د جاپان په اوزاکا ښار کې د جی شل ډلې سرمشریزه او پکې اختلافات
(last modified Mon, 01 Jul 2019 12:19:32 GMT )
Jul 01, 2019 16:49 Asia/Kabul
  • د جاپان  په اوزاکا ښار کې د جی شل ډلې سرمشریزه او پکې اختلافات

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د جی شل ډلې د سرمشریزې په باب چې د جاپان په اوزاکا ښار کې ترسره شوي،له یوه مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

              د جی شل ډلې  دغړو هیوادونو سرمشریزه   د جاپان  په اوزاکا ښار کې  د جون په ۲۸ او ۲۹ ترسره شوې  ده . د جي شل ډلې دغونډې د جوړیدا آئيډیا، د نړیوالو  اقتصادي مشکلاتو  لپاره د یوې حل لارې  دموندلو په موخې سره  په ۱۹۹۹ کال کې د جرمني په کلُن ښار کې  د اوو صنعتي هیوادونو په ناستې کې  مطرح  او دهغو لومړنۍ غونډه هم په ۲۰۰۸کال کې په واشنګټن کې ترسره شوه.  ددغې غونډې په پایزې اعلامیې کې په بهرني تجارت کې  له هر ډول سیاسی ملاتړونو  لیرې  پر آزاد تجارت ټينګار  شو .

           جی شل ډله  د اقتصادي قدرتونو او له اروپائي هیوادونوسره یو ځاي  له اقتصادي اهمیّته برخمن یو شمیر هیوادونو څخه جوړه ده چې  په  ټول کې د نړۍ د درستو مبادلاتو د ارزښت  تقریبا پنځه اویا فی صده او د اوومو  تولیداتو کابو پنځه اتیا فی صدي برخه په اختیار کې لري . آرژانتین ،جنوبی افریقا،جرمني،آسټریلیا،انډونیشیا،امریکا،ایټالیا،برازیل،انګلستان، ترکیه،چین،روسیه،جاپان،عربستان،فرانسه،کینیډا،جنوری کوریا، میکسیکو، هندوستان او اروپائي اتحادیه  د جي شل ډلې غړي  دي .

       دغړو هیوادونو لوړمالی توانمنۍ او له جغرافیائي پراختیا سره سره  د  جی شل ډلې  کړچار ا او ترکیب، د نړیوالو ټولنو او غړو  له خوا له ډيرو نیوکو سره مخامخ دی .  ددغې ډلې  د ترکیب په باب  د ملایشیا او نیجریه پشمول  ډير هیوادونه  اعتراضونه لری  او په دې اند دي چې  د جی شل ډلې د غړو ټاکل  له دې زیات چې  د توان او اقتصادي پرمختګونو په اساس وي ،  داووصنعتي هیوادونو په تیره بیا د امریکادسیاسی لیدتوګې په اساس  دي او په همدې دلیل  له هماغه  پیله د جی شل ډلې  بې اهمیّت والی  او پر نړیوالو بدلونونو ئې اغیزې  مشخصې  شوې دي .

                 په جی شل ډلې دوهم اعتراض چې  د څه دپاسه پنځوسو غړو هیوادونو له خوا پرې کیږي ،ددغېډلېدموخو او پروګرامونو دپرمختګ په باب امریکا او اروپائي هیوادونو  کړچار او لیدتوګو ته ورګرځي .  د هندوستان ،ترکیې  او انډونیشیا پشمول  دځينو  غړو هیوادونو په اند، د جی شل ډلې  دجوړیدا موخه، پر نړیوال اقتصاد داغیزشیندنې  او دهغو د مشکلاتو د حل لپاره د صنعتي او پراختیائي هیوادونو ګډون دی . خو  په تیرو یو دوو کلونو کې  عملا دغه ډله د ملګروملتو دامنیت شورا د دوو دایمي غړو  یعني  یوه بل په ضد د چین اوامریکاد حساب کتاب  او  دملګرتیاؤ په یوه ځاي بدله شوې ده  او د دوو اړخیزو موضوعګانو په باب  د دوي اختلافاتو  د جی شل ډلې  په غونډو سیوري غوړولی  دی .

           د چین او امریکا او دغه راز د روسیې او جاپان  ترمینځ دشخړو  پشمول د دوو اړخیزو اختلافاتو تر څنګ د امریکا یو اړخیزپالنې ،د آب و هوا دبدلونونو ، کډوالۍ او نړیوال تجارت په سرد غړو هیوادونو اختلافات  لامل شوي دي،څو جی شل ډله  دنړیوال اقتصاد د مشکلاتو اوترینګلتیاؤ د حل او دغړو ترمینځ  د غږملتیا دپیاوړتیا لپاره مرسته ونه کړائ شي . 

Image Caption

 

 د  جی شل ډلې  د انرژۍ او ژواک چاپيریال  د وزیرانو په وروستۍ غونډې کې پخپلې وینا کې د جاپآن دصنائعو  وزیر هیروشیګه سکو په دې خبرې په ټينګار سره وئيلي دي ، ددغې ډلې غړي  د انرژۍ او دآب وهواد  بدلون  په باب سره مختلف نظرونه لري ا و  په دې زمینې کې  د نظر یووالي ته رسیدل کوم آسان کار نه دی . 

            بې شکه د جی شل ډلې  غړي هیوادونه  خپلو جغرافیائي موقعیّتونو ، اقتصادي شرائطو  او حالاتو ته په  پام سره  د شل ډلې  په غنډې کې له شتونه ځيني تمې لري .دجی شل ډلې  دلویدیځي قدرتونو په توګه د جرمني ، ایټالیا اوکینیډا  په ملګرتیا سره اروپائي اتحادیه ،امریکا،فرانسه،انګلستان،په یوې جبهې کې دي او هڅه کوي د نړویال اقتصاد د مشکلاتو په حل کولو کې د پراختیائی هیوادونو په  شریک کولو سره دوي له مسئلو سره داسې لاس اوګریوان کړي،چې  په نهایت کې به د لویدیځي هیوادونو  په ګټه تمام شي .

              دجی شل ډلې  دغونډې په بل پلو کې  آرژانتین ، برازیل ، جنوبی افریقا ، انډونیشیا،هندوستان،میکسیکو او ترکیه تمه لري،د آزاد تجارت په  عنوان سره  دسترو اقتصادي قدرتونو  بازارونو ته په لاس رسي سره  له دوي سره  له ملګرتیا، بیلابیلو ټيکنالوجیو ته د رسیدو په څير دنړیوالو ملګرتیاؤ له امکاناتو برخمن شي .آسټریلیا،جنوبی کوریا او جاپان د جی شل ډلې  دغړو په ټول کې  د امریکا متحدان دي . که څه هم دغه هیوادونه په تیره بیا جاپان د آب و هواد بدلونونو او دژواک چاپيریال سره داړونده مسئلو په باب له ا مریکا سره اختلاف لري ، خو په نهایت کې  په دغې ډلې کې د امریکا په کیمپ او جبهې کې لوبې کوي .

Image Caption

 

           سعودي عربستان   داقتصادي  ودې اوصنعت له بلوه،د جی شل ډلې له نورو غړو  سره په پرتله کې  په ډيرو کمزورو شرائطو کې  دی او زیاتره  عایدات او سرچینې ئې  دتیلو له خرڅلاؤ سره اړونده  دي . پردې اساس،په جی شل ډلې کې د غړیتوب لپاره د عربستان ټاکل کیدا،په بشپړ ډول سیاسی او یوازې د نړیوالو نیوکو په وړاندې له سعودي واکوالانو څخه د ملاتړ لپاره ترسره شوي دي.پردې اساس عربستان هم ددغې ډلې دغونډې یوازې د څوکۍ د ډکولو او دغه راز د امریکا له دریځونوڅخه  ملاتړ لپاره پکې ګډون کوي .خو روسیه او چین  د جی شل ډلې  له نورو اتلسو غړو سره په پرتلې کې لاتوپیرناک موقعیّت او دریځ لري ، چې پر  دوي اغیزشیندلی شي . 

          که څه هم پر چین دامریکا  دباؤنه او ورسره اختلافات کومه نوي موضوع نه ده،او په مشخص ډول په تیرو دوو لسیزو کې د دوي اختلافات ډير زیات شوي دي،البته  له ۲۰۱۷کال څخه  د امریکا د ولسمشر په توګه سپينې ماڼۍ ته د ډونالډټرمپ په رسیدو سره،اختلافات،نه یوازې د بیجینګ اوواشنګټن  ترمینځ د تجارتي جنګ لامل شوي دي،بلکې  د امریکا  له اقتصاد اوصنعت څخه د هغه ملاتړ پال سیاستونه،د نړیوال اقتصاد پر ودې او بدلونونو ئې ډیرې منفي اغیزې شیندلي دي .دغه اختلافات په آراژانتین کې  د جی شل ډلې  د تیر کال په غونډې کې لازیات رابرسیره شول .که څه هم  چې ډونالډټرمپ  او د چین ولسمشر شی چین پینګ  په بئونیس آیرس کې  په یوې دوه اړخیزې ناستې کې د تجارتي  جنګ د سختیدا دمخنیوي او د اووربند  په باب سره موافقه وکړه . 

   سره له دې ، د بئونس آیرس  موافقه  د دواړو خواؤ د اختلافاتو دحل لامل  نه شوه،بلکې  له چینه د وارداتي شیانو باندې د امریکا د ۲۵فی صدي ټیرف په اجرائي کیداسره .د دواړو هیوادونو ترمینځ  تجارتي جنګ سخت شوی دی، او بې له شکه  د جاپان  د اوزاکا ښار پر غونډې دغو اختلافاتو  سیوری غوړولی دی . له دې امله  چین هڅه کړې  د امریکا دملاتړ پالو سیاستونو په ضد  په دغې غونډې کې یوه ډله ایزه اجماع رامینځةکړي ،شي جین پینګ په همداوروستیو کې د امریکا  یو اړخیز پالو سیاستونو باندې په اعتراض کې وئيلی دي ، مونږ باید له خودغرضو ،ړَندو او بندو سیاستونو  لیرې ووسو . مونږ باید د نړیوال تجارت د موسسې مقررات  وساتو، دتجارت له څو اړخیز نظامه ملاتړ وکړو او یو پرانیستی نړیوال اقتصاد رامینځة کړو .

         دې ته په پام سره  چې  اروپائي اتحادیه او د جاپان او جنوبی کوریا  په شان د  امریکا متحدان د ټرمپ  ددغو سیاستونو له امله ډير تاواني شوي دي . چین  هیله مند دی ، د جی شل ډلې  دپروګرامونو او موخو په چوکاټ کې  چې د آزاد تجارت څخه ملاتړ دی،امریکا د آزادتجارت په ضد دسیاست درولو ته مجبوره کړي.که څه هم بیجینګ ښه پوهیږي،چې ددغه شان غږملتیا رامینځةکول  ډیر سخت دي .  البته  روسیه هم د چین په څیر  له امریکا سره په تجارتي جنګ کې مخامخ نه ده،خو ماسکو او بیجینګ دې نتیجې ته رسیدلی دي،چې  په ګډو دریځونو او ملګرتیا سره  د امریکا د یو اړخیز پالو سیاستونو په وړاندې  په یوه ګډ او واحد دریځ سره مقاومت کولی شي .

Image Caption

 

 په هر حال ،د جی شل ډلې  غونډه په داسې حال کې  دجاپان په اوزاکا ښار کې ترسره شوي ، چې امریکاد واشنګټن له سیاستونو  پیروۍ ته د غړو د مجبورولو لپاره  د نړیوالو سمندري  لارو دامنیت او  د انرژۍ  په منتقلولو کې د  ناکراره بحران په څير  موضوعګانې مطرح کړي دي څو  په جی شل ډلې کې د اندیښنې په رامینځةکولو سره  چې  زیاتره د تیلو واردونکي دي،دوي، د سپينې مانۍ له سر زورو سیاستونو څخه پيروۍ ته  اړباسي .په دې باب د ټرمپ  څرګندونې چې دتیلو واردونکي هیوادونه دخپلو تیلی کیشتیو  امنیت پخپله تامین کړي، ښئ چې هغه په فضاجوړونې سره د خپلو سیاستونو  په پرمخ بیولو پسې دی .

           د امریکا د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې  دي ، چې  دفارس خلیج او دعمان سمندر امنیت تل  د ایران داسلامی جمهوریت   دسمندري ځواک له خوا تامین  شوی او  نړیوال بازار ته د تیلو منتقلیدا  له ډيرې واړې ستونزې پرته  ترسره کیږي .پر دې اساس،امریکا،دامنیت په تجارتی سیاست کې د ګډولو لپاره،د امنیت خرابونکي او د انرژۍ د منتقلولو د خطرناک ښودلو  عامله  ده . پر دې سربیره  امریکا،د سیمې په ناکراره بریښولو سره  هڅه کوي  د فارس خلیج د جنوبی څنډې عرب هیوادونه،د شیدو  د غواګانو په څیر د تل لپاره  ولیشي . دامریکا د اقتصادي دباؤنوپه  وړاندې  د چین مقاومت ته په پام سره ، په مشکل سره دا خیال کیدلی شی ، چې ټرمپ توانیدلی وي،د اوزاکاپه غونډې کې  دچین په ضد خپل سیاستونه پر مخ بیولي وي .  په دغې غونډې کې د چین په مقابل  کې د ټرمپ نرمښت چې له خپلې خوا ئې پر چیني شیانو د نوي ټیرف له اعمالولو د واشنګټن په ډډه کولو کې نندارې  ته وړاندې کړ،  دچین په مقابل کې د امریکا لاس تړلو یوه ښکاره نښه  ده. ټرمپ چې د اوزاکا له غونډې مخکې ئې  ګواښ کړی ؤ له چینه به  دامریکا پر ټولو وارداتي شیانو ټیرف ولګوي ،  د اوزاکا  دغونډې په څنډې کې ئې  د چین له ولسمشر شی جین پینګ سره  په کتنې کې  له خپلې فیصلې شاتګ وکړ . 

Image Caption

 

       د جی شل ډلې د سږکال غونډې یو مهم ټکی د چین او د امریکا د یواړخیزو سیاستونو  دمخالفو نورو هیوادونو  وړتیاوې او کلکه اراده  بلل کیدلی شی. په دغې غونډې کې د شل ډلې د تیر کال د غونډې په اپوټه  ډونالډټرمپ   په مختلفو لیدوکاتو کې  هڅه کړې،ځان  د معاملې کونکی او نرمښت وړاندې کونکی وبریښوي ، د مثال په توګه ،ټرمپ  له خپل ترکیه ای  همڅنګ سره په کتنې کې  د ترکیې له خوا د ایس څلور سوه ډوله توغندي ضددفاعی سسټة اخستل  د امریکا د  مخکیني حکومت په غاړه ورواچول  او وې وئیل ، که  داوباما حکومت ترکیې ته  پيټریاټ  ګائيډيډ توغندوي ضددفاعي سسټم ورکړی وائي ،نو انقره  به د دغه شان دفاعي سسټم د اخستو لپاره په روسیې پسې نه تلله د چین له ولسمشر سره دټرمپ په کتنې کې د امریکا د ولسمشر له خوا یرغلیز ادبیات او سخته لهجه ونه لیدل شوه.د امریکا له یو اړخیزو سیاستونو سره په مخالفت کې  د بیلابیلو هیوادونو د اجماع پشمول همدغه شرائط لامل شول څوټرمپ د جی شل ډلې په سږنۍ غونډې کې  په خود کې شي او ددغې ډلې د اجماع  وړ سیاستونو په مقابل کې  له ښکاره خنډ جوړونې ډده وکړي .

        په ټول کې د جی شل ډلې سږنۍ غونډه له دې  پلوه چې  دامریکا په مقابل کې زیاتره غړي هیوادونه  سره غږمله وو او یو نظر ئې درلود،مختلفه غونډه وه .البته واقعیّت دادی چې  د امریکا راتلونکي کال د انتخاباتو لپاره د ټرمپ بیرته راپورته کیدا او په بهرني سیاست کې د هغه د حکومت د بریاؤ نه شتون ته په پام سره ،دشل ډلې په دوه ورځنۍ ناستې کې  د ټرمپ چلند،له دې زیات چې سټراټژيک بدلون  ولري،زیاتره پکې تاکتیکي بدلون ښکارید.په عینحال کې باید له یاده ونه وځي،چې دجی شل ډلې سږنۍغونډه هم د مختلفوموضوعګانو په باب د غړو د مختلفو لیدتوګو په شمول،په بیلابیبلو علتونو،د هماغه د تیروکلونو دغونډو په څير څه خاصه بریا نه ده درلودلې.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه