې کومه پيښه وشوه ؟   هغه بزرګوار وفرمائيل ؛  ولې ؟    بیا ترې پوښتنه وشوه، یا رسول ا....  وروستي دوه رکعتونه دې  په چټکۍ سره  پاي ته ورسول . پیغمبر اکرم وفرمائيل ؛آیا د یوه  ماشوم د ژړا غږ  مو نه  واورید؟::  دپیغمبر اکرم دغه حرکت  دلمانځه په وخت   او دجمې د امام  په غاړه د  شاوخوا  واقعیتونو اوپیښو ته  دځانګړي اهتمام  ښوده کوي ....

************************

         خوږومینه والو  په دغې برخې کې د حجاز په ټاټوبی کې  دیوه تاریخي جومات په توګه درته  د:خیف : جومات درمعرفي کوو .

=    دوستانو د مسجد الحرام  په  اویا کلومیټرۍ کې  په منا سیمې کې  یو لوي  او مهم جومات   :  مسجد  خیف :    دی . خیف   په لغت کې  له غرۀ  ډير پلن   او  د اوبو له سطحې د لوړ  په معنا دی . همداراز: خیف :  هغه ټاټوبي ته ویل کیږي  چې شاوخوا ئې  لوړې څوکې او  وادي  وي او په دې باب ډیرې سپارښتنې شوي دي . په هغو سپارښتنو کې راغلي دي، چې  پنځه  اویا پيغمبران  دخداي د کور د زیارت لپاره   لاړل  او ټولو  په منا جومات (خیف)  کې لمونځ ادا کړ ، نو که  په مسجد خیف کې د لمانځّه  د اداکولو توان لرئ  نو ورځيني لټي ونه کړئ ::::::

            دوستانو د :خیف : جومات  دمکې پر مشرکانو د  مسلمانانو دبریالیتوب  یادونه کوي . دهغه څه په اساس چې  په تاریخ کې راغلي دي ، دهجرت  په پنځم کال کې  دمکې مشرکانو  دیهودیانوپه لمسولو سره   دعربو له ځينو  قبایلو سره  د اتحاد تړون  لاسلیک کړ څو په مدینې حمله وکړي  او د اسلام ریښه   له هماغه اساسه  له مینځه یوسي .   هغه ځاي چې   دوي  د دغه تړون  د لاسلیک کولو لپاره  ټاکلی ، داسې ځاي ؤ  چې وروسته   په هغه  ځایه کې   مسجد خیف جوړ شو .  په حقیقت کې  داسلام په ضد  دمشرکانو  دتړون په ځاي کې  یو جومات جوړ شو ، څو  له عربو قبایلو سره دقریشو داتحاد دماتې یادګار شي.

د ځينوتاریخ لیکونکو دنظر په اساس،داسلام ګران پيغمبر   د خپل ژوند په وروستی کال کې   له مکې دستنیدو په وخت  په خیف جومات کې   وینا وکړه . پیغمبر اکرم په دغې خطبې کې  خلک  وحدت او یووالي ته وبلل  او  د الهي قوانینو   او حقوقو په وړاندې ئې  ټول مسلمانان سره برابر  اعلان کړل . بیا ئې خلک  له ځانه وروسته  دخلافت  موضوع ته تیار کړل او وې فرمائيل؛خداي د هغه چا ژوند آباد کړي چې  د ما خبرو ته غوږ کیږدي  او د ماخبرو ته پخپل زړه کې ځاي ورکړي  او وې ساتي  او هغه کسانو ته دې چې   نه ئې دي آوریدلي،وې رسوي . ائ خلکو،موجود خلک ئې هغوکسانو ته ورسوئ  چې حاضر نه دي .   څومره ډیر دي هغه خلک چې علم نورو ته منتقلوي   ،خو پخپله ئې په معنا نه پوهیږي  او څومره ډير  دي هغه کسان چې  علم نوروته  چې له هغو  لازیات علم لري ،  منتقلوي . ائ خلکو  زه تاسو ته دوه ګران بیّه شیان پریږدم :::  پوښتنه ئې  ورځيني وکړه ، یا رسول ا... ،هغه ګران بیه شیان څه شی دي ؟ .  وې فرمائيل ؛  یو  دخدای کتاب او بل  دما اهل بیت  دما عترت . مهربان خداي راته خبر راکړی  چې  دغه دواړه  له یوه بله نه جلاکیږي تر دې چې  په قیامت کې  به  د حوض کوثر په کنارې  له ماسره یو ځاي شي ::::  البته   دخیف جومات له خطبې وروسته پیغمبر اکرم   په جُحفه سیمې کې  په غدیر خم کې  په یوې اوږدې او مفصلې وینا کې دعلی ابن ابي طالب   ولایت  اعلان کړ او وې  فرمائيل؛زه د هرچا مولا وم،له ما وروسته  دا علی دهغوي مولا  او ولی  دی .::::

 د عثمانیانو په پړاؤ کې د رسول ا... بزرګوار  دلمانځه په ځاي کې  یو ستر ګنبد   او یو محراب جوړ شوی دی،څو په خیف جومات کې  دپیغمبر اکرم  دخیمې او لمونځ ځاي   نښه پاتې شي .  د ورښتونو اوسیلاؤ د راپورونو په اساس  خیف جومات په ۲۴۰ قمری کال کې ړنګ شو،خو څه موده وروسته  بیا ورغاول شو او دسیلاؤ د مخه نیولو لپاره  ورته پُشتې هم جوړې شوې، څو جومات وساتل شي .په هغه وخت  کې د جومات اوږدوالی تر یو سل شل میټرو او پلنوالی ئې هم  پنځه پنځوس میټرو پورې ؤ  او په دې توګه خیف جومات د حجاز ټاپو وزمه یو  خورا ستر جومات  ومنل شو چې  حتی  په هغه وخت کې له مسجد الحرام څخه هم ستر  ؤ.خیف جومات  په ۸۷۴قمری کال کې  هم د مصر  د یوه مملوکي  سلطان  اوپاچا سلطان  قایتبا  په وسیله   له دې وروسته چې ډير تاوان وررسیدلی ؤ  بیا ورغاوه .

            دجومات  ستره اومخکینۍ ودانۍ تر وروستي پړاؤ پورې  هم پخپل ځاي پاتې ؤ ، خو  زوړ شوی  او یوازې بهرنی دیوال (چاردیواري )ئې پاتې وه  چې د هغه په  مینځ کې یوه بُقعه وه  چې یوه میناره ئې هم درلوده او  په مقام ابراهیم مشهوره وه .په ۱۴۰۷قمری کال کې دجومات پراختیا او بشپړتیا پیل او محدوده  ئې  د مځکې په څلور برابره ،یعني پنځه ویشت  زره  مربع میټرو ته ورسیده .  چې  کابو دیرش زره لمونځ ګوزارو پکې لمونځ اداکولی شو .  نن سبا  دهغه ځاي څلور مینارې  چې  له یوې بلې ډير واټن لري ،   دغرۀ  ترڅنګ  د درې ګوڼه  جمرات  په لاره کې  ئې جومات ته ډيره ښکلا  ډالۍ کړې ده . خو په نوي بیا رغاونې کې  ګبنسۍ او محراب  لیرې کړائ شوي دي . البته  د دغه  جومات دروازه  په منا کې یوازې د بیتوته  په شپو ورځو کې  خلاصه وي  او نوره په درست کال کې بنده وي .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه