د کرونائي ګواښ د عبادت په فرصت بدلول
(last modified Mon, 27 Apr 2020 10:48:17 GMT )
Apr 27, 2020 15:18 Asia/Kabul
  •  د کرونائي ګواښ د عبادت په فرصت بدلول

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې ؛روژه دخداي میلمستیه؛ نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .په نننی مطلب کې د عبادت په فرصت د کرونائي ګواښ د بدلولو په اړه درسره غږیږو،نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

             د اسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي فرمائي ؛ د روژې دمبارکې میاشتې په عمومی دستورو  او غونډو  د نه ترسره کیدا په  پړاؤ کې  په تنهائۍ کې له عبادت،خشوع او خضوع څخه  غفلت ونه شي :مونږ پخپلو کورونو او کوټو کې،په تنهائۍ کې دخپلې  کورنۍ او خپلو بچیانو په مینځ کې  همدا معنا،همدا توجه ، همدا خشوع او خضوع  رامینځةکولی شو .

              دوستانو  یوځل بیا د روژې دمبارکې میاشتې،یعني د رحمت،برکت ، مغفرت،معنویّت  او دخداي میاشت رارسیدلې ده  او شپې ورځې ئې سبا کوو،داسې میاشت چې  هرکال  ئې مسلمانان  په تمه وي  څو  ددې له روحانیّت او صفا څخه استفاده و کړي  او  له هرڅه زیات ځان  له بخښونکي او مهربان خداي سره نزدې کړي  .   ددغې خوږې او لويې  میاشتې په برکت سره ، د  الهي رحمت  روح بخښونکي  وږمه څپې وهي څو ، د ګناهانو  دوړې ووینځي  او د هغې رحمتونه پراخ  او خوارۀ وارۀ کړي  . خو سږ کال  دتیرو کلونو په نسبت   مو په  مختلفو شرائطو کې، د روژې دمبارکې میاشتې هرکلی  کړی دی .د کرونا خطرناک ویروس د نړۍ درست هیوادونه  راګیر کړي دي  او  په میلیونونو خلک پرې ککړ شوي  او  له بده مرغه څه دپاسه دوه لکه کسانو  هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .ددغه بیړنی حالت لامل شوی څو حکومتونه  ددغې خوریدونکي ناروغۍ او وژونکي ویروس د کنټرولولو او د پراخیدو ئې د مخنیوي لپاره  یولړ مقررات وضع کوي چې په  هغو یو تر ټولو مهم،  د غونډو او دستورو د جوړیدا مخنیوی دی.په دې توګه،جوماتونه،امامباړې، زیارتونه او نورو مذهبی  مرکزونه،په موقتي توګه بند شوي د،په داسې حال کې چې  دغه سپيڅلی ځایونه تل  د روژې په مبارکې میاشتې کې له ډیرو رڼاګانو او د خلکو له غونډيدو برخمن  او د روژتي مومنانو  کوربه وو .دوي په جوماتونو کې،په ډله ایزه توګه د قرآ ن  تلاؤت  کاوۀ،مذهبی او روحاني ویناؤ ته به ئې غوږ کیښودۀ او  د دعاګانو او مناجاتو په  دستورو کې به ئې ګډون درلود،پر دینی غونډو واکمن معنویّت،په تیره بیا د روژې په معنوي او نوراني میاشت کې،د دینی خویندو او وروڼو ترڅنګ ،له خداوندمتعال سره د تقرب او د روحی لوړتیا عوامل دي . په همدې دلیل  په اسلام کې  د جمې  او جمعې لمانځه او د حج   او د ودي په څير  دیني او مذهبی  دستورو کې پر ګډون ټينګار شوی دی .   

Image Caption

 

            په هرحال،سږکال ډيری مسلمانان د روژې دمبارکې میاشتې په دله ایزو دستورو او پروګرامونو کې  له ګډونه محروم دي  او د متخصصو ډاکټرانو په سپارستنو سره،هڅه کوي،د کرونا ویروس دخوریدا دمخنیوي لپاره،زیاتره وخت په کورونو کې پاتې شي .اوس دا پوښتنه مطرح  کیږي،چې آیا ددغې رحمت او مغفرت میاشتې په بیلابیلو معنوي او له صفا ډکو دستورو کې  دمومنانو  نه ګډون ،لامل کیږي،چې  دوي د تیر وخت په شان،پخپلو زړونو کې  نورانیّت او ایمان زیات کړئ شي ؟

  ددغې پوښتنې ځواب روښانه دی،ځکه په روژې مبارکې میاشتې کې ددغو درستو برکتونو او فضیلتونو شتون،د خداوندمتعال  له غوښتنې او تدبیر پرته بلڅه نه دي. هغهاراده کړې ده ،چې  د روژې مبارکه میاشت د کال تر ټولو غوره میاشت ده  او ددې بختورې میاشتې د روازې  لاپرانیستل شوي  او د خپلو بندګانو دعا ئې  قبولیّت تهلا نزدې کړي دي .په دې اساس و  په دغې مبارکې میاشتې کې ،تل د هغو کسانو لپاره چې  دخپل پروردګار د رضا په جلبولو او په رحمت او مغفرت پسې دي ،پرانیستي دياو دا دسترخوان دروژې دمبارکې میاشتې تر پاي پورېله معنویّت اوبرکته ډک دی . په دغې پاکې میاشتې کې  دخداي دغه رحمت،تل او د اوسني کرونائي بحران پشمول  په هرډول شرائطو کې،چې ددیني غونډو د جوړیدا خنډ شوی،په بندګانو نازلیږي .لکه څنګه چې په تیر وخت کې هم  د ناروغیو، جنګونو ،طبیعي پيښو،له دین سره د واکمنانو د مخامخیدا په دلیل په بیلابیلو پيښو کې ، جوماتونه او نورو عبادي مرکزونه تر یوې مودې پورې تړل شوي وو،خو خداوندمتعال  تل د مسلمانانو په زړونو کې ځاي لري او  د روژې په مبارکې میاشتې کې  له بل هروخته زیات ،  دمومنانو په روحي لوړتیا کې او د ژوند په درستو اړخونو کې  د هغه وجود په ښه ډول احساسیږي . 

                           په عین حال کې،د روژې په مبارکې میاشتې کې  له موهبتونو لازیاتې استفادې سره په مرستې کې  ددیني پروګرامونو په رول سترګې نشي پټيدلی.  داسې غونډې او دستورې چې  په دغې مبارکې میاشتې کې ورځيني محرومه یوو .  اوس د جومات  او زیارت په څير  په سپيڅلي ځاي کې د یوه بل تر څنګ  دعبادت کولو  ارزښت  دتیر وخت په نسبت لازیات  درک کوو .خو دا ناخوښ  وضعیّت چې  دکروناویروس خوریدا  د مونږ لپاره رامینځةکړی دی،له دغې مبارکې میاشتې څخه دلازیاتې استفادې لپاره  په یوه فرصت بدلولی شو .حکومتونو د متخصصو  ډاکټرانو د سپارښتنو په اساس  یو لړ تدبیرونه  سنجولي دي څو خلک  لازیات په کورونو کې کيښني او له کوره په بهر کې د دوي شتون  لازیات کم شي .دغه شرائط په دې معنا دي ، چې  سږکال د روژې په مبارکې میاشتې کې   د فراغت  لا زیات وخت  په کور کې تیر کړو او  په دغه وخت کې لازیات وخت عبادت ته ورکولی شو . که په تیرو کلونو کې  له کوره په بهر کې د لازیاتو کارونو او یا د ځينو نورو چارو  په دلیل مو په کور کې  له خداي سره د مناجاتو او عبادت  وخت نه درلود، او  حتی په مذهبی غونډواو دستورو کې  مو ګډون نه درلود، اوس دا فرصت ترلاسه شوی دی .  په هغو ساعتونو کې  چې  په کورکېموجود  یوو ، په پلانونې او له وخت څخه  په مناسبې استفادې سره ،  د قرآن د  لوستلو ، دعا ، لمانځه  او له پاک پروردګار سره د راز  او نیاز په څير  خپل عبادي پروګرامونه  په لاښه پام او توجه سره ترسره کولی شو، څو  په دیني غونډو کې   د شتون له نعمته  نه برخمنیدا جبران  شي .  اصولا دې ټکي ته  توجه  مهمه ده چې  په تیره بیا د  روژې په مبارکې میاشتې کې د مستحبو لمانځونو او له خداي سره د راز او نیاز په څير ځیني عبادتونه  ، باید په  زړۀ سره او په خلوت کې  لازیات ترسره شي ،  البته سږکال باید  په کرونا ویروس د ککړو ناروغانو دښه کیدو  لپاره دعاګانې هم هیرې نه شي . بل مهم ټکی  دا چې  که  ځيني عبادتونه  د  کورنۍ له نورو غړو سره یو ځای ترسره شي،نو آغیزې به ئې لا زیاتې او ښې وي  او دبچیانو پر دیني روزنې  او د کورنۍ د پيوندونو  په پياوړتیا  کې لازیات رول لوبولی شي .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید  علی خامنه اي  هم په دې زمینې کې روښانه کړې ده،د روژې دمبارکې میاشتې د عمومي غونډو په نه شتون کې،په تنهائۍکې له عبادت او خضوع او خشوع څخه غفلت ونشي،مونږ پخپلو کورونو او پخپلو کوټوکې په خلوت اویوازې توګه،  دکورنۍ او بچیانو په مینځ کې،همدغه معنا، همدغه توجه ، همدغه خشوع او خضوع رامینځة کړو ::رهبر

Image Caption

 

            له بل پلوه  په دې ټکي پوهیدا ډير اهمیّت لري،چې که څه هم د جومات تر ټولو مهم کړچار،لمونځ او دنورو عبادي عملونو ترسره کیدا ده،خو دغه سپيڅلی ځاي،دداسې ډيرو ډول ډول چارو دترسره کیدا مرکز دی ، چې  یو ډول  له الهي تعلیماتو سره  ارتباط لري .یو هغه مهم کار چې په جوماتونو کې ترسره  کیږي ،د اړمنو کسانو لپاره  د مرستو غونډول دي .په تیره بیا په روژې مبارکې میاشتې کې،دغه  خداي غواړی کار زیاتیږي او مومنان هم  په دې نیکې هیلې سره چې  چې خداوندمتعال  په دغې برکتناکې میاشتې کې د خپلو برکتونو او مهربانیو دسترخوان غوړولی دی ، له اړمنو سره د احسان او مرستې  دسترخوان غوړوي . خو په روژې مبارکې میاشتې کې لازیات خلک  د کرونائي بحران  له امله دکړاؤنو او محدودیتونو  په دلیل، په بد مالی او اقتصادي وضعيّت کې  دي،لازمه ده څو له دوي سره دخلکو مرستې هم زیاتې شي . که  دې ټکي ته توجه وکړو ، چې په اسلام  کې  شتمنۍ او مال او دولت ، د الهي امتحان لپاره  ذکر شوي څو  د دینا له مال سره د زړه  د تړلو اندازه  مشخصه شي ،پوهیږو چې د پروردګارپه دغه  یوه مهم امتحان کې  د بریالیتوب یو روښانه  مثال او بیلګه ،  له اړمنو سره مرسته او دمال بخښل او د قربانۍ وړاندې کول دي .البته  د مسلمانو وروڼو مالی تامیندا، له دې زیات چې  د هغوي لپاره ګټه ولري ، د مرسته کونکو لپاره  هم ثواب او خیر هم لري، ځکه  په دغې برکتناکې میاشتې کې  د انفاق جایزه  او انعام  د نورو میاشتو په نسبت ډير زیات اهمیّت لري .

 د اسلام ګران پیغمبر (ص)فرمائي ؛ هرڅوک  د روژې په مبارکې میاشتې کې صدقه ورکړي ،خداوندمتعال  هغه بخښي .همدرااز په دغې مهربانې میاشتې کېروژتي ته دروژماتي ورکولو هم ډيره زیاته سپارښتنه شوې ده او ثواب ئې د روژتي تر اندازه  بلل شوی دی .پر دې اساس د کرونائي بحران له امله  په اوسنیو ترینګلو شرائطو کې،له اړمنو سره مرسته او انفاق،ډیر زیات  اهمیّت لري .حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي څه موده مخکې پخپلې یوې وینا کې،د کرونا ویروس دخوریدا د نتیجو  په دلیل د خلکو مشکلاتو ته په اشارې سرهفرمائيلي دي ؛ د روژې مبارکه میاشت د قربانۍ اوسرښيندنې میاشت ده ،  له اړمنو سره دمرستې میاشت ده ، څومره غوره ده چې  په هیوادکې  پراخ غورځنګ او مانوره رامینځة شي،له اړمنو او بې وځلو سره د مومنانه مرستو او یوزړتوباو مهربانۍ لپاره،که دغه پيښه رامینځةشي،نو له سږ کال څخه به په ذهنونو کې دخوشالۍ څومره ښه خاطره پاتې شي .  له هغه وخته  له اړمنو سره د ولسی مرستو لپاره پراخ بسیجي خوځښت پيل شوی او تمه کیږي،په دغې برکتناکې میاشتې کې د خداي مومن او صالح بندګان د تیرو کلونو په نسبتلازیات او په پراخ ډول  له خپلو اړمنو وروڼو او خوئيندو سره  د قربانۍ ،مهربانۍ  او مرستو ځلا وې  نندارې ته وړاندې کړي .کرونا

Image Caption
Image Caption

 

Image Caption

 

                 دوستانو سږکال د روژې مبارکه میاشت،د مسلمانانو لپاره یوه بله آزموینه او امتحان  لري.د اسلام د احکامو او تعلیماتو په اساس،هغه کسان چې د هغوي د سلامتیا لپاره روژه ساتل تاوان لري،کولی شي ،روژه ونه لري .د روان کال په رمضان میاشت کې ځيني کسان په دې تصور سره چېروژه ساتل په کرونا ویروس دککړتیا  زمینه جوړونکي ده،ځان د دغه سترعبادت له ثواب او انعامه محرومه کوي،په داسې حال کې چې د ایران دطبي علومو د اکاډمۍ مشر ډاکټرعلیرضا مرندي،په بیلابیلو زمینوکې د متخصصو ډاکټرانو د نظر له آوریدو وروسته  وئيلي دي،چې په سالمو کسانو کې روژه ساتل نه یوازې دپه کروناناروغۍ د ککړتیا لامل نه کیږي،بلکې د بدندفاعی سسټم د پیاوړتیا لامل  هم کیږي .له بل پلوه ډاکټرانو ثابته کړې دهؤ،هغه کسان چې لاښه روحي اونفسیاتي  وضعیّت لري،د بیلابیلو ناروغیو په وړاندې لازیات  مقاومت کولی شي .او حتی  هغه ناروغان چې معنویاتو ته لازیات پام کوي د ښه کیدا بهیر پهچټکۍ سره تیروي.په دې توګه مشخصه ده چېد روژې دمبارکې میاشتې روحانیّت او معنویّتترکومه حده د بدن ددفاعي سسټم توانمنۍ زیاتولی شی  .  په دې اساس ،  سږکال په روژې مبارکې میاشتې کې هم ،  له بیلابیلو وسوسو او توهماتو چې ورتیر شو ،د روژې د ساتنې  له ډيرو زیاتو برکتونو او جایزو څه برخمنیدلی او  له دغه الهي امتحانه په سرلوړئ سره تیریدلی شو.

 خداوندمتعال د مونږ ټولو ته په دغې برکتناکې او د لوي عظمت لرونکي  میاشتې  له ګټو د ښې استفادې او په الهي دربار کې د لازیاتو عبادتونو  توفیق راپه برخه کړي او  په الهي دربار کې لاس په دعا شو چې  خداوندمتعال دې  له درستې نړۍ  د کرونا منحوس ویروس ریښې وچې کړي او درست مسلمانان بلکې درست انسانان دې له دغې بلا وژغوري .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه