دچین ا و امریکاترمینځ دتجارتي جنګ سختیدا او علتونه او عوامل
(last modified Thu, 30 May 2019 12:18:09 GMT )
May 30, 2019 16:48 Asia/Kabul
  • دچین ا و امریکاترمینځ دتجارتي جنګ سختیدا او علتونه او عوامل

دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دچین او امریکا ترمینځ دتجارتي جنګ د سختیدا او دهغو د عوامولو او علتونو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره دملګرتیا فرصت ولرئ .

دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  له چینه د  دوه سوه میلیارډ ډالري ارزښت  وارداتی شیانو باندې  دخپلو ټيرفونو  په دوه چنده زیاتولو سره  له دغه هیواد سره  تجارتي جنګ ته لمن ووهله او  دغه اقتصادي جنګ او ترینګلتیاوې ئې ډيرې سختې کړې .د امریکا د ولسمشر دنوي فیصلې په اساس دغه ټيرفونه تر پنځه ویشت فی صدو پورې  زیات شول .

             نوي ټيرفونه په داسې حال کې د امریکا د ولسمشر له خوا  اعلان شوي ،چې دامریکا اوچین  دتجارتي خبرواترو  یولسم پړاؤ  له ماتې سره مخامخ شو او د دواړو هیوادونو له خوا  اعلان شوی نوي ورځنی  اوور بند هم بې نتیجې ؤ . د امریکا ولسمشر  په فلوریډا کې  په یوه انتخاباتي کمپاین کې پخپلې وینا کې له چین څخه د دوه سوه میلیارډ ډالرو په ارزښت  په وارداتی شیانو  د ټيرف د زیاتولو په توجیه کې دغه هیواد،دخپلوژمنو په ترپښو لاندې کولو تورنوي .

Image Caption

 

               که څه  هم  دبیجینګ حکومت  سملاسی اعلان کړی ، چې  له چینه د وارداتي شیانو باندې د ټيرف په زیاتولو کې  کې د ټرمپ اقدام جبرانوي . په عین حال کې  واشنګټن ته د بیجینګ  په حکومت کې یو نفوذ لرونکی کس  :لیوهه:  په لیږلو سره چې  په انګریزۍ ژبې ښې خبرې کوي ،او  په امریکا ئي پوهنتونو  کې ئې  زده کړې  کړي، ښودلې  ې هماغه راز  د ټرمپ د اقتصادي دباؤنو  دکمولو او دتجارتي جنګ  دختمولو لپاره  په یوې حل لارې پسې دي . کابو یوه میاشت مخکې  هم دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  دامریکائي آثارو  د معنوي مالکیّت  په غلا کولو د چین په تورنولو او  چیني شرکتونو ته ددغه هیواد دټيکنالوجۍ په غیرقانوني منتقلولو سره،له چینه  د ټيکنالوجۍ برخې سره اړونده پر وارداتي شیانو دشپیته میلیارډ  ډالرو په ارزښت  ټيرفونه ولګول .

                   ډونالډټرمپ ددغو ټيرفونو له لګولو څخه موخه دچیني شرکتونو رتل بللي دي .دا په دې معنا  ده چې  په وروستیو میاشتو کې  ټرمپ  له چین  څخه د وارداتي شیانو باندې دټيرف  دلګولو لپاره  له هر فرصت او پلمې  استفاده کړې ده .  په تیر میلادي کال کې  له چینه د امریکا  د وارداتو اندازه  څه دپاسه  پنځه سوه څلویښت میلیارډ ډالره وه ، چې  ددغه هیواد اضافي اندازه(مازاد)  هم څه د پاسه درې سوه پنځوس میلیارډ ډالره ده .

  دټيرفونو زیاتیدا او په دغه اقدام د ټرمپ  دخوشالۍ څرګندول  چې  دهغه په وینا، په کال کې به   دامریکا  د اقتصاد لپاره  څه دپاسه سل میلیارډ ډالري عاید ولري ، ښئ چې  هغه  له  بل شي زیات  او  دخاصو موخو په نظر کې په نیولو سره ،  د بیجینګ او واشنګټن  اقتصادي ګټې  په نښه کړي دي .

Image Caption

 

         په  امریکا کې داخلي  کارپيژاندي  له چینه د شیانو په وارداتو د ټيرف  لګول  دامریکا په اقتصاد بې اغیزې  نه ګڼي  او  دا  د ټرمپ  یوه اقتصادي جواري  ګڼي .  په عین حال کې  دامریکا ولسمشر دا خیال کوي ، چې  د داخلی مصرف   په زیاتولو سره او دغه راز درست هیواد ته د امریکا دجنوب  د کرهڼيزو تولیداتو  په کاږلو سره  ددغې سیمې دکروندګرو  اندیښنې  کمولی شي . پر چین د اقتصادي دباؤنو  له زیاتولو  د ټرمپ د  انګیزو او علتونو په باب ځيني عوامل  ستاسو خدمت ته وړاندې کوو هیله ده  پام ورته وکړئ.

               پر چین د اقتصادي دباؤنو  له زیاتولو  د ډونالډ ټرمپ  لومړۍ انګیزه  او علت دا  دی چې  دامریکا ولسمشر  د دغه هیواد  دولسمشرۍ  د ۲۰۱۶کال  په انتخاباتی شعارونو کې  له چین سره  په تجارتي اړیکو کې د انډول پر رامینځةکولو ټينګار کړی او  دغه  هیواد ئې  د  امریکا د اقتصادي  مشکلاتو عامل بللی ؤ .  له دې امله  په ۲۰۲۰کال کې  د امریکا د ولسمشرۍ   د انتخاباتو  د وخت په رانزدیکیدو سره  ټرمپ پخپلو انتخاباتي تبلیغاتو کې  یو ځل بیا  دامریکا  د ټولنې د هغې برخې  دملی پالو احساساتو   د لمسولو هڅه کوي، چې  چین  هماغه راز  د امریکا د اقتصادي مشکلاتو اصلی عامل ګڼي .

          دوهم عامل اوانګیزه ئې دا چې  ډونالډټرمپ په داسې حال کې  هڅه کوي، ځان  خپلو  هغو انتخاباتي شعارونو اوکمپاین  ته ژمن وبریښوي،چې  په سیمه ایز اونړیوال سیاسی ډګر کې   ئې هیڅ بریا نه ده درلودلې  . دشمالی کوریا په باب که څه هم  دوه ځله   ئې  دشمالي کوریا له رهبر  کیم جونګ اون سره  په سنګاپور اوویتنام کې لیده کاته وکړل ، خو  عملا ئې داسې کومه نتیجه چې  د امریکا د عمومي افکارو  او سیاسی ټولنو ته  دمنلو وړ وي ، ترلاسه  نه کړائ شوه .

           دونزویلا په باب هم،د پوځي،سیاسی او اقتصادي چارو پشمول  دامریکا له  هر اړخیزو  دباؤنو سره سره،د  ډونالډټرمپ  افراطي اوسرزوري ټيم ،یعني دسپینې مانۍ دملی امنیت سلاکار جان بولټن او خارجه وزیر مائيک پمپئو، درنده ماته وزغمله. ځکه  دا خیال ئې نه کاوۀ،چې چین او روسیه به د ونزویلا د ولسمشر نیکلاس مادورو دحکومت په ملاتړ سره ټرمپ له سختو مشکلاتو او چیلنجونو سره مخامخ کړي . په دغه شان  شرائطو کې  د ټرمپ له خوا  له چین سره  تجارتي جنګ ته لمن  وهل،په بیلابیلو سیمو کې  د ټرمپ پر سیاسی ماتو،د  یو ډول برغولی کیښودل هم ګڼل کیږي .

     پر چین د اقتصادی دباؤنو له زیاتولو د ډونالډټرمپ   دریمه انګیزه  ددغه هیواد  دپوځي او اقتصادي  ودې په کمولو او  له د اخلی بحران سره د دغه هیواد   دښکیلولو لپاره  هڅه ده چې  د باراک اوباما د ولسمشرۍ  له پړاوه پیل شوې . هغه  په مینځني ختیځ کې  دامریکا دپوځي ځواک په کمولو سره  په ختیځي آسیاکې دیره ددغه هیواد پوځي ځواک پیاوړی کړ.خو  ډونالډټرمپ ، له چین سره د مخامخیدا لپاره  د  امریکا دمخکیني حکومت له رودو بیّله  کاري لارې په غوره کولو سره وښودله چې د امریکا د    مخکینینو ولسمشرانو  د بیوقوف ښودلو،ناکاره او فرصت غواړو په بریښولو پسې  دی .  یوه داسې موضوع چې  د ټرمپ له خوا دامریا  په مخکینیو ژمنو او نورو موردونو کې  په ښه ډول لیدل کیدلی شي .

               هغه تجارتي جنګ چې  دامریکا ولسمشر ټرمب له چین سره پيل کړی دی ،  دشناندو په اند، یوه جواري ده چې  چین او ددغه هیواد اقتصادته به هیڅ تاوان ونه رسوي ،بلکې  دامریکا اقتصاد به  هم له زیات تاوانونو سره مخامخ کړي . د چین پشمول ددغه هیواد له شریکانو سره  د امریکا مشکلاتو او نورو مسئلو  حل ته د ټرمپ نیغ په نیغه دنګلو،نه یوازې  حالات لا پیچلي کړي ، بلکې  لمن ئې  نوره هم پراخه کړې ده .

            دامریکا پر کورنیو په تیره بیا دامریکا دټولنې پرکمزورو پرګنو د اضافي لګښتونو تپل ،له چین سره د ټرمپ دتجارتي جنګ  یو بل تاوان دی .  د اقتصادي شناندو په  اند،له چین  څخه پر وارداتي شیانو د امریکا دتجارتي ټيرفونو د لګولو په لومړنۍ مرحلې کې ، د هرې امریکائي کورنۍ  لګښت ، څه دپاسه پنځه سوه  ډالره زیات شو  او د نوو ټيرفونو په زیاتولو سره به دغه  اندازه  اته سوه ډالرو ته ورسیږي . 

           که څه ډ ونالډټرمپ  له چینه  پر وارداتي شیانو  د تجارتي ټيرفونو په زیاتولو خوشال دی،خو تردې دمه ددغې فیصلې د نتیجوبشبړ اړخونه   مشخص نه دي او دا موضوع په امریکا کې اقتصادي ټولنې ډيرې اندیښمنې کوي .

           ډونالډټرمپ  له چینه  پر وارداتي شیانو د ټيرف  دزیاتولو یوه بریا ، دڅه دپاسه سل میلیارډ ډالري عایداتو ترلاسه کول تبلیغوي ، څو   په دې باب د داخلی  اعتراضونو او نیوکو سویه کمه کړي .  داپه  داسې حال کې دي ، چې  دکولمبیا   دپوهنتون  یو استاد  وینسټیّن  له چینه  پر وارداتي شیانو د تجارتي ټيرفونو  دزیاتولو له ځایه   دټرمپ  د اټکلو نو پوره کیداقطعي نشي کیدلی ،ځکه ممکنه ده  دشیانو واردونکي شرکتونه د لالوړو بیّو  په زغملو کې  دبې وسۍ په دلیل ،  له چینه د شیانو  له واردولو ډډه وکړي  او دا  به  په امریکا کې د شیانو د تامینولو په ډيرو زمینو کې  د بدلون په معنا وي .

Image Caption

 

            په امریکا کې د عمومي نظر د جلبولو لپاره  د ټرمپ یوه بله پروپیګنډه،  ددغه هیواد  دخلکو پر ژوند دهغو   اغیزې او  مالیاتي  اصلاحات  دي . داپه داسې حال کې دي،چې  د امریکا د خلکو دخپګان څرګندیدا ،په تیره بیا ددغه هیواد  د جنوب  کروندګرو خپګان  چې زیاتره جمهوری غواړي ګوند ته راي ورکوي ، د مالیاتي اصلاحاتو  بریاوې  هم ضائع کولی شي .

    که څه هم چین امریکا ته د دوه سوه میلیارډ ډالرو په ارزښت په  صادراتي شیانو باندې د تيرفونو دزیاتیدا په غبرګون کې  د غچ اخستونکي اقدام  خبره کړې ده،خو  هماغه راز په سټراټژيک صبر اوزغم سره  له امریکا  سره  موافقې ته هیله مند دی . په دې مینځو میان کې اصلی مشکل، د نړۍ دوهم ستر اقتصادي قدرت په توګه  له چین سره د برابرو خبرواترو لپاره د امریکا د دلچسپۍ  نه ښودل دي .امریکا پر خپلو شیانو په تیره بیا په کرهڼيزو محصولاتو  د چین د  بازارونو لازیاتې پرانستنې غوښتونکي ده ، چې  چین تر دې دمه دا  منلې نه ده او  دامریکا له خوا دټيرف له زیاتولو سره هم مخالف دی . 

          د چین چارواکو  وئيلي دي،ددغه  هیواد اقتصاد ستر سمندر دی او کوم وړوکی جَهیل  نه دی،چې د ټرمپ د ډيرو دباؤنو  له سیاست سره  له مشکل سره مخ شي .په عین حال کې چین  چې  تر ۲۰۱۵کال پورې  په نړیوال قدرت په بدلیدو پسې دی،له امریکا سره دتاؤتریخوالي رامینځةکولو لپاره هیڅ ګروهنه نه لري .خو ټرمپ  دچین په چیلنج کولو سره  هڅه کوي ، ددغه هیواد داقتصادي ودې په درولو سره،په  هغه نړیوال قدرت د چین د بدلیدا خنډ شي،چې دامریکا نړیوال باؤؤ،په جدی توګه له مشکل سره  مخامخ کولی شي.

      په هر حال،دفرانسې پشمول په نړۍ کې ډیری  اقتصادي اوسیاسی ټولنې  په دې اند دي،چې  دامریکا او چین اقتصادي جنګ نه یوازې کوم ګټونکی نه لري ،بلکې  دنړۍ اقتصاد له جدي  چیلنج او بحران سره مخامخ کوي .  د امریکا  دتجارتي دباؤنو په وړاندې د چین دحکومت  دمقاومت دوام ته په پام سره ،  دهغو ورستیدا،به ددغه هیواد اقتصاد هم لازیات له ډیرو تاوانونو  سره مخامخ کړي . پر دې اساس،دا چې ټرمپ مجبور شي ، د چین په وړاندې  دناکامۍ په منلو سره ، د جاپان  په کاواساکي  کې د شل ډلې د سرمشریزې په څنډې کې  د چین له ولسمشر سره  په کتنې کې  یوبل تجارتي اوربند اعلان کړي ،کومه لیرې خبره نه ده .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه