امریکا او د کورونا په چورلیزتوب یې د ایران خلاف رواني جنګ
(last modified Tue, 10 Mar 2020 03:20:59 GMT )
Mar 10, 2020 07:50 Asia/Kabul
  • امریکا او د کورونا په چورلیزتوب یې د ایران خلاف رواني جنګ

د ډونلډ ټرمپ حکومت د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کښې له ایټمي موافقې څخه له غیرقانوني وتنې وروسته د ډیرو بې مخینو بندیزونو د لګولو په چوکاټ کښې په ایران باندې د دباؤ لپاره یو هراړخیز جنګ پیل کړی دی.

د ډونلډ ټرمپ حکومت د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کښې له ایټمي موافقې څخه له غیرقانوني وتنې وروسته د ډیرو بې مخینو بندیزونو د لګولو په چوکاټ کښې په ایران باندې د دباؤ لپاره یو هراړخیز جنګ پیل کړی دی. د امریکې یواړخیز بندیزونه د برجام په نوم ایټمي موافقې او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف دي.

واشنګټن په تیرو څو میاشتو کښې له ایران سره په مبادلاتو کښې په درملیزو او خوراکي شرکتونو باندې په ځلونو د ډګر د تنګولو او دې هیواد ته په تیره بیا د زلزلې او سیلاب په شان بحراني حالاتو کښې د انساندوستانه مرستو د راتګ د مخنیوي په وجه له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

د ایران په شمول نړۍ کښې د کورونا وایرس له خپریدو او په کووِډ ۱۹ (Kovid-19)، ناروغۍ باندې د اخته کیدونکو ایرانیانو د شمیر ورځ تر بلې له زیاتیدو وروسته واشنګټن د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د رواني جنګ په چوکاټ کښې تبلیغاتي او سیاسي لیکې تعقیبوي. د امریکې جنجالي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د حکومت جګ پوړي چارواکي ادعا کوي چې واشنګټن د دغې خوریدونکې ناروغۍ د مقابلې لپاره له ایران سره مرسته کول غواړي خو ایران یې نه قبلوي. په دې لړ کښې ټرمپ د ایران له ولس سره د خواخوږۍ نقاب اچولی دی او له کورونا سره د مقابلې لپاره د ایران مرستې ته د چمتووالي مدعي شوی دی. ټرمپ د فرورۍ په نهویشتمه نیټه د امریکې د محافظه کارانو د ګوند د سیاسي اقدام په کلیزه غونډه کښې په خپله وینا کښې وویل: مونږ له کورونا وایرس سره په مبارزه کښې د ایران مرسته کولی شو، بس دومره ضرورت دی چې د تهران چارواکي له مونږ څخه غوښتنه وکړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

ټرمپ چې د ایران د مقاوم ولس په وړاندې یې جنایتکارانه کړچار څرګند دی له کورونا ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د ایرانیانو مرستې ته د چمتووالي ادعا یې کړې ده. هغه ادعا چې یوازې د ټرمپ له حکومته د یو انسان دوستانه انځور د وړاندې کولو په لړ کښې او له حقیقته بیخي خالي ده. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني په وینا، د بندیز او لوظ ماتونې وایرس، نړیوال امنیت له کورونا زیات ګواښي. د ایران مرستې ته د چمتووالي لپاره د امریکې ادعا یوازې د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې د دغه هیواد په قانوني ژمنو باندې په عملي سره د ازمیښت وړ ده.

د امریکې ولسمشر په داسې حال کښې له کورونا سره په مقابله کښې د ایران مرستې ته د چمتووالي مدعي شوی چې د امریکې هراړخیز او ظالمانه بندیزونه، تر دباؤ لاندې د ایران د خلکو د راتلو سبب شوې دي. د امیکې د ماساچوسټ ایالت سنیټرې الیزابت وارن اعتراف وکړ چې د ایران خلاف د واشنګټن بندیزونه د ناروغانو تر دباؤ لاندې د راتلو او هم له کورونا وایرس سره د مبارزې تر شعاع لاندې راتلو سبب شوې دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو هم له کورونا وایرس سره په مقابله کښې د مرستې لپاهر ایران ته د دغه هیواد د وړاندیز او د اطلاعاتو د تبادلې خبر ورکړ او ویې ویل چې د تهران چارواکو دې وړاندیز ته د شک په سترګه کټلې دي او هرکلی یې ترې نه دی کړی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسي د فرورۍ په اتویشتمه نیټّ د امریکې وړاندیز (ملنډې) وبللې. موسوي د کورونا وایرس د خوریدو د مخنیوي په لړ کښې د مرستې لپاره د امریکې وړاندیز یوه ادعا او پراخ تبلیغات او له ریا ډک حرکت وباله چې د هغه په وینا په سیاسي اغراضو سره او د نړۍ د عامه افکارو د غولولو په موخه ترسره شوی دی. دا په داسې حال کښې دي چې د امریکې له دباؤنو سره سره ایران د خپلو درملیزو او روغتیايي اړتیاؤ د پوره کولو او هم له کورونا وایرس سره د مقابلې لپاره له ډیرو هیوادونو سره په اړیکه کښې دی او توانیدلی چې تراوسه د هیواد د اړتیا وړ ضرورتونو د پام وړ برخه برابره کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*

واشنګټن په تیر یو کال کښې د ایران خلاف د دباؤنو د بې مخینې زیاتوالي په لړ کښې حتی په دغو بندیزونو کښې د انساني اړخونو د خیال ساتنې په هکله خپلې تیرې ظاهري ادعاوې څنګته کړې دي او د خوراکي موادو او درملیزو شیانو د تامین په لړ کښې د محدودیت په رامینځته کولو سره په ډاګه د ایران په خلکو باندې د دباؤ په زیاتولو ټینګار کوي. د ټرمپ حکومت حتی په ایران کښې د کووډ۱۹ ناروغۍ له خپریدو وروسته به خپلو اروپايي انډیوالانو باندې د دباؤ په اچولو سره له دغې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره ضروري شیانو ته د ایران د لاسرسۍ مخه نیولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د مارچ په اوومه نیټه په خپل یو ټویټ کښې ولیکل: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کینې او له کورونا وایرس سره د جنګیدو لپاره د ایران د اړتیا وړ سرچینو د وچولو په موخه د غیرقانوني بندیزونو په سختولو لګیا دی. ښاغلي ظریف زیاته کړه: نړۍ نوره نه شي کولې په داسې حال کښې چې د امریکې اقتصادي ترهګرۍ، د ایران د ولس خلاف د هغې له طبي ترهګرۍ سره غوټه خوړلې ده، غلې پاتې شي.

په حقیقت کښې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو یو څرګند انساني ضده اړخ له کورونا سره د مبارزې لپاره مهمو او حساسو درملو او شیانو ته د ایرانیانو د لاسرسۍ د مخنیوي په موخه د عمدي محدودیتونو رامینځته کول دي. د ایران خلاف د طبي تجهیزاتو او درملو د بایکاټ په لړ کښې د امریکې اقدام د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ مصداق دی چې اوس د کورونو خوریدو او طبي تجهیزاتو او درملو ته د ایران د لاسرسۍ په لاره کښې واشنګټن خنډ اچونې ته په پام سره په حقیقت کښې د (طبي ترهګرۍ) مفهوم دی. د امام خمیني د فرمان د اجرايي کمیټې مشر محمد مخبر د مارچ په څلورمه نیټه وویل: روغتیايي وسایلو او جراثیم وژونکو یا ضد عفوني کونکو موادو ته د ایران ضرورت ته په پام سره مو بې له ځنډه د دغو موادو د واردولو لپاره ضروري اقدامات ترسره کړل خو په خواشینۍ سره ځینو خبیثو اروپايي هیوادونو ایران ته د هغې جوپې د انتقال مخه ونیوله چې موافقه یې هم شوې وه په داسې حال کښې چې هیڅ تړون هم دا ډول له بل انسان سره د مرستې مخه نه نیسي.

*/*/*/*/*/*

په ایران کښې د کورونا د خوریدو په مسئله کښې د ټرمپ د حکومت انساني ضده کړچار او په دې لړ کښې تهران ته د مرسته رسیدنې مخنیوي حتی په امریکا کښې دننه هم انعکاس لرلی دی. انټرسپټ امریکايي ویب سایټ د مارچ په شپږمه نیټه یو رپورټ کښې ایشوا کړه چې د یوآني UANI په نوم د ایټمي ایران خلاف اتحاد د فشار ډله چې د ټرمپ له حکومت سره نزدې اړیکې لري، د درملو او طبي تجهیزاتو په جوړونکو امریکايي شرکتونو باندې په دباؤ سره په ایران باندې د درملو د خرڅون د مخنیوي په لټه کښې ده. د (یوآني) ایراني ضده هلې ځلې هغه هم د کورونا وایرس خپریدو ته په پام سره، د امریکې له بندیزونو هم زیاتې شوې دي او دغه ډله حتی په هغو شرکتونو هم دباؤ اچوي چې د امریکې د خزانې وزارت له قوانینو سره سم له ایران سره د طبي شیانو تجارت کوي.

د بندیز د قوانینو یو ماهر وکیل ټایلر کولیس Tyler Cullis باوري دی چې د امریکې بندیزونو د ایران له خوا د طبي تجهیزاتو د وارداتو په امکان باندې اوږدمهاله اغیزه لرلې ده. کولیس هغو ډلو ته په اشارې سره چې د امریکې د خزانې وزارت لپاره معلومات راغونډوي، ټینګار وکړ: دغو ډلو کوشش کړی چې د طبي او خوراکي شیانو په شمول له ایران سره روا او قانوني تجارت د شرکتونو لپاره د کریډیټ له نظره ګران او لګښت لرونکی کړي.

*/*/*/*/*/*/*

د دغې ډلې غیرانساني ایراني ضده هلې ځلې په داسې حال کښې دي چې حتی د ټرمپ حکومت هم لږترلږه په خوله د ایران د ولس خلاف له لګیدلو بندیزونو څخه د درملو او طبي تجهیزاتو د مستثنی والي مدعي دی.

په ۲۰۱۶ کال کښې د امریکې د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندید او د شین ګوند غړي جِل سټین Jill Stein په یو ټویټ کښې وویل: د ایران خلاف د امریکې بندیزونو نه یوازې له ټرمپ سره مرسته وکړه چې ایټمي موافقه له مینځه یوسي بلکې په ایران او ورپسې په ټوله دنیا کښې د کورونا وایرس د خپریدو سبب شول. خو د امریکې له بندیزونو سره سره ایران له کورونا ناروغۍ سره په مبارزه کښې ښه پرمختګونه لرلې دي او ځايي طبي پوهې په ایران کښې د کورونا د ناروغانو په ښه کیدو کښې مرسته کړې ده او دا هغه کار دی چې د روغتیا نړیوال سازمان پرې هم داده شوی دی. په ایران کښې د د روغتیا د نړیوال سازمان استازي کریسټوف هامِلمین Christoph Hamelmann د مارچ په اوومه نیټه په کورونا وایرس ککړو ناروغانو ته د ایران له طبي خدماتو په کتنه کښې د خپلې ارزونې په هکله وویل: په دې وروستیو ورځو کښې مې د ایران د مختلفو سیمو په روغتونونو کښې ډیر د پام وړ پرمختګ لیدلی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ټرمپ د حکومت د ایراني ضده رواني او سیاسي جنګ یو بل اړخ د کووډ-۱۹ ناروغۍ سره په مبارزه کښې د نظام د نه کارنده توب او د چارواکو له خوا د صحیح احصائیو د نه وړاندې کولو په ادعا سره بڼه نیسي. په دې لړ کښې امریکايي فارسي ژبو رسنیو په تیره بیا رادیو فردا، صدای آمریکا او هم بي بي سي فارسي له کورونا سره د موثرې مبارزې په هکله د ایرانیانو او جمهوري اسلامي نظام ترمینځ د بې باورۍ رامینځته کولو او په دغه وایرس د ککړو کسانو په هکله د دروغو خبرونو په خپرولو سره د ایران په خلکو کښې د اندیښنې او سټریس اچولو او هم د حکومت او نظام په مختلفو برخو کښې له دغې ناروغۍ سره په مبارزه کښې د ګډوډي او له ټولو مهم په کورونا ناروغۍ د ککړو او له امله یې د وژل شویو کسانو د حقیقي شمیر د نه اعلانیدو په هکله یو پلان شوی او غږمله تبلیغاتي جنګ پیل کړی دی.

البته نور چینلونه په تیره بیا په سعودي رژيم پورې پیئلې ایران انټرنیشنل چینل هم په دې لړ کښې له دغو امریکايي او برطانوي چینلونو سره پوره ملګرتیا کوي.

*/*/*/*/*/

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل دروغ ویلو د عادت په چوکاټ کښې په امریکې کښې په کووډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو او له امله یې د مړو د شمیر په هکله په ځلونو دروغ ویلې دي او حتی امریکايي چارواکي یې په دې لړ کښې د معلوماتو له وړاندې کولو منع کړې دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د روغتیا نړیوال سازمان په ایران کښې په دغې ناروغۍ د ککړو کسانو او له امله یې د وفات شویو کسانو د شمیر په هکله د تهران له خوا وړاندې شوې شمیرنې صحیح بللې دي. د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي منشي ټِدروس آدانوم د مارچ په دویمه نیټه سي، این، بي، سي خبري چینل ته په مرکه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د څو خاصو رسنیو د رپورټونو له مخې د هیوادونو له خوا وړاندې شوې احصائیې تر پوښتنې لاندې نه شو راوستی، وویل چې د روغتیا د نړیوال سازمان کاروپوهانو تراوسه په ایران کښې د کورونا د خپریدو او تلفاتو په هکله د دغه هیواد په احصائيو کښې کومه خاصه ستونزه یې نه ده لیدلې.

په عین حال کښې دا خبره هم هیرول نه دي پکار چې د ټرمپ حکومت په خپلو کښې د اقتصادي ترهګرۍ او طبي ترهګرۍ په غوټه کولو سره د ایراني ولس خلاف یو بشریت ضده جنایت کړی دی او په دې حالاتو کښې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقوقو له ارګونونو او ټولنې هیله کیږي چې د ایران د خلکو خلاف د امریکې د انساني ضده سیاستونو او اقداماتو په وړاندې مناسب غبرګون وښايي او د هغو په غندلو سره د ایران د ولس خلاف په خپلو روانو سیاستونو کښې د بدلون لپاره په واشنګټن باندې دباؤ واچوي.

*/*/*/*/*/*/

Translated by: A, Majid Durrani

 

ټیګونه