په فرانسې کې د زیّړوجیکټونو غورځنګ، اعتراضونه،یاتل پاتې ټولنیزبدلونونه
(last modified Sat, 08 Dec 2018 12:03:19 GMT )
Dec 08, 2018 16:33 Asia/Kabul
  • په فرانسې کې د زیّړوجیکټونو غورځنګ، اعتراضونه،یاتل پاتې ټولنیزبدلونونه

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو،په فرانسې کې د وروستیو شخړو او د زیّړو جیکټونو دغورځنګ د اعتراضونو او دحکومتي سربدالیو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ، هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دوستانو فرانسه  د ۲۰۰۸کال له  اقتصادي او مالي بحران وروسته  داقتصادي ځوړتیا، د بیروزګارۍ د زیاتیدا او هم  دبودجې د  خسارې  د  بې مخینې زیاتیداپه  څير  له ډيرو  اقتصادي مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره لاس اوګریوان  شوي ده . دفرانسې  پخوانیو ولسمشرانو،ښی پال نیکلا سارکوزي اوسوشلیسټ فرانسوا اولانډ  هریوۀ  داقتصادي  وضعیّت دښه کولو  او  دبودجې له خسارې سره د مبارزې  او دبیروزګارۍ دکمولو په زمینوکې  ډيرې زیاتې ژمنې کړې وې،په عین حال کې په دغوچاروکې ئې  دپام وړ بریالیتوبونه  نه دي کړي .

Image Caption

 

  د فرانسې  د ۲۰۱۷کال  د ولسمشرۍ په انتخاباتوکې هم خپلواکه کاندید آمانوئل ماکرون ا و  د زوړپالو افراطیانو کاندیدې مارین لوپن  هم  خپل انتخاباتي شعارونه  تر ډیره حده  د فرانسې  داقتصادي وضعیّت  پر سمولو متمرکز  کړي وو . په ۲۰۱۷کال کې  الیزه ماڼۍ ته د آمانوئل ماکرون  په رسیدو سره ، هغۀ په اقتصادي او مالي زمینې کې  د خپلواصلاحي پلانونو اجرا ته مخه کړه چې په هغوکې ترټولومهم موردونه،د پانګونې دزیاتولو په موخې سره دکارکسب دقانون اصلاح او په نتیجې کې ئې  د کارکسب  زیاتیدا  وه .ا لبته  په دې دلیل چې دغه اقدام،د ټيکدارانو په وړاندې د  کارکونکو اوکارګرانو  دکارکسب  د وضعیّت د کمزوري کیدا لامل کید،د کارمندانو او کارګرانو د ټولنو  له پراخ اعتراضونو او مظاهرو سره  مخامخ شو . له بل پلوه  ماکرون  د بودجې د خسارې،دفرانسې د حکومت دمالیاتي  عائيددکمولو  لپاره  او هم  د فُسیلي سونګو په ځاي   له پاکو انرژیو څخه استفادې ته د دغه هیواد دخلکو دهڅولو  لپاره ، پر سونګو د نوو مالیاتو زیاتولو ته مخه کړه  چې دغې  موضوع   د فرانسې په ټولنې  کې سخت غبرګونونه راپورته کړل . او  پراخو او خوریدونکو  اعتراضونو لامل شول،چې  فوري ختمیدا ئې ممکنه نه ده.ځیني شناندي باؤري دي چې پر سونګو دمالیاتو زیاتیدا،دفرانسې  په بد اقتصادي وضعیَت  په غبرګون کې  د ولسی پراخو اعتراضونو  د پيلیدو لپاره  یوازینۍ پلمه  او په حقیقت کې  په دغه هیواد کې دپانګونې حاکمیت دی .په فرانسې کې وروستي تاؤتریخوالي او بې ثباتي ورځ تر بلې نه یوازې په دغه هیواد کې،بلکې دهالینډ اوبیلجیّم پشمول نورو اروپائي هیوادونوکې هم په پراختیدو دي .

Image Caption

 

              په فرانسې کې  پراخ اعتراضونه د نومبر له اوه لسمې نیټې پیل شول او  په چټکۍ سره  ئې بې مخینې اړخ غوره کړ .په لومړنۍ اونۍ کې  دفرانسې  په سلګونو ځایونو کې  څه دپاسه  دوه لکه اتیا زره کسان اعتراضونو ته راپورته شول او مظاهرو ته ئې مخه کړه. اوس دفرانسې دولسمشر ماکرون په اقتصادي سیاستونو ددغه هیواد د ولس اعتراض   دریمې اونۍ ته داخل شوی دی  او  دفرانسې په لسګونو زره خلک دپاریس په واټونو کې  په شتون سره له اقتصادي  غوښتونو ورتیر،دآمانوئل ماکرون دڅنګة کیدا غوښتنه کوي .دغه  اعتراضونه  د :زیّړو جیکټونو په غورځنګ : مشهور شوي دي .دغه غورځنګ په پیل کې  دماکرون  دحکومت په سیاستونو په تیره بیا  دسونګو دمالیاتو  دزیاتیدا په ضد  په اعتراض   راپورته شو او اعتراض کونکو ښاریزو د  دشپې مهال دځلیدونکو زیّړرنګه جیکټونو په اغوستلو سره چې په فرانسې کې د  ټرانسپورټ په باب دقوانینو  په اساس هر یو ګاډی ئې باید ولري،خپل عمومی اعتراض اعلان کړ،خو ددغه اعتراضیه  حرکت  په دوام سره،چې  په پيل کې ئې سوله ایزه بڼه خپله کړې وه ،او پراخ شو ، سوکه  سوکه په تاؤتریخوالي بدل شو .ددغو اعتراضونو یوه ځانګړنه،دهغو خودجوشه راپورته کیدا  او  دکارګرۍ او کاري سنډیکانویا قوانینو یا ګټو  ته   بې پامي وه .

Image Caption

 

  دسیاسی چارو دیوۀ کارپوه  حمید رضا آصفي  په وینا،  دفرانسې  غورځنګ کوم خاص  رهبر نه لري او مجازي فضا او  پخپله خلک  په واټونو کې دمیلیوني شتون  لامل شوي دي  او  له دې وروسته ئې  د ماکرون اقدامات او  سیاستونه په نښه  کړل او د  آمانوئل ماکرون  د اقتصادي چارو ستر سیاستونه مطرح شول .  دغه  اعتراضیه خوځښت  که څه هم کوم مشخص  مشر نه لري،خو ځيني شناندو دا،په فرانسې کې  د پانګوال نظام  په ضد  یو خورا ستر خوځښت  بللی دی . د نظر سنجیو په اساس  ۸۴فی صدي فرانسویان  د زیّړو جیکټونو دغورځنګ ملاتړ کوي .  د  اډوکسا  موسسې  دنظر غوښتنو دنتیجو په اساس،څلوراتیا فی صدي فرانسویان  چې پوښتنې ترې شوي دي،دغه اعتراضونه  قانوني او د توجیه وړ ګڼي .

              د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون  چې  د ۲۰۱۷کال له مئ د پرګنو په خوښو شعارونو سره  واک ته رسیدلی ،په وروستیو دووکلونو کې ئې  لازیاته هڅه  وړاندې کړې  او داسې قوانین او  پلانونه ئې اجرا کړل ،چې  د هغه په ادعا،دفرانسې  داقتصادي او ټولنیز وضعیّت  دښه کولو لپاره دي .په عین حال  کې   دماکرون  د اقداماتو په وړاندې  د فرانسې دټولنې  غبرګون ،یولړ منفي غبرګونونه اوپه عین حال کې له پراخو اعتراضونو سره یو ځاي  دی .ددغې موضوع په  نښو کې،د ماکرون دګوند  ناکامي ، یعني د  تیرې فرورۍ په څلورمه په منیځ پړاوه انتخاباتو کې  د  : په وړاندې جمهوریت  : نومې  دواکمن ګوند  ماته  وه  چې    په دې توګه  هغه  د ۲۰۱۷کال  دجون میاشت  له اوڅاره بریالیتوب وروسته  دخپلو لومړنیوانتخاباتوناکامي تجروبه کړه .په عین حال کې  آمانوئل ماکرون دخپلې خوښې اصلاحاتو د اجرا پر دوام ټينګار کوي ، چې  په هغو کې، د انرژۍ   په تیره بیا د ډيزلو  د  دبیّو زیاتیدا  او هم دمالیاتو زیاتیدا  پکې شامله ده .  د روان کال په لومړیو کې،د فرانسې حکومت ا علان کړی ، چې د   شنو ګاډو   اخستو  ته د خلکو د ګروهنې  د زیاتیدا او یا  له شخصي ګاډو څخه داستفادې   نه کولو  سره د خلکو   د دلچسپۍ په خاطر   د  پيټرولو او ډيزلو  د مالیاتو پشمول  دسونګو مالیات  زیاتوي .  په تیرو دولسو میاشتو کې   ددغه شان انرژیو   بیّې  درویشت فی صده زیاتې شوي دي او  د  ۲۰۰۰ لسیزې  له وروستیو څخه  تر ټولو لَوړو بیّو ته رسیدلي دي . 

               د ۲۰۱۹کال  له پیله پر سونګو د لازیاتو مالیاتو داعمالولو لپاره  دفرانسې دحکومت  فیصله  د فرانسویانو د لاغوسه کیدا  لامل شوې ده . آمانوئل ماکرون  مدعي دی،چې  د نوي کیدونکو انرژیو په زمینې کې د  پانګونې لپاره   پر  فُسیلي سونګو لازیات مالیات ضروري دي .په عین حال کې  دسونګو دبیّو په تیره بیا د ډيزول  دبیّو  زیاتیدا،  د فرانسې    د کورنیو  پر بودجو ډير زیات دباؤنه  وارد کړي دي .  داوسنیو حالاتو ترینګلتیاوې چې  د فرانسې د ټوریزم  صنعت ته ئې ډیر زیات تاوانونه اړولي دي،لامل شوي  څو د فرانسې  سیاستوالانو ، دګوندونو مشرانو او  لوړپوړو چارواکو  ماکرون ته په خبرداري ورکولو سره ،له اوسني  اقتصادي  بحرانه دد غه هیواد  دسملاسي وتلو  او د اعتراض کونکو د  آرامه کولو غوښتنه  کړې ده .دفرانسې  د مشرانو جرګې  مشر ژرارلارشه   هم  پخپل ټولنیز پیغام کې وئيلی دي ، دماکرون حکومت  باید  په اقتصادي سیاستونو  باندې د اعتراض کونکو  ضرورتونه  پوره کړي څو هیواد له  رامینځة شوي  بحرانه ووځي .

 جمهوری غواړي ګوند هم  دفرانسې له حکومته غوښتي دي،داعتراض کونکو چغې دې،سملاسي واوري .په عین حال کې دفرانسې ځينو سیاستوالانو د اعتراضونو پر دوام ټينګارکړی دی .د فرانسې لفټ وینګ یا کیڼ پال ګوند مشر لوک ملانشن  هم وئيلي دي،نور د اعتراض  کونکو دچغې د آوریدلو وخت تیر شوی  او دوي  داقتصادي دباؤنو لاندې چخڼي شوي او تر پوزې راغلي دي . په فرانسې کې دټولنې مینځ پاله  او کارګره پرګنه  لالهاندي او سربدالي احساس کوي  او غوسه شوي دي ،تر دې چې  ورځ تر بلې  خپلې هیلې له لاسه ورکوي  .دوي ماکرون  یو شتمن  ولسمشر  ګڼي . په عین حال کې د زیّړ جیکټو غورځنګ  د فرانسې پر اقتصاد ډيرې زیاتې اغیزې شیندلي او په راتلونکي کې به ئې اغیزې لازیاتې رابرسیره شي . 

            د زیّړجیکټو  دغورځنګ دوام،داعتراض کونکو په وړاندې دفرانسې د واکمنانو  د شاتګ او دهغوي د  ځینو غوښتنو د منلولامل شوی دی .په دې اساس،دفرانسې د مشرانو جرګې  اکثریّت  چې  ښي پال  لوری دی ،د سونګو دمالیاتو د زیاتولو  دریدا ته ئې  رایه ورکړې ،د بیّو او مالیاتو هغه  زیاتیدا چې  ټاکل  شوې وه ،د ۲۰۱۹کال  له جنورۍ  اجرا شي . همداراز د فرانسې حکومت  په نهایت کې مجبوره شو ،  دمالیاتو دزیاتولو پلان  په بشپړ ډول څنګةکړي .په دې  باب  دفرانسې  لومړي وزیر  ایډورډ فیلیپ  د دسمبر په پنځمه نیټه ووئیل ،د دغه هیواد حکومت  د سونګو دمالیاتو د زیاتولو پلان  چې  له دې مخکې ئې تر شپږومیاشتو پورې ځنډولی ؤ،په بشپړ ډول څنګة کوي .ایډورډ فیلیپ  په یوې مرکې کې وئيلي دي،هغه څه چې اعتراض کونکي ئې مطرح کوي،  داسې موردونه لري ،  چې  له هغو ډير  په بشپړ ډول قانوني دي  او دا هماغه شیان دي ، چې باید  واوریدل شی ... 

Image Caption

 

 د وروستیو پراخو اعتراضونو یوازې  یوه نتیجه فرانسې ته د سیلانیانو دورتلو کابو پنځوس فی صدي کمیدا ده .دفرانسې د ولسمشر آمانوئیل ماکرون اقتصادي سیاستونه په تیره بیا  دسونګو او  ژواک چاپيریال  په حوزو کې سیاستونه ، چې  د زیّړو جیکټونو دغورځڼګ  د راپورته کیدا لامل شوي ، اوس  ئې دپانګوال نظام په  ضد د مظاهرو  ماهیّت غوره کړی دی  او هماغه راز   دفرانسې بیلابیلو ښارونو کې دوام لري او د فرانسې بشپړ اقتصاد او ټوریزم ئې تر ډیره حده په ټپه درولی دی .  په داسې حال کې چې  د فرانسې حکومت  له  اعتراض کونکو سره  خبرواترو ته حاضر شوی ،  دغه غوښتنه تر دې دمه  د زیّړو  جیکټونو دغورځنګ   استازو  نه ده منلې . د دغه غورځنګ  یوه  اساسی غوښتنه،د حکومت داستعفی ورکول  اعلان شوي دي .

               د زیّړو جیکټونو دغورځنګ  اعتراضوهنه  که څه هم  پر سونګو دمالیاتو دزیاتیدا په پلمه پیل شوي دي،خو اوس  ئې  سیاسی،اقتصادي او اجتماعي  اړخونه غوره کړي دي.  په سیاسی اړخ کې اعتراض کونکو دماکرون  اقتصادي سیاستونو ته په پام سره  د ماکرون دحکومت دمستعفی کیدو غوښتنه کړې ده .خو په اجتماعي اړخ کې دغه اعتراضونه،په دغه اروپائي هیواد فرانسې کې  د بې وځلۍپه زیاتیدا ددغه هیواد د خلکو داعتراض یوه بیلګه ګڼل کیدلی شي ،چې  په تیره بیا  اصلي قربانیان ئې بې وځله او مینځ پلوه پرګنه ده .د فرانسویانو په تیره بیا د ماکرون د ولسمشرۍ په پړاؤ کې  لازیات بې وځله کیدا د یوې داسې پرګنې درامینځةکیدا لامل شوې،چې د زیړو د جیکټونو  غورځنګ ئې رامنیځةکړی دی .

          دا ویره هم شته چې  د فرانسې د ولسمشر  دنظر وړ  اقتصادي اوټولنیز  اصلاحات   د دغه لوي اروپائي هیواد د اقتصادي  او کارکسب  د وضعیټ  دلازیاتې خرابیدا لامل شي .دفرانسې  په وړاندې لرلید، نن سبا   د آمانوئیل ماکرون  په اقداماتو او  سیاستونو باندې د خپګان  دپراختیا او دټولنیزو اعتراضونو د پام وړ زیاتیدا  په ځان پسې لري  او لیرې ښکاري ، چې   دماکرون په موجوده اقداماتو سره  د فرانسې  راپاریدلی ولس  قانع شي  او خپل اعتراضونه هم پاي ته ورسوي . ځکه  نښې نښانې د دې  ښودنه کوي ، چې د فرانسې د ولس داعتراضونو دپراخیدالمن هغه ځاي ته په رسیدو ده چې   آمانوئیل ماکرون  ئې شاید  خیال هم نه کاوۀ.   

Image Caption

 

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه