داعش په افغانستان کښې (10)
(last modified Sun, 13 Oct 2019 11:33:46 GMT )
Oct 13, 2019 16:03 Asia/Kabul
  • داعش په افغانستان کښې  (10)

عزتمنو او قدرمنو دوستانو په تېرمطلب کښې مو د داعش لپاره د پاکستان جاذبې وڅېړلې او په دې برخه کښې په مرکزي اېشيا باندې په افغانستان کښې د داعش د نفوذ د تاثير څېړنه کوو

مرکزي اېشيا ته د داعش خاص نظر د روسيې، چين او ايران په ګاونډ کښې د دغې سيمې د خاص جغرافيائي موقعيت په وجه دے. مرکزي اېشيا د ختيځ او لويديځ د سيالۍ په فضاء کښې لږترلږه له نولسمې ميلادي پېړۍ نه تراوسه شتون لرلے دے او د هارټ لېنډ او د سترې لوبې مرکز نومونو سره سياسي ادبياتو ته داخل شو. دا خيال کيږي چې دغې سترې لوبې هم هغه شان دوام لرلے دے ، که څه هم يې لوبغاړي بدل رابدل شوي دي. په اوسنيو حالاتو کښې داسې ښکاري چې امريکه او روسيه په مرکزي اېشيا کښې دغې لوبې ته دوام ورکوي.په داسې يو نظر کښې چې لږ تر لږه ورباندې روسان پوره باور لري داعش د ترهه ګرۍ يو داسې ډېر موثره او ډېر خطرناک ترهه ګريز اوزار دے چې له امريکې لوري څخه د روسيې، چين او مرکزي اېشيا هېوادونو په خلاف ترې کار اخېستل کېدې شي.

 

په همدا ډول نظر کښې دي چې افغانستان د مرکزي اېشيا لوري ته د امريکې او د هغې د انډيوالانو د تېرېدو د تګ لارې په توګه معنا پېدا کوي. د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرائي د مشر وړومبي مرستيال محمد محقق د تېرېدو د دغې تګ لارې وضاحت په ډېر ښه ډول کړے دے او د افغانستان تګ هغه لارې او سيمې چې داعش ترهه ګر ځواکونه پرې د تسلط پېدا کولو کوشش کوي څرګندې کړې دي، هغه وائي:

«... داعش غواړي له دوو لارو مرکزي اېشيا ته ننوځي او تاجېکستان،قرقېزستان او د سيمې نورو هغو هېوادونو ته لاسرسائي پېدا کړي چې قفقاز سيمې ته رسيږي. د داعش لپاره د تېرېدو وړومبنۍ تګ لاره له ننګرهار او نورستان ولايتونو څخه تېرېدل او په دوام کښې بدخشان ته رسېدل دي او د تېرېدو دويمه تګلاره هلمند، فراه، غور او فارياب ولايتونه دي. په اوس حال کښې داعش ترهه ګره ډله له همدغو دوو لارو څخه مرکزي اېشيا ته رسېدلې ده.

 

سترګوليدلي حقائق هم د افغانستان له لارې د مرکزي اېشيا په لور د داعش د احتمالي حرکت  لا لارې داسې يوه مطلب اخېستنه تائيدوي.

هغه خبرونه او رپوټونه چې په افغانستان کښې د داعش ترهه ګرو ځواکونو د حرکت په اړه خپريږي له دغو دوو لارو سره نه انکارېدونکې غږملتيا لري چې محمد محقق يې وضاحت کړے دے. په خاصه توګه کله چې د افغانستان د شمال حالات له مرکزي اېشيا سره د هغه د پولو په اوږدو کښې چې داعش پکښې فعال دے په نظر کښې ولروو، ليدل کيږي چې قندوز د نښتو اصلي مرکز دے. دا موضوع د دې ښودنه کوي چې د افغانستان په شمال کښې د قندوز کليدي ولايت د مرکزي اېشيا په هېوادونو کښې د داعش د راتلونکو عملياتو لپاره په نظر کښې نيول شوےدے.

 

داعش په نظر کښې لري چې د افغانستان په شمال کښې د قندوز مهم ولايت  د برخليک ټاکونکو دوو جنګ لپاره په وړومبني ټرانېزېټي پائتخت بدل کړي. د داعش يو جنګ له هغو طالب ځواکونو سره دے چې نه غواړي خپل قوت د داعش په ګټه له لاسه ورکړي او د داعش بل جنګ د کال هغو حکومتي او امنيتي ځواکونو سره دے چې کوشش کوي د دغې ډلې په لاس د قندوز له نيولو مخنيوے وکړي. له مرکزي اېشيا سره د افغانستان د شمال د پوله ايزې سيمې اهميت په دې کښې دے چې د بدخشان غره يز ولايت په دغه سيمه کښې د ترهه ګرو ډلو لپاره يو ترټولو استعداد لرونکې سيمه ده. له دې نه علاوه د افغانستان بدخشان د تاجېکستان او فرغانه دره کښې له بدخشان سره چې له ۱۹۱۲ کال نه پکښې تکفيري وهابيت نفوذ لرلے دے تړاو لري. دغه دره وړومبنۍ هغه سيمه ده چې يو وخت د ازبکستان اسلامي حرکت غوښتل هلته کښې خلافت جوړ کړي.

د فرغانه يو بل خصوصيت چې په مرکزي اېشيا کښې ازبکستان، تاجېکستان او قرقېزستان درې واړه هېوادونه يې په يوې يوې برخې تسلط لري چې يو طرف يې د چين سين کيانګ صوبې ته او ختيځ  طرف تر پاکستان او هندوستان پورې رسيږي. نو ځکه هره ډله چې په فرغانه درې مسلطه شي نو دغو ټولو سيمو ته به لاسرسائي ولري. په اوسنيو حالاتو کښې د مرکزي اېشيا حکومتونه په فرغانه درې باندې پوره فوځي او امنيتي تسلط نه لري او دغه دره کښې له ځان سره متعلق برخو باندې د حاکميت پېدا کولو لپاره د هغوي هلې ځلې څه دومره کاميابې نه وې او نه دي. په عين حال کښې په فرغانه درې باندې واکمن خاص حالات او بې نظمي د مرکزي اېشيا د دريو هېوادونوترمېنځ د لانجو او جګړو د څرګندېدو سبب شوې ده او د هغوي ترمېنځ اختلافاتو ته يې لمن وهلې ده. له دې مخکښې چې فرغانه درې ته د داعش پام وګرځي القاعدې ترهه ګرې ډلې د ازبکو او تاجېکو افراطي ډلو د جذبولو له لارې کوشش کړے ؤ چې د دغې خاصې سټراټيجکې درې له موقعيت څخه ګټه پورته کړي.

 

د داعش ترهه ګرې ډلې د لوړرتبه قوماندانانو په ټول کښې د تاجېکانو او ازبکانو شتون چې د سوريې او عراق په جنګونو کښې شتون لري په خپله د دې حقيقت بيانونکےدے چې داعش د مرکزي اېشيا لپاره اوږدمهاله مقام غوښتونکي پروګرامونه پلان کړي دي. خو دا چې داسې يو نظر يوازې خپله د داعش په اړه دے يو لړ شکونه لري. په دا ډول چې ويلې شوو داعش په مرکزي اېشيا کښې د امريکې له سټراټيجکو اهدافو سره غږملتيا لري. دا چې داعش د مرکزي اېشيا د خلقو په اختيار کښې يو مناسب فرصت ورکړے دے چې د قوماندانۍ په سطح کښې د سوريې او عراق په جنګونو کښې د تجربې زدکړه وکړي يو ناڅاپه چاره نه شي کېدې. په سوريې کښې د داعش مېداني قومانداني له عربو نه زياته د چيچنيانو، ازبکانواو تاجېکانو په اختيار کښې وه.نصرت نظر اف چې د تاجېکستان د کولاب اوسېدونکے ؤ او ابوخالدکولابي لقب يې لرۀ په سوريې کښې د داعش تاجيکي څانګه يې لارښونه کوله. همدارنګ له داعش ترهه ګرې ډلې سره د تاجېکستان د کورنيو چارو د وزارت د خاصو پوليسو د پخواني قوماندان ګلهراد حليم اف يو ځاے کېدل او د سوريې په يو ښار کښې د داعش د قوماندان په توګه د هغه غوره کېدل داسې يوه مطلب اخېستنه تائيدوي.

 

د مرکزي اېشيا له اوسېدونکو نه په تېرېدو سره چې د عراق او سوريې په جنګونو کښې يې د داعش د غړيو او قوماندانانو په توګه يو فعال رول لرلےدے، عجيبه دا ده چې د جنګ اصلي قومانداني د عمر الشيشاني نومې د يو قفقازي چې پلار يې  چيچنائي او مور يې ګرجي وه په غاړه لرله. هغه له دې وروسته چې په سوريې کښې د داعش يو قوماندان ابو عبدالرحمن البداوي الانباري ووژل شول  د داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې د سرغنه ابوبکر البغدادي لخوا د دغې ډلې د اصلي قوماندان په توګه غوره شو. الشيشاني چې يو تندلارې او جنګي تجربه لرونکې ياد شوے دے له دې مخکښې د المهاجرين والانصار نومې غورځنګ چې مخکښې يې له القاعدې ترهه ګرې ډلې سره ملګرتيا کوله غړے ؤ. الشيشاني بالاخره د ۲۰۱۸ کال په جولائۍ کښې د عراق د موصل ښار په جنوب کښې د شرقاط ښار په خواوشا کښې په يوې نښتې کښې وژل شوےدے.

 

په دا ډول ليدل کيږي چې داعش له دوو لارو څخه د مرکزي اېشيا او د هغې په اوږدو کښې د روسيې او قفقاز د مسلمان مېشته سيمو تر دننه پورې پلاننګ کړےدے.  وړومبې د مرکزي اېشيا او قفقاز د اوسيدونکو د خاصو فوځي يونټونو جوړول او د فوځي تجربو حاصلولو لپاره د عراق او سوريې په جنګونو کښې د هغوي ورګډول. دويم په فرغانه دره، د افغانستان په شمال، شمالي قفقاز او د ګرجستان پانکيسي کښې له فعالو ترهه ګرو او تندلارو ډلو او تنظيمونو سره تعلق ټينګول.

که څه هم د مرکزي اېشيا او قفقاز د هغو اوسيدونکو د شمېر په اړه چې د سوريې او عراق په جنګونو کښې يې ګډون کړے دے څه موثقه معلومات نه دي خپارۀ شوي خو يو مسلم ګډ ټکے يې دا دے چې د تاجېکستان، قرقېزستان، ازبکستان، ترکمنستان او چيچنيا اوسيدونکي يا په خاصو ډلو کښې په منظمه توګه او يا په انفرادي توګه د نورو بهرنيو ترهه ګرو تر څنګه د داعش په ګټه چنګېدلي او د امام بخاري جماعت په نامه يوه ډله کښې منظم شوي وو.

 

داسې ښکاري چې افغانستان او پاکستان که څه هم د داعش په نقشو کښې د ادعائي اسلامي خلاف د تش په نامه ستر خراسان د پلان يوه برخه ګڼل کيږي خو وروستے هدف يې د امريکې د سټراټيجۍ په  لاره کښې د روسيې او چين تر دباو لاندې راوستل دي. داعش دغه ظرفيت لري چې د دغې سټراټيجۍ لپاره يوه وسيله وي. په دې بنياد کارپېژاندي په دې باوري دي چې په افغانستان کښې د داعش څرګندېدل د چين، روسيې او ايران له زياتېدونکي قوت سره د مقابلې لپاره د امريکې او صهيونېزم د پلان شويو پروګرامونو په بنياد دي.

----------

 

ټیګونه