افغانستان د کرکټ د نړیوال کپ په یوه تمرینی لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه
(last modified Sat, 25 May 2019 01:39:56 GMT )
May 25, 2019 06:09 Asia/Kabul
  • افغانستان د کرکټ د نړیوال کپ په یوه تمرینی لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

سره له دې چې دا سیالي د دوو ټیمونو په نړیواله درجه بندۍ او ریکارډ کې نه حسابېږي، خو د پاکستان لپاره په دې خاطر مهمه وه چې تر دې وړاندې یې پر انګلستان

 د افغان رسندویو له راپور سره سم  دا لوبه، چې د انګلستان د برسټول په ښار کې ترسره شوه، پچه یې پاکستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه

سره له دې چې دا سیالي د دوو ټیمونو په نړیواله درجه بندۍ او ریکارډ کې نه حسابېږي، خو د پاکستان لپاره په دې خاطر مهمه وه چې تر دې وړاندې یې پر انګلستان ټولې سیالۍ وبایللې او نړیوال جام ته په خرابه روحیه روان دی.

افغانستان تر دې وړاندې له سکاټلنډ او آیرلنډ څخه هم دوې مسابقې ګټلي او یوه یې د سیال په کور (شمالي آیرلنډ) کې بایللې ده.

پاکستان ۲۶۲ منډې جوړې کړې او تر ټولو ډېرې منډې بابر زمان وکړې. ده په ۱۰۸ توپونو ۱۱۲ منډې وکړې. شعیب ملک په ۵۹ توپونو ۴۴ او امام الحق په ۳۵ توپونو ۳۲ منډې وکړې.

حضرت الله ځاځي ۴۹ منډې وکړې او شهزاد د ۲۳ منډو له کولو وروسته ژوبل شو او له لوبې ووت. حشمت الله شهیدي د ډېرو نورو وختونو په شان ښه وځلېد. تر پایه ونه سوځېد او ۷۴ منډې یې وکړې. رحمت شاه ۳۲، سمیع الله شینواري ۲۲ او محمد نبي ۳۴ منډې وکړې. د ښې لوبې په نتیجه کې افغانستان دا مسابقه په ۳ ویکټونو او ۲ توپونو وګټله.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکوي.

 

ټیګونه