دحضرت امام علی (ع)په کلام کې دملت او حکومت متقابل حقوق
(last modified Thu, 24 Oct 2019 13:12:47 GMT )
Oct 24, 2019 17:42 Asia/Kabul
  • دحضرت امام علی (ع)په کلام کې دملت او حکومت متقابل حقوق

انسان دیوه ټولنیز موجود په توګه چې تل دنیکمرغه ژوند او هوساینې غوښتونکی دی ، باید داجتماع دکارونو یوه برخه په غاړه واخلي ، او له نورو انسانانو سره ملګرتیا وکړي . څرګنده ده چې ټولنیز ژوند ځينو مقرراتو ته اړتیا لري څو د انسانانو دندې وټاکي او د اړیکو حدود هم مشخص کړي

 دوستانو   انسان  دیوه ټولنیز موجود په توګه چې  تل  دنیکمرغه ژوند  او هوساینې  غوښتونکی دی ، باید داجتماع دکارونو یوه برخه  په غاړه واخلي ، او  له نورو انسانانو سره ملګرتیا وکړي . څرګنده ده چې  ټولنیز ژوند ځينو مقرراتو ته اړتیا لري څو د انسانانو دندې وټاکي او د اړیکو حدود هم مشخص کړي . دا موضوع دحقوقو دبرابرولو سرچینې ته ګرځي . حقوق،یعني دهغو لازمو اجرائي  قوانینو اوقواعدو ټولګه ،  چې دټولنې د نظام دساتنې او دملتونو او انسانانو داړیکو  دمنظمیدو په خاطر  برابریږي . خو له بده مرغه  دتاریخ په اوږدو کې  دانسان په دغو ټولنیزو حقوقو تیري شوي او دقدرت غواړو  دتیریو او ظلمونو قربانی شوي دي . د شتمنۍ اوقدرت خاوندانو،د خلکو اوځان ترمینځ حق او دندې په یواړخیز ډول  معرفي کولې .دوي خلک  له  ځانونو فرمانبردارۍ  او اطاعت  ته پابنده بلل ،له  دې پرته چې  دهغوي انساني حقوق  رعایت کړي،یا اصولا دهغوي حقوقو ته کوم اهمیّت ورکړي .

په عین حال کې تاریخ د داسې واکوالانو  دشتون شاهد هم دی  چې  د خلکو حقوقو رعایتول اوعدالت  دهغوي دحکومت یوه مهمه دنده شمیرل کیدله .دحضرت امام علی علیه السلام  لنډ اوڅلورکلن حکومت په دې باب یو بې ساری مثال دی .حضرت امام علی علیه السلام ، نه یوازې دملت او  حکومت  متقابلو حقوقوته معتقد ؤ، بلکې  دغه حقوق ئې  له ټولو لوړ او مهم بلل .  دحکومت او دخلکو دحقوقو رابطه ،  متقابله  ده ،ملت یولړ حقوق لري چې حکومت  پر ې هیڅ ډول پلمو سره سترګې نشی پټولی او یا ئې نشي سلبولی .په مقابل  کې ،ملت هم باید ځیني حقوقو او دندي  په بشپړ ډول ترسره کړي او دنورو په حقوقو تیری ونه کړي .که   د غه ملګرتیا تحقق ومومي  ،خلک ،به صالح او نیکمرغه شي او  دیوه لوري د تنګ نظرۍ او تیروتنې په بڼه کې  ټولنه له اختلاف او اړۍګړۍ سره مخامخ کیږي  او ستمګر واکوالان  به پرخلکو واکمن شي . (دا دامام علی علیه السلام  په نهج البلاغه کې د ۲۱۶خطبې یوه برخه ده )

    اسلامی حکومت باید  دملت  ګټې  له کوم توپير پرته په نظر کې ونیسي .  له ملت سره دحکومت قانونی اویوشان چلند ، په هغو حقوقو کې شامل دي  چې امام علی علیه السلام  ورته ډير زیات پابنده دی .  دامام علی په مکتب کې  هیڅوک  پر بل شرافت او  فضیلت نه لري  ،مګر داچې  تقوا او الهي  اطاعت  ولرل شي .  هغه بزرګوار  پخپل حکومتي منشور کې  مالک اشتر  ته د مساوات  د اصل د رعایتولو په سپارښتنې سره هغه  پرخلکو دبرلاسه کونې او له خلاف ورزیو منع کوي  اوفرمائي:، باید خلک  له حقوقو اوقانونه  دبرخمنیدا په  اندازې کې دتاپه نظر کې یو شان وي .:

 دوی  په یوه بل ځاي کې  د مساوات پر رعایتولو ټينګار کوي  چې  حکومت  ته  ځیني نزدې کسان یا خپل خپلوان سفارش کوي  چې ،    دسلام  او اشارې او دنظر  او  لیدتوګې پشمول  خلکو ته پخپلې کتنې کې مساوات رعایت کړې ،څو قدرتمند  او بانفوذه کسان  دتمې او ظلم په مرحلې کې پر تا اغیزې ونه کړي  او کمزوري  ا و بې وسه پرګنه  دتاسو له عدالته نهیلي نه شي . :

******************

خوږومینه والو  داسلامی نظام  یوخورا مهم رکن  د امر باالمعروف او نهی از منکر  فریضه ده .هرمسلمان،دقرآن کریم دروښانه فرمایش په اساس او په لومړی درجې کې  باید  له ځانه پیل وکړي  چې  دا ټکی  دقرآن کریم د مائدې سورې په یو سل پنځم آیت کې  هم  روښانه شوی دی  .   په ورپسې مرحلې کې  خپلې کورنۍ اوخپلوخپلوانو ته توجه وکړي .  او هغوي  له اووره لیرې وساتي ( چې داخبره هم  دتحریم سورې په شپږم آیت کې راغلې ده ).وروسته  دهغې  ټولنې په نسبت چې  پکې ژوند کوي ، بې پامه ونه ووسي .  دغه پام او مسئولانه نظر  څه خاص  مقام او   روتبې سره  اړه نه لري . ځکه  چې داسلامی ټولنې جوړښت  داسې مخروطي ډوله دی چې دهغو په سر کې  مشر او  دیوه بل په وړاندې نور  چارواکي او چاروال مسئولیت لري . که دغه  دوه طرفه مسئولیَت   په ښه توګه ترسره شي ، نو ټولنه تل  په اعتدال او انصاف  کې ژوند کوي . پر دې اساس  هماغه ډول  چې  لوړپوړي چارواکي باید  ترخپل نظر لاندې کسانو پر کارونو څارنه وکړي،خلک هم دنده لري ، دخپلو واکوالانو  پر کارونو او عملونو څارنه وکړي او  دخلاف ورزۍ دلیدو په بڼه کې ،  هغه بزرګوار خبر کاندي .  دوي همداراز  دزړه له کومې له خلکو غوښتل چې  دحکومت  د ودې او ملګرتیا  لپاره دې  په پرله پسې ډول  په ښکاره اویا په پټه خپل نصیحتونه او لارښونې  هغوي ته ورسوي .

  پر واکوالانو دخلکو یوبل حق، دشکایتونو اونیوکو آزادي ده .  عموما واکوالان دکار د زیاتوالی له امله دخلکو  پر مشکلاتو سترګې پټوي . خلک هم داسې ډير مشکلات اوستونزې لري چې له چارواکو سره  د هغوي له مطرح کولو پرته  نه حل کیږي . امام علی علیه السلام  ددغې ستونزې دحل کولو لپاره  دوې حل لارې وړاندې کړي دي .  لومړۍ دا چې  حکومت،هغه کسان چې  د ایمان اواخلاقو پلوه  ډاډمن وي ، وګمارل شي څو  خلکو ته ورشي  او پلټنې وکړي  او د روانو چارو له اړخه  په تیره بیا  له کمښتونو او لټیو او نیمګړتیاؤ ځانونه خبر کاندي ، او بیا ئې  مسئولانو ته ورسوي  .لکه څنګه چې فرمايي :، دخورا نزدې او خپلوخپلوانو په څير لیرې  او ناپيژاندي  مسلمانان  یوشان ونډه لري  او ته دهغو د رعایتولو مسئول ئې . تل دهغوي دمشکلاتو  په فکر کې ووسه  ، اوله هغوي مخ وانه ړوې ،په تیره بیا  دهغو کسانو چارې چې  تاته لاس رسی نه لري ، هغوي چې  د  وړکوالي او لیریوالي له امله  نّه ښکاریږي  او نور ئې څه نه ګڼي .  د دغې ډلې لپاره  له خپلو ډاډمنو کسانو  چې خداي ترس  او مهربان دي خوښ کړه  ، څو  دهغو  په هکله  څيړنې وکړي اودهغوي  مسئلې  ا و غوښتنې  له کمولو او پټولو پرته  تا ته  راپورکړي.:

د وهم  هم ،  په ټاکلي وخت کې ، دعمومی غونډو ترسره کیدل دي ، څو خلک په آسانۍ او  له کومې واسطې پرته خپلې خبرې  د واکوالانو او  یا د حکمرانانو ټولګې ته  ورسوي .  امام بزرګوار  مالک اشتر ته  پخپل لیک کې، چې دمصر  په حکومت  منصوب شوی ؤ ، لیکي .:، دخپل وخت یوه برخه   هغو کسانو ته بیله کړه چې  تاته اړتیا لري ، ته پخپله  دهغوي چارې وسپړه  او  له هغوي سره عمومي غونډې جوړې کړه  او دهغه خداي په وړاندې چې  ته ئې پنځولی ئې ، خاضع او خاکساره ووسه ،خپل عسکر او ساتونکي  دهغوي له لارې لیرې کړه  څو دهغوي ویندوي  په خبرو کې له کوم سټریس  پرته  له تاسره خبرې وکړي  :.

*****************

د تهران دپښتوخپرونې خوږومینه والو  حکومت هم  پرخلکو ځيني حقوق لري چې  باید رعایت شي .  په دندو ترسره کولو کې دملت لټي ، پخپله  د هغوي په تاوان تمامیږي  ځکه چې   حکومت  محدود توان لري . له همدې امله ،  د دندو په ترسره کولو  او دټولنې  د اړتیا ؤ په پوره کولو کې  نیغ په نیغه دخلکو ملګرتیا او یوزړتوب ته  اړتیالري .هره هغه ا ندازه  چې  خلک   د حکومت په نسبت  پخپلو ملګرتیاؤ کې  لټي وکړي ،په هماغه اندازه د دندو  په ترسره  کولو کې د  حکومت توان هم کمیږي .

   په هغو کې یوه دنده  له نظام او حکومت سره  وفاداري ده . خلک باید  په هغه تړون کې چې  له خپل حکومت سره ئې کوي ، وفاداره  ووسي .    په تیرو وختونو کې  اسلامی امت  له خپل رهبر یا حکومت سره بیعت کاوه ، خو  دم ګړۍ  دبیعت په ځاي انتخابات او ټول پوښتنې   دي .  لکه څنګه چې  د دیني حکومت  جوړیدا او  له هغه ملاتړ  او له مخالفانو سره مقابله ، د مسلمانانو دنده ده .له دیني اوقانوني پلوه،خلک  په بیعت او انتخاباتو کې له ګډون وروسته   دخپل تړون خلاف ورزي نشي کولی .  حضرت امام علی علیه السلام فرمائی :،  هماغه خلک ،  له بیعته مخکې آزاد دي  چې بیعت ونه کړي ، خو  له بیعته وروسته ،  دستنیدو حق نه لري .:

=       پر خلکو دحکومت یو بل حق ،  دحکمرانانو لپاره  دملت خیر غوښتل دي .  ټول خلک باید دخپلو خدمت کونکو  خیرغواړي ووسي. او که د هغوی په کار  او دندو کې کوم کمښت او لټي  ولیدل شي ،  نو د زړه له کومې ئې مطرح کړي .  امام  علی علیه السلام  هم  پر خلکو یو خپل حق  هم همدا چاره بللې  او فرمائيلي ئې دي :،  البته  پرتاسو دماحق ،،،،نصحیت ،  او  پرما دتاسو پټ او ښکاره  خیر غوښتنه ده :.

البته  حکمرانان  هم باید دخلکو دخبرو دمنلو  ظرفیَت او جنبه ولري ،څو  دا چاره په آسانۍ سره ترسره شي . که خلک ، خپل واکوالان  خدمت کونکي کسان وګڼي  چې دهغوي دګټو دتامینولو په لاره کې  هڅه کوي ،  په داسې بڼه کې خلک  له هرډول خیر غوښتنې  او رغنده تذکراتو ډډه نه کوي ، او تل  دحاکم نظام او حکومت دبنسټونو  په تثبیتیدا اوپیاوړتیا کې هڅه کوي .  ځکه چې دنظام   مسئولانو ته نصیحت،د ملت یو سیاسی او عبادي  او خورا مهم فرض دی  چې  دپیغمبر اکرم(ص) په فرمایشاتو کې پرې ډير ټينګار شوی  او فرمائيلي ئې دي ،: یوهغه چاره چې  د هرمسلمان پاک وجدان  ئې نه سپموي ، دمسئولانو او حکمرانانو په نسبت  له غرضه لیرې او سوچه  نصحیت دی .:

  پر خلکو د حکومت  حقوق ،  د واکوالانو لپاره  په بیعت او خیرغوښتنې پورې نه  محدودیږي . دوي باید  دحکومت په ټينګیدو او پیاوړتیا کې هم  مثبت رول  ولري .  دحکومت له فیصلو اوفرمانونو پیروي ،  ددغو دندو یوه برخه شمیرل کیږي . لکه څنګه  چې  دامام علی علیه السلام په یوه حدیث کې راغلي  دي :،  البته پر تاسو دما حق دادی چې  هرکله تاسو ته بلنه درکړم ، وئې منئ  او هروخت  حکم درکړم  پيروي ئې وکړئ .:

کله چې  خلکو خپل ټاکلي حکومت اونظام ته رایه ورکړه  څو دهغوي د هوساینې اونیکمرغۍ لپاره هڅه وکړي ،  نو غوره نه ده چې   له هغو سره بیا دهغو دپروګرامونو په اجرا کې ملګرتیا ونه کړي . دنظام ساتل ایجابوي  چې دحکومت ټول پروګرامونه  اجرا شي  اوخلک هم په بشپړ ډول ملګرتیا وکړي .

دمثال په توګه ،  دمالیاتو  دقانون په اجرا کې لټي ، دسیاستونو  په اعمالولو کې دبې وسۍ او دپروګرامونو په اجرا کې د حکومت د کمزورتیا لامل کیږي  . ځکه چې حکومت باید  دحکومت داداره کولو په  ټولو اړخونو کې  ځواکمن وي او دغه ځواکنیدا  له  کافي مالي ملاتړونو سره برابریږي

ټیګونه