بې نقابه امریکا
(last modified Tue, 03 Sep 2019 00:40:35 GMT )
Sep 03, 2019 05:10 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د بې نقابه امریکا تر عنوان لاندې د امریکې د تیرې اونۍ د حالاتو د څیړنې اونیز پروګرام

د امریکې د تیرې اونۍ په مهمو پیښو کښې د ښاریزتوب د اصولو او قوانینو په سختولو کښې د ټرمپ اقدام، د امریکې د ولسمشر خلاف د ایشواکونې په هکله د دغه هیواد د پخواني دفاع وزیر خبرداری، په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو د شتون په دوام باندې د ډونلډ ټرمپ ټینګار او په فارس خلیج کښې د سمندري ائتلاف جوړولو ته اشاره کولی شو.

**

د ټرمپ حکومت نیت لري د حکومتي کارکونکو یا د پوځي ځواکونو د هغو اولادونو خلاف د ښاریزتوب قوانین سخت کړي چې له امریکې بهر زیږیدلې دي. د ټرمپ حکومت تیره چارشنبه وویل چې د امریکې د حکومتي کارکونکو یا د پوځ د غړو هغه اولادونه چې له دغه هیواده بهر دنیا ته راغلې دي، نور به نو په خودکاره توګه د امریکايي ښاریزتوب د ترلاسه کولو صلاحیت و نه لري. د هغه نوي قانون له مخې چې د اکتوبر له نهویشتمې نیټې به په رسمي توګه اجرا شي، د هغو ماشومانو مور او پلار چې له هیواده بهر د امریکې په حکومتي ارګانونو یا پوځ کښې فعالیت کوي، باید د خپلو ماشومانو لپاره د امریکايي ښاریزتوب یا نیشنلټۍ د ترلاسه کولو لپاره رسمي بهیر تیر کړي او بچیان به یې نور د تیر په شان په آټومیټیکه توګه امریکايي ښاریزتوب ونه لري. د امریکې د اوسنیو قوانینو له مخې د کومو ماشومانو والدین چې له هیواده بهر د امریکې په پوځ یا حکومتي ارګانونو کښې فعالیت کوي، په خودکار ډول د امریکې ښاریزتوب ترلاسه کوي.

د دغو اصولو په بدلون کښې د ټرمپ د حکومت اقدام د امریکايي تابعیت او ښاریزتوب د ترلاسه کولو د مقرراتو د سختولو په هکله د مهاجرتي سیاست په لړ کښې دی. دې چارې ډیرې نیوکې رابرسیره کړې دي او د سختو غبرګونونو سبب شوې ده چې په کښې د کیلیفورنیا او ماساچوسټ په مشرۍ د امریکې ۲۰ ایالتونو د آګست په ۲۶ نیټه وویل چې د متحده ایالتونو په پولو کښې د بهرنیو کډوالو د ساتلو په مرکزونو کښې د مهاجرو ماشومانو د نیولو په لړ کښې د ټرمپ د حکومت د اقدام خلاف یې یو شکایت برابر کړی دی. د ټرمپ د حکومت د نویو مقرراتو له مخې مهاجرتي چارواکي به اجازه ولري چې د ماشومانو په شمول هغه مهاجرې کورنۍ چې په امریکې کښې د پناهندګۍ په لټه کښې وي، تر نامحدود وخته پورې په سرحدي توقیف خانو کښې وساتي څو په مهاجرتي محکمو کښې یې په درخواست غور وشي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

**         د امریکې د شلو ایالتونو د شکایت له مخې، د نیونې او توقیف دا موده باید له شلو ورځو کمه وي. په دغه شکایت کښې راغلې دي: د ټرمپ د حکومت نوی قانون د کډوالو ماشومانو خوندیتوب او سلامتیا سخته په خطر کښې اچوي. دا قانون د کډوالو د اوږدې مودې له بند سره په مخالفت کښې د محکمو د احکامو څرګنده خلاف ورزي ده.

له دې مخکښې یعنې د آګست په څوارلسمه نیټه هم د امریکې دیارلسو ایالاتو د ټرمپ د حکومت د نویو مهاجرتي قوانینو خلاف یو شکایت برابر کړ. د دغو قوانینو له مخې بې وزلو کډوالو ته د امریکې ویزا نه ورکوله کیږي او دا چاره به متحده ایالتونو ته د قانوني مهاجرت د سخت کمي سبب شي. ځیني کارپوهان باوري دي چې د امریکې د حکومت نوې قوانین دغه هیواد ته په قانوني مهاجرت کښې د نیم په نیمه کمي سبب کیدی شي او د هغو لکونو کسانو دائمي اقامت به هم که چیرې په امریکا کښې د پاتې کیدو لپاره د ضروري عاید په معیارونو پوره ونه خیژي یا د خوراکي موادو، درملو او کور د برابرولو لپاره د حکومتي مرستو ترلاسه کولو ته مجبور شي، په خطر کښې ولویږي. د واشنګټن لوې څارنوال باب فرګوسن په دې هکله وايي: د ټرمپ د حکومت پیغام بیخي څرګند او روښانه دی، که مال او پانګه لرئ نو درته هرکلی وایو او که بې وزله او فقیران یئ نو (نه). دغه قانون د امریکې او مهاجرت خلاف دی او غیرقانوني دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

د امریکې پخواني دفاع وزیر جیمز مټیس تیره پنجشنبه په اټلانټیک نومې امریکايي ویب سایټ کښې د یوې مقالې په خپرولوسره وویل چې د خپل هیواد د اوسني حکومت له پریښودود وروسته د ده چپتیا به د تل لپاره نه وي. مټیس ټینګار وکړ: داسې یو پړاؤ و چې باید غلی پاتې شوی وم خو دا چپتیا به تر ابده نه وي.

مټیس په دې وروستیو اونیو کښې چې د امریکې د دفاع وزارت له پریښودو یې څو میاشتې تیریږي، د ټرمپ د حکومت په هکله ډیر په ډاګه خبرې کړې دي. هغه د ټرمپ د بهرني سیاست د عمل نوښت او نړیوالې لاسوهنې غیررغنده بللې دي. مټیس ویلې وو چې حکومت یې ځکه پریښوده چې ټرمپ د امریکې د انډیوالانو د ډاډ او باور د ساتلو د ضرورت په هکله د ده سپارښتنو ته اهمیت نه و ورکړی. د امریکې پخواني دفاع وزیر په یوه بله مقاله کښې چې تیره چارشنبه په (وال سټریټ جرنل) امریکايي خپرندوې کښې چاپ شوه، لیکلې دي: کله چې زما منسجمې حل لارې او سټراټیجکې په تیره بیا د امریکې د متحدانو د اعتماد د ساتنې په هکله سپارښتنې نه اوریدل کیدې نو بس د استعفا وخت مې رارسیدلی و.

مټیس د امریکې د دفاع وزیر په توګه یوازې د دوو کالو له تیرولو وروسته د تیر ۲۰۱۸ کال د دسمبر په شلمه نیټه د خپلې استعفا لیک، خپله ولسمشر ته ورکړ، او دا له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په هکله د ټرمپ له اعلانه بیخي یوه ورځ وروسته وو. مټیس او ټرمپ د ډیرو مسائلو په هکله په خپلو کښې اختلاف درلود.

*/*/*/*/*/*/*/*

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په انتخاباتي مبارزو کښې او هم سپینې ماڼۍ ته له رسیدو وروسته ژمنه کړې وه چې له شام او افغانستانه به امریکايي پوځیان وباسي. خو تراسه یې د دغې ژمنې خلاف عمل کړی دی. ټرمپ په دې لړ کښې په وروستۍ دریځنیونه کښې وویل چې حتی له طالب ډلې سره د موافقې په بڼه کښې به هم په افغانستان کښې د امریکې شتون ختم نه شي. هغه د تیر زیارت په وځ فاکس نیوز ته په یوه مرکه کښې حتی له طالبانو سره د احتمالي موافقې په صورت کښې هم په افغانستان کښې د امریکې د اطلاعاتي شتون د دوام خبر ورکړ. ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا په افغانستان کښې دیره امریکايي پوځیان به له طالبانو سره له احتمالي موافقې وروسته هم دغه شان په افغانستان کښې پاتې شي؟ وویل: هو، مونږ باید هلته تر څه حده خپل شتون وساتو او دا کار به خامخا وکړو. که څه هم په دغه هیواد کښې به زمونږ د پوځیانو شمیر ډیر کم شي خو مونږ به هلته تل شتون ولرو او دا شتون به زیاتره په لوړه استخباراتي سویه وي.

ټرمپ دا فیصله د هغې مهمې غونډې له ترسره کیدو وروسته وکړه چې د امریکې ولسمشر او د کابینې څو کسانو یې دوه اونۍ مخکښې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د شتون د بهیر په هکله ترسره کړې وه. دا څرګندونې په داسې حال کښې وشوې چې په قطر کښې د امریکې او طالبانو د استازو ترمینځ د خبرواترو نهم پړاؤ روان دی.ټرمپ په دې وروستیو کښې هم د مذاکراتو د بهیر په اپوټه چې د امریکايي پوځیانو وتل یې یو اصلي شرط او بحث دی، ټینګار وکړ چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره هیڅ بیړه او یا مهال ویش نه لري. د ټرمپ دغو څرګندونو په قطر کښې د امریکې او طالبانو د مرکچي ټیمونو ترمینځ کشاله زیاته کړه.

**         د پینټاګان جګ پوړو چارواکو هم ورته کړنلاره غوره کړې او په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو د شتون په دوام یې ټینګار کړی دی. د امریکې د پوځ لوې درستیز جنرال جوزف ډینفرډ د تیرې اونۍ په چارشنبې څرګنده کړه: ترڅو چې په افغانستان کښې تاؤتریخوالي کم نه شي او افغان ځواکونه د حالاتو د کنټرولولو قدرت ونه لري، واشنګټن به د خپلو ځواکونو د کمولو بهیر پيل نه کړي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په هکله د ډونلډ ټرمپ متناقض دریځونه او په دغه هیواد کښې د امریکايي ځواکونو د شتون د دوام په هکله یې وروستۍ دریځ په وړومبۍ مرحله کښې د امریکې د حکومت په بهرنیو اهدافو او اقداماتو کښې د شک بیانونکی دی او په عین حال کښې ښودنه کوي چې په امریکې کښې لاهم په افغانستان کښې د ځواکونو د ساتلو په هکله د ولسمشر او واکمن جوړښت ترمینځ اختلاف شته دی. دم ګړۍ امریکايي ځواکونه لاهم او تر نامعلوم وخته پورې په افغانستان کښې شتون لري چې دا حالت د سپینې ماڼۍ په پریکړو باندې د امریکې د واکمن جوړښت د غلبې نښه ده. په دې منځومان کښې ټرمپ مجبور دی چې د امریکې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کښې د بریا لپاره په بهرني ډګر کښې د یولړ بریاؤ او لاسته راوړنو په ترلاسه کولو ټینګار وکړي چې بې شکه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل به په کښې هم شامل وي.

**         خبري سرچینو تیره چارشنبه وویل چې په فارس خلیج کښې د امریکې سمندري ائتلاف چې ادعايي موخه یې په هرمز اوبلارې او فارس خلیج کښې د سوداګري کشتیو د تګ راتګ د امنیت تامینول اعلان شوې دي، په رسمي ډول کار پیل کړ. د واشنګټن د ډیرو هلوځلو باوجود، بریطانیا، بحرین او آسټریلیا یوازني هیوادونه دي چې په دغه ائتلاف کښې شاملیدو ته یې چمتووالی ښودلی دی. د امریکې دفاع وزیر مارک اسپر د تیرې اونۍ د شورو په ورځ په پینټاګان کښې د خبریالانو په ټول کښې مدعي شو چې په سیمه کښې د امریکې او د هغې د انډیوالانو شتون تراوسه توانیدلی د هغه څه مخه ونیسي چې د هغه په وینا، د ایران لازیات اقدامات دي. هغه هم داشان په دې ادعا سره چې امریکا د سفارتي تعامل او له ایران سره د مسائلو د ډیپلماټیک هواري په تکل کښې ده، د دغه ائتلاف د جوړولو یوه موخه له تهران سره له سفارتي لارې د وتلو مخنیوی وباله. امریکې د روان ۲۰۱۹ کال له جولایۍمیاشتې څخه، څو ورځې پس له هغې چې ایران د امریکې بې پایلټه الوتکه په خپلې خاورې باندې  له تیري وروسته هرمز تنګي ته نزدې نسکوره کړه، د سمندري ائتلاف د جوړولو فیصله وکړه.

د هیوادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو او په یاد ائتلاف کښې یې د شاملیدو لپاره د امریکې له پراخو تبلیغاتو سره سره یوازې درې هیوادونه په هغه کښې شامل شوې دي. د فرانسې او جرمني په شان اروپايي حکومتونو په دغه سمندري ائتلاف کښې د شاملیدو په هکله د امریکې بلنه په ډاګه رد کړې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه