امریکا او دمینځني ختیځ دسټراټژيک اتحاد پلان ،یا دعربانوناټو،خوب یا حقیقت
(last modified Wed, 03 Oct 2018 12:50:09 GMT )
Oct 03, 2018 17:20 Asia/Kabul
  • امریکا او دمینځني ختیځ دسټراټژيک اتحاد پلان ،یا  دعربانوناټو،خوب یا حقیقت

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې درته ښه اونیکمرغه ژوند غواړو . په اوسني وخت کې د امریکا او د مینځني ختیځ د سټراټژيک پلان اواتحاد یا د عربو دناټو او د دغه چټي خوب یا حقیقت په عنوان سره له یوه ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

دعربی ناټو آئيډیا، د ۲۰۱۷کال په مئ کې  عربستان ته دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ   په سفر کې دریاض په غونډې کې  مطرح  شوه . ټرمپ په  دغه سفر کې  په آل سعود رژیم  د وسلو د بې مخینې اندازې  پر خرڅلاؤ سربیره ،په یوې بلې سترې موضوع پسې یعني  دیوه  نوي سیمه ایز  امنیتي سسټم   په پلانونې  او انځورونې پسې ؤ، چې  اوس  د مینځني ختیځ  دسټراټژيک اتحاد (MESA) یا  د عربانو ناټو  په نامه یادیږي .

Image Caption

 

 په دې باب  ډونالډ ټرمپ  په ریاض کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د اسلامی  ایران له سیمه ایز نفوذ سره د مقابلې لپاره دیوه سیمه ایز امنیتی جوړښت  خبره کړې .داسې ښکاري  سعودي عربستان  د دغه پلان په اجرا کې اساسی رول لري .په حقیقت کې  د دغه پلان اصل مقصد او معنا   د ۲۰۱۷کال  په جنورۍ کې د ډونالډټرمپ واک ته له رسیدا وروسته پیل شوې وه . سعودیانو د ټرمپ له امنیتي ټیم سره په حو غونډوکې،دامنیتي او اقتصادي  ملګرتیاؤ د  زیاتونکو په ډيرو پروژو کې د امریکا او عربستان د اړیکو  د هراړخیزې لوړتیا  وړاندیز وکړ .په دې باب،د ټرمپ سلاکار،له سعودیانو وغوښتل،له افراط پالنې سره مبارزه  سخته کړي،له داعش سره مقابلې  ته دوام ورکړی  او  دسیمې  د امنیت په ساتلو کې  خپله ونډه په غاړه واخلي .  دې ته په  پام سره چې  ټرمب   خپل بیلابیل حکومتی اورګانونه،د عربی ناټو د پلان په شمول  په سیمې کې د امریکا د نوي سیاست  د ځينو موردونو  په پلانونې او مشخص کولو مامور کړل ، نو ځکه  اوس  دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د دغه پلان  په  اجرائي کولو کې  چورلیزي رول  ولوبوي .اصلی موخه، دعربو هیوادونو د یوه ائيتلاف لپاره    اساسی اصولو او  چوکاټ ټاکل دي،چې دناټو په څیر دیوې رسمي  امنیتی موسسې دجوړښت لپاره  زمینه برابره کړي .

Image Caption

 

               د ډونالډ ټرمپ په سفر پسې  او  دامریکا دملی  امنیت  په سټراټژيک سند کې  د مطرح شوو سپارښتنو  په چوکاټ کې،د امریکا په مشرۍ د سیمه ایز ائيتلاف رامینځةکول،د واشنګټن  په ایجنډا کې راغلي دي .د دغه ائيتلاف  موخه ، دایران له سیمه ایز نفوذ سره  مقابله او  هم  په سیمې  کې  په تیره بیا په یمن،عراق اوسورئې کې دایران له پلوي غورځنګونو،ډلو اوسیاسی نظامونو سره  مخامخیدا ده .په دې لړ کې  د امریکاسټراټژۍ،دفارس خلیج دڅنډې شپږو عربوهیوادونو او  د اردن او مصر په ګډون سره یو امنیتی اوپوځي  ائيتلاف جوړیدا په نظر کې نیولې ده .سپيه مانۍ،  له ترهه ګرۍ سره  مقابلې، پوځي  روزنو او د توغندوی دفاعي سسټم    او دغه راز د  ډيپلوماټيکو اړیکو او دسیمه ایز  اقتصاد دپیاوړتیا په څير  د نورو موضوعګانو په زمینې کې  د دغو هیوادونوترمینځ  په لاژورو ملګرتیاؤپسې  ده  .د دغه  ائيتلاف  دجوړیدا  د مسئولیَت غوره برخه به د عربستان او متحده عربی اماراتو په غاړه وي، چې له ایران سره دمقابلې لپاره  د ډونالډټرمپ  له حکومت سره ډيره نزدې ملګرتیا لري .په حقیقت کې امریکا یان  او په مینځني ختیځ  سیمې کې  دثبات په  ضمانت ورکونکو لاسوندونو سره دهغو سیمه ایزو متحدانو دسیمه ایزو تاؤتریخوالو  دزیاتولو لپاره   یولړ منظم  اقدامات  په ایجنډا کې شامل کړي دی .

 د  عربو یو ه شناندي اولیکوال عبدالباري  عطوان په وینا،دغه اتحاد په مینځني ختیځ کې د جغرافیائي،توکمیز اومذهبی درز اونفاق  د رامینځة کونې لپاره تاسیس شوی دی .

                     دعربو د ناټو  د جوړړولو لپاره  په همداوروستیوکې یو اقدام،د فارس خلیج شورا  +۲ نومې  غونډې کې  د امریکا او اتو عربوهیوادونو خارجه وزیرانو  د غونډې ترسره کیدا  وه .  دامریکا خارجه وزارت   اعلان کړی دی ، چې  دستمبر د اته ویشتمې نیټې په غونډې کې  د دغه هیواد خارجه وزیر مایک پمپئو  د اتو عربو هیوادونو له خپل همڅنګو سره  په عربی ناټو  پلان باندې بحث او  خبرې اترې کړي دي . په دغې غونډې کې چې  په نیویارک کې  شوي ،  د بحرین،مصر،اردن،کویت،عمان،قطر،سعودي عربستان او متحده عربی اماراتو خارجه وزیرانو شتون درلود.د امریکاد خارجه وزارت د اعلامیې په اساس،د دغو هیوادونو خارجه وزیرانو له هغه څه سره د مقابلې په ضرورت چې  د سیمې اوامریکا په ضد دایران ګواښونه ،بلل شوي دي ، موافقه شوې ده او د مینځني ختیځ  دسټراټژيک اتحاد په نامې سره دیوه اورګان دجوړیدا  دپلان په باب  خبرې  اترې شوي دي .مایک پمپئو په دغې غونډې کې د داعش او نورو ترهه ګرو ډلو د ماتې په اهمیّت،په سورئې اویمن کې  د سولې اوثبات پر تحقق  او پوره کیدا،د یو ځلیدلي او غوړیدلی  عراق پر ضمانت  او  په سیمې کې د ایران  دفعالیتونو پر دریدا ټینګار کړی دی .

 د امریکا دخارجه وزارت  د ویندوئې په وینا،  درستو ګډون کونکو  په سیمې  کې  او دامریکا په ضد د ایران له ګواښونو سره  مقابلې ته  داړتیا وړ موردونو  باندې  سره  موافقه  کړې  او  د  په سیمې کې د روښانه پرمختګ، امنیت او ثبات  لپاره  دفارس خلیج د ملګرتیا دیوې متحده شورا  په وسیله  د مینځني ختیځ    دسټراټژيک اتحاد(میسا) د جوړیدا په باب  رغنده خبرې اترې  شوي دي .

Image Caption

 

             د دغه پوځي اوامنیتی  اورګان د جوړیدا مطرح کیدا  چې  څو میاشتې کیږي،دامریکا او دهغې دمتحدانو له خوا مطرح شوي،دهغه ژور درز او اختلاف  په علت چې  د  فارس خلیج د څنډې هیوادونو ترمینځ  موجود دي، تر اوسه پورې ئې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې .د فارس خلیج د جنوبی څنډې د  عربو هیوادونو په چارو کې د امریکا دخارجه وزیر دمرستیال سلاکار تیم لینډرکینګ  مدعي شوی ، چې   سپينه ماڼۍ   د راتلونکي دسمبر تر وروستیو پورې  دمینځني ختیځ   دسټراټژيک اتحاد (میسا) دجوړیدا  غوښتنه کوي . لینډرکینګ  له تیرو درو اونیو راهسې  دغو هیوادونو ته سفرونه کوي څو  د ۲۰۱۹ کال په  جنورۍ کې د غونډې  لپاره چې دامریکا  په کوربتوب سره کیږي، زمینه برابره کړي .ټاکل شوې ده په دغې غونډې کې د مینځنی ختیځ  د سټراټژيک اتحاد پلان  یعني د   عربو ناټو   جوړه شي .  لینډرکینګ  وئيلي دي  د  میسا   نومې ائيتلاف له جوړیدا موخه،دفارس خلیج د  ګواښونو په وړاندې  د یوه پیاوړي ډال جوړول  دي .ایران ،سایبیری  اندیښنې،دیمن او سورئې  لانجمن مدیریّت او په بیخ بینائیوحمله،ددغه اتحاد په ایجنډاکې موضوعګانې دی .ایران، د میسا  نومې ایئتلاف  دګواښونو دلیسټ په سر کې دی .

            د عربی ناټو د جوړولو لپاره د  واشنګټن د هلوځلو ترڅنګ  ډونالډ ټرمپ  په مینځنی ختیځ کې  له خپلو عربو متحدانو سره د امریکا په  دودیزو اړیکو  د بیا کتنې غوښتونکی دی . ټرمپ  له کله راهسې چې واک ته رسیدلی دی،   د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  ئې له خپلو سیمه ایزو متحدانو سره  دامریکا په اړیکو کې   بیا کتنه په  ایجنډا کې راوستې ده ؟د مینځني ختیځ  تاؤتریخجنه سیمه  یوه هغه سیمه  ده چې  ټرمپ  ورته خاص پام لری او حتی  ټرمپ خپل لومړنی سفر هم  د ۲۰۱۷کال  په مئ میاشت کې  سعودي عربستان ته وکړ.دغه سفر  د څه د پاسه یو سل لس میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو دبیلابیلو تړونونو له لاسلیک کولو سره یو ځاي ؤ .په عین حال کې ټرمپ  ،هغه  که واک ته له رسیدو مخکې وي او که وروسته ، تل  ئې  دامریکا او سعودي عربستان  د اوسنیو اړیکو په کیفیّت  کې  دبدلیدو  د ضرورت چې  دهغه   په وینا،د سعودي رژيم  هماغه  وړیا سواریدا  ده،خبرې  کړي دي .ټرمپ د ۲۰۱۶کال  په انتخاباتي کمپاین کې  په ډاګه  سعودي عربستان  دیوې شیدو ورکونکي  غوا یادوۀ، چې  د هغې د ګټو په تمامیدو سره  دا  بیا ذبح کوي . ټرمپ وئيلی وو،سعودي عربستان ،باید دخپلو شتمنیو په څلورو کې درې برخې  امریکا ته   له  دغه رژيم څخه د مونږ د پوځي ځواک د  داخلی او بهرني ملاتړونو   په خاطر ورکړي.  هغه  سپینې ماڼۍ  ته  له رسیدو وروسته   ددې غوښتنه کړې وه،څو  دسیمې عرب هیوادونه دې  په مینځني ختیځ کې  د امریکا دپوځي  شتون  لګښتونه ورکړي . ټرمپ  همدرااز د  ۲۰۱۸کال  په مئ کې  وئيلی دي،په مینځني ختیځ کې ئې کابو اوه ټریلیّن ډالر لګولي دي،او  هیڅ شی ئې نه دی ترلاسه کړی .    دلته  شتمن هیوادونه  دي،چې  دغه لګښت به ورکړي .

Image Caption

 

                د امریکا د ولسمشرۍ   دانتخاباتو په سیالۍ کې  د ډونالډ ټرمپ  له بري وروسته ، عربی هیوادونه په تیره بیا سعودي عربستان  د دغو هیوادونو په ضد دهغه  جنجالی څرګندونو ته په پام سره،د خپل ځان په ضد د ټرمپ د ګواښونو  په  اجرائي  کیدا  اندیښمن  ؤ . ټرمپ  په کرتو عربی هیوادونه  او په تیره بیا د فارس خلیج  دملګرتیا شورا غړي هیوادونه  ګواښلي،چې    د امریکا  د هغو فیصلو  په نه پیروۍ سره به چې  په سیمې  کې ئې دخپلو سیاستونو لپاره غوره کوي،دوی سزا کړي . تیلو ا و نورو سیمه  ایزو موضوعګانو  داسې زمینه برابره کړې،څو ټرمپ  عربانو باندې دباؤنه زیات کړي . ټرمپ  پخپل یوه وروستي دریځ کې دسعودي عربستان له پاچا ملک سلمان سره خپلو ټيلیفوني خبرو  ته په اشارې سره  وئيلی دي ،  دعربستان امنیت به  ، له امریکا پرته تر ډیره دوام ونه کړي .دټرمپ  د ادعا  په اساس،په یمن کې د سعودي رژيم  الوتکې  د امریکا په ملاتړ اوپشتیبانۍ سره  په بشپړ  امنیت کې دي . ټرمپ  همدراز په همداروستیوکې   له ملک سلمان سره  په ټيلیفوني خبرو کې   دتیلو موضوع  هم مطرح کړي او  د تیلو د تولید د زیاتیدو غوښتنه ئې کړې  ده .په سعودیانو د امریکا د دباؤ  د هغه   د اصلی  موخې لپاره ،یعنی   د راتلونکي نومبر له څلورمې نیټې څخه  د ایران د بندیز دی  چې د  واشنګټن د عربو متحدانو په تیره بیا  دعربستان له ملګرتیاپرته به ممکن نه وي . په عین حال کې  سعودي رژيم  لږترلږه  په اوسني وخت کې   د ډونالډ ټرمپ   دغې غوښتنې ته  منفي ځواب ورکړی دی . سعودیان په دې موضوع ښه پوه دي،چې   په اوسني وخت کې  دتیلو د تولید د زیاتولو لپاره  پر تخنیکي خنډونو سربیره ،  د تیلو په بازارونو کې  د  ایران د مقام   د محدودولو په غبرګون کې   د ایران   متقابل اقدام او مخالفت  داسې موضوع نه ده چې  پرې سترګې پټې کړي .  په  عین حال کې ټرمپ  دسیمه ایز  ائیتلاف  دجوړونې لپاره،  د امریکا،اسرائيلو  عربستان  د  درې اړخیز  ائيتلاف  په پیاوړي کولو پسې دی .د عربانو یو سیاسی کارپو او شناندی  امجد  جبریئل   وائي،ټرمپ غواړي  د ایران  دکارډ په لوبولو او دسیمې په هیوادونو د وسلو په خرڅلاؤ سره دخپل هیواد  اقتصاد سره مرسته وکړي .

Image Caption

 

          د مینځنی ختیځ د سټراټژيک ځواک  یا   د تش په نامه عربی ناټو  د جوړولو په وړاندې ډير خنډونه  شته  دي چې  د  هغو دجوړونکو غړو ترمینځ د  جدي اختلافاتو شتون دير مهم شمیرل کیږي  .دفارس خلیج  دملګرتیا په شورا کې   دغه اختلاف او ډلبندي رابرسیره شوې ده.دې ته په پام سره چې عربی هیوادونه  حتی  دخپلو  اړیکو اوتاؤتریخوالو د مدیریّت امکان  هم  نه لری  او په ملګرتیا شورا کې  بندون ته رسیدلي دي ،نو څرنګه  غواړي  عربي ناټو  د دغې شورا پر وراستۀ بنیاد جوړه کړي . البته امریکا چې تل  په سیمې کې په نفوذ او سلطې پسې ده،لازیاته هڅه ئې کړې ده،څو  دغه پلان هدف ته ورسوي . په عین حال کې  د دغه پلان په اساس ،مصر او اردن  به د پوځي ستنې او  عربستان او امارات  د دغه عربي ائيتلاف  سیاسی او اقتصادی ستنې وي.  دا په داسې حال کې دي چې  مصر به  په عربي نړۍ کې خپل  لړزانه  ځايګي  ته په پام سره  له هیڅ یوه ثالث  هیواد سره دملګرتیا توان په اغیزمن ډول  ونه لری  او که   دملګرتیا ادعا هم ولري،نو د یمن په جنګ کې له سعودي ائیتلاف سره  د مصر  دملګرتیا په څير به په بشپړ ډول تبلیغاتي وي .له  بل پلوه،عربستان  او متحده عربی امارات دسیمې په سویه له ګډوموخو سره سره،له پټو سیالیو سره  مخ دي،د  عربی نړۍ درهبرۍ  په سر  دغه شان سیالۍ  تل د  ریاض او قاهرې   ترمینځ هم روانه ده او  دا  د یو اوږدمهاله او پراخ  ائيتلاف  دجوړولو لپاره   دعربی ناټو په  مطرح کولو کې  دګډون کونکو عربو هیوادونو  یوه بله ستونزه  ده . له بل پلوه  له سعودي عربستان  او دهغو شریکانو سره   د قطر  په اړیکو کې  یوبل بحران،عملا دفارس خلیج دملګرتیا شورا لړزانه کړې ده . دغو ملاحظاتو ته په پام سره  وئيل کیدلی شي،عربی ناټو به  اساسی بڼه ونه مومي  او یا  د رامینځة کیدا په بڼه کې  به   د  یوې موافقې ترحده   او د ځينو نمایشي اقداماتو  تر حده  د نورو عربي پوځي  ائيتلافونو په شان   پاتې وي او په یوې پروپيګنډيزې پروژې به بدل شي،چې په سیمې کې به  دیوه سټراټژيک او پوځي معادلاتو باندې داغیز شیندنې هیڅ توان  ونه لري .البته امریکا هڅه کوي  څو  خپلې سیمه ایزې  ګټې  د دغه ائيتلاف  په رامینځةکولو سره  پوره کړي،که څه هم چې  په  دغې لارې کې ډير زیات خنډونه هم شته دي .  مسلما د عربی ناټو رامینځةکیدا چې ټاکل شوې ده،په سیمې کې  د واشنګټن  د پلانونو اوموخولپاره ورځیني استفاده وشي،یوازې دسیمه ایزو تاؤتریخوالو  د زیاتیدا لامل کیږي .

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************
 

 

ټیګونه