د ډونالډټرمپ سپيره څيره او د امریکا دوه مخی سیاست
(last modified Thu, 03 Oct 2019 12:45:22 GMT )
Oct 03, 2019 17:15 Asia/Kabul
  • د ډونالډټرمپ سپيره څيره او د امریکا دوه مخی سیاست

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ډونالډټرمپ د جنجالي او سپيرې څيرې او دوه موخو سیاستو د لړۍ له ننني شپږ م مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه ننني مطلب کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نوو څرګندونو او ټولنیزو پیغامونوپه تیره بیا د ځانګړي او غوره شخصیت کیدا په باب د هغه د ادعاګانې سره سپړو ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

           دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  سپینې مانۍ ته  له رسیدو وخت راهسې  داسې کومه اونۍ نشته چې  پخپلو ټولنیزو پیغامونو ، څرګندونو ، او فیصلو سره یو شمیر جنجالونه او ترینګلتیاوې رامینځة نه کړي . د ټرمپ  له سیاسی او اخلاقي عُرفه بهر  او د نه اټکل وړ شخصیّت ، چلند او خبرې  لامل شوي چې  هغه د امریکا د ولسمشر په څوکۍ  تل   دخبرونو په سر کې شي .  د ټرمپ په باب  د امریکا د رسندویو  د پام وړ یوه موضوع  په سپینې ماڼۍ کې  د ټرمپ له ټیمه د جلاشوو غړو نظر څرګندونې او په دغو څرګندونو د ډونالډټرمپ غبرګونونه دي.د ټرمپ یوه پخواني سلاکار آنتوني سکاراموچي   د امریکا  له مارکیټ واچ  خپرونې سره  په مرکې کې د ټرمپ په باب پخپل وروستي دریځ کې  وئيلي  دي ، ترمپ درې اویا کلن دی ،  په راتلونکو پنځو  کلونو کې به هغه  اته اویا کلن شي . اوس هم  دامریکاپر  ولسمشر  له هر پلوه  نیوکې  او دهغه په خلاف تبلیغات کیږي . هغه خپلې ذهني توانمنۍ له لاسه ورکوي  او فکر کوم چې ، هغه په داسې شرائطو کې دی ، چې  حالات به یوازې نوره هم ترینګلي او خراب کړي .::ټرمپ هغه یعني سکاراموچي  یو داسې لیوانی بللی چې په کږې وږې لارې روان دی . حال  دا چې  همدغه آنتوني سکاراموچي ئې  سلاکار ؤ .

Image Caption

 

              آنتونی سکاراموچی  له دې مخکې ډونالډټرمپ  یو احمق او سرزوری ګڼلی  او  وئيلي ئې وو،زه فکر کوم  هغه خپل عقل له لاسه ورکړی دی .دهغه ذهني  وړتیاوې  کمې شوي دي . هغه هره ورځ  لازیات بداخلاقه کیږي . هغه   له یوه توکمپرسته هم ډير بدتر دی :: 

 د امریکا ولسمشر ټرمپ  هم د سپينې ماڼۍ  د ارتباطاتو دپخواني مدیر  ددغو څرګندونو په غبرګون کې پخپل ټولنیز پيغام کې  لیکلی دي ،آنتوني سکاراموچي  یو ډير لیوانی او ناپایداره کس دی  چې  دامریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو  له نورو کاندیدانو سره ئې ملګرتیا کوله او له بده مرغه  زما په انتخاباتي ټیم کې شامل شو. ما د ا ډير کم پيژند، کله  چې  تر یولسو ورځو پورې په نالایقتوب سره په سپینې ماڼۍ کې ؤ ،نو خپل حماقت ئې وښود او وویستل شو.

 آنتونیو سکاراموچي تر کلونو پورې د ډونالډټرمپ دوست  ؤ او د ۲۰۱۶کال  په انتخاباتو کې ئې له  هغه په فعال ډول ملاتړ کاوۀ.  یو هغه ټکی  چې  له ټرمپ څخه جلا شوي کسان   ورباندې  ټينګار کوي ،خپلو نزدې کسانو اودوستانو  سره د ټرمپ بې وفائي  ده .د امریکا ولسمشر  خپلو موخو  او غوښتنو ته   د رسیدا په لاره کې  هرچرته چې لازم وویني ، خپل دوستان او نزدې کسان او خپلوان قرباني کوي . په کابو درې کلنې مودې کې چې د ټرمپ د ولسمشرۍ تیریږي ،  په سپینې ماڼۍ کې  او د امریکا په حکومت کې  څه دپاسه څلویښت  لوړپوړي چارواکي،سلاکاران او لوړپوړي مدیران له خپلو څوکیو څنګةشوي  او یا لیرې کړائ شوي دي .

         

Image Caption

 

    یو هغه کس ې  نن سبا د ډونالډټرمپ له ګواښونو  او قهر سره  مخامخ شوی، د رزرؤ فیډرل ادارې  مشر جروم پاؤل دی .د چین په وړاندې د ټرمپ پر  تجارتي سیاستونو او له چینه امریکا ته پر وارداتي شیانو د ټيرفونو په لګولو باندې د امریکا دمشهورواقتصاد پوهانو،د تینک ټينک کارپوهانو، متخصصانو اوسیاسی اومدني چارواکو ډيرې نیوکې کړي دي . جروم پاؤل ،د امریکا پر اقتصادي ودې له چین سره  د تجارتي جنګ په ډيرو منفي اغیزو  اعتراف کړی  او دسود او ګټو  دلازیاتې کمیدو لپاره کوم مشخص  سګنل  نه دی ورکړی . د امریکا  ولسمشر ډ ونالډټرمپ په بې مخینې   او سختې لهجې سره په سختو ټکو کې ، هغه ،  د  امریکا لپاره  له چینه لاستر دښمن بللی دی ! ټرمپ چې  چې  د اوه ډلې په سرمشریزې کې  د  ګډون لپاره د پاریس  په لور له واشنګټنه  د تلو په  حال کې  دخبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول ، ووئيل ،  که پاؤل  وغواړي ،پر فیډرل رزرؤ بانک باندې له مشرۍ  استعفی ورکړي ، نو  هغه به ئې ددغه کار مخه ونه نیسي . ټرمپ  له دې مخکې هم  پخپل ټویټري پیغام کې  لیکلي وو ، تل په شان  فیډرل رزرؤ بانک هیڅ کار نه دی کړی ، هیڅ باؤر نه شي کیدلی، له دې پرته چې  پوه شي اویا پوښتنه وکړي  ، چې  زه د څه  کوم  ، تشې خبرې کوي . مونږ ډير پیاوړی ډالر  او ډير کمزوری مرکزي بانک لرو . لا ستر دښمن د مونږ  څوک دی ،؟ جروم پاؤل(دفیډرل رزرؤ مشر ) یا ( د چین ولسمشر ) شی جین پینګ ؟

             د  ډونالډټرمپ  د ولسمشرۍ  د څه دپاسه  دوه نیمو کلونو تیریدا وروسته د ټرمپ د سیاستونو لازیات اړخونه  په رابرسیره کیدا دي . ټرمپ  په دې مودې کې تل ،  په دومدار ډول ، له چین ،اروپا او میکسیکوڅخه  پر وارداتي شیانوباندې ټيرفونو لګول  او د امریکا له سترو شریکانو سره د امریکا د تجارتی ټيټو هسکو  دبرابرولو په سیاستونو پسې د امریکا د اقتصادي رونټیا د دوام خبره کړې ده  .  د امریکا ولسمشر له چین سره د  تجارت د موضوع په باب  له خبریالانو سره په خبرو کې په داسې حال کې  آسمان ته ئې اشاره کوله ووئيل ، نو چا خو باید دغه کار کړی وائ . زه هماغه غوره شوی کس یم .  چې  چا باید دغه کار کړی وائ . نو زه لګیایم له چین سره مقابله کوم ، زه لګیا یم  په تجارت کې له چین سره  مقابله کوم ، او تاسو خبر ئۍ ؟؟ دغه مقابله  مونږ لګیایوو ګټو ئې .  د آسمان په څیر یوو برلاسه . د اروپائي اتحادئې پشمول دغه ټول  هیوادونه  غواړي ، له مونږه غلا  وکړي . دوي غواړي   دمونږ شتمنۍ  او  امکانات غلا کړي  او له مونږه ناسمه استفاده وکړي .اروپآئي  اتحادیه دوه سوه میلیارډډالره،چین پنځه سوه میلیاډ ډالره.:::   

Image Caption

 

د ټرمپ دغه دریځ  په ډله ایزو رسندیو کې پراخ  انعکاسونه  او ډير لوستونکي  او کتونکي ئې درلودل .په دې ډول  چې  ډونالډټرمپ   له خپلو دریځونو شاتګ وکړ او  دا ئې یوه ټوکه  وبلله .   دامریکا ولسمشر  په دې باب لیکلی دي ، دوه ورځ مخکې او په  هغه وخت کې چې  ماپه آسمان فکر کاوۀ  او په ټوکو سره مې   له چین سره دتجارت  په باب ووئيل  چې زه غوره کړائ شوی  کس یم ،نو متوجه شوم  چې رسندوئې ممکنه ده مدعي شي ، چې  زه مسیح  یم :::  هغه بیا په دوام کې لیکلي دي ،   ما ټوکې کولې  اوپيغور مو ورکاوۀ او دا خبره یوازې د وخت تیري لپاره وه .  کله چې ما ګیرچاپیره  کتل  نو خندل مې  او  ډيرو زیاتو خبریالانو هم له ماسره په یو وخت خندل .

             دخپلو سیاستونو مثبتو اړخونو ته د ټرمپ  په خوشبینه کیدا سره ،د امریکاسیاسی او اقتصادي شخصیتونه  بیلابیل نظرونه لري .واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  په دې زمینې کې په یوه راپور کې لیکلي دي ،د سپينې ماڼۍ  لوړپوړي سلاکاران  دتیرې میاشتې په لومړیو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړیچې ځيني داخلی اټکلونه  ښئ   په راتلونکي کال کې داقتصادي   ودې  تر پام وړ پورې دسستیدا امکان  شته چې که څه هم  د ځوړتیا سبب نه کیږي ، خو په ۲۰۲۰کال کې د بیا ټاکل کیدا لپاره د  هغه لاره سختوي  او په دغې لارې کې به ورته ډيرې ترینګلتیاوې رامینځةکړي .  د واشنګټن پوسټ په راپور کې په دوام کې راغلي دي ، امریکا حکومتي چارواکو دهغو اقداماتو یو لیسټ چې ټرمپ  ئې د اقتصادي ځوړتیا  د مخنیوي لپاره  غوره کولی شي ، برابر کړی دی ، خو  په هغو کې ځيني  د ټرمپ د فیصلو په بدلولو او په فکري بې ثباتۍ باندې شک لري  چې  دغه  دغه پلانونه  اغیزشیندونکي شي .  له سپینې ماڼۍ سره نزدې یوه جمهوری پال  او په کانګرس کې د جمهوری پالو یوه مشر  وئیلي دي ټول غوسه دي .  دا ویره نه ده ، بلکې  اندیښنه اوخپګان دی .

  د ټرمپ د سیاستونو او د امریکا د اقتصادي وضعیّت  په باب د واشنګټن پوسټ راپور ،دهغو مرکو په اساس دی،چې دحکومت  له اوسنیو او پخوانیو څه دپاسه پنځویشتو چارواکو ، قانون جوړونکو او  بهرنیو سلاکارانو سره شوي دي  چې په اګست میاشت کې  له ټرمپ او دهغه له ټیم سره  په  تماس کې وو او له هغو ځينو غوښتل نامې ئې ایشوا نشي .  ځیني هغه اقتصادي دباؤنه چې   حالات دټرمپ لپاره لاپیچلي او ترینګلي کوي ، ظاهرا  د هغه پخپله جوړ کړائ شوي دي ، لکه چې  له چین سره د هغه دتجارتي جنګ  په باب  له موجوده  بې مقصده او بې هدفه جنګ  چې په امریکا کې ئې  د  پانګونې ډيرې برخې درولي دي .ټرمپ په علني توګه په چین او اروپا کې د اقتصادي مشکلاتو  خبرې کوي او حتی تیره اونۍ ئې  وئيلي دي ،  نړۍ  همدااوس  دځوړتیا په حالت کې ده :  خو داسې ښکاري  هغو دباؤنو  دامریکا اقتصادي وده هم سسته کړې ده .جین سپرلینګ چې د بیل کلینټن او باراک اوباما په حکومتونو کې  په مهمو اقتصادي څوکیو ئې کار کړی،وئیلی دی ،  دا یوه ملنډه او ټوګه ده چې  د ټرمپ ګډوډ اوناسنجول شوی اقتصادی کړچار همدااوس احتمالا  په نړۍ کې د اقتصادي خطرې تر ټولومهم عامل دی.

Image Caption

 

           په داسې حال کې چې ټرمپ  دامریکا اوسنی اقتصاد، ددغه هیواد په تاریخ کې په ترټولو ښه وضعیّت کې ګڼي،د هغه ځیني ډيموکراټ سیالانو وئيلي دي ،  د امریکا اقتصاد د ځوړتیاپه لور روان دی .زیاتره اقتصاد پوهان هم باؤري دي،په دغو کې یو توصیف هم په بشپړ ډول سم نه دی او که څه هم د امریکا داقتصاد ځينی برخې په تیره بیا دکار کسب بازار او مصرفي لګښتونههماغه راز پیاوړي دي  او حقوق یا نتخواګانې په زیاتیدا دي ،خو د تجارتي پانګونې وضعیّت ، دفیډرل دبجت د خسارو دوام  او د تاجران واندیښنې  دباؤنه  زیاتوي چې  دسپينې ماڼۍ چارواکي دهغو په توجیه کولو کې هڅه کوي،په دې موخې سره چې د عمومی افکارو د منفي اړخونو او نتیجو مخنیوی وکړي ،خو داسې ښکاري لکه چې نور وخت ترې تیر شوی او د ټرمپ  او دهغه دټیم  راتلونکی ورځ تربلې په تورتمې فضا کې غوټې   وهي .

Image Caption

 

 (سیماب )

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه