په مختلفو دینونو او مکتبونو کې د روژې اهمیّت
(last modified Wed, 06 May 2020 10:38:38 GMT )
May 06, 2020 15:08 Asia/Kabul
  •  په مختلفو دینونو او مکتبونو کې د روژې اهمیّت

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه وا لو په دې شیبو کې روژه دخدای میلمستیه نومې د لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو، چې په بیلابیلو دینونو کې د روژې د اهمیّت په باب دی . هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ او د استفادې وړ مو وګرځي .

د بشریّت په تاریخ کې،د ډیرو مذهبونو پيروکار او امتیان،په بیلابیلو شکلونو سره روژه ساتي  او له  هماغه پیله په پخوانیو امتونو کې موجوده وه. د لومړنیو دینونو په ارزونې سره  هم وینو چې،روژه حتی په لومړنیو قبایلو او ځاي  خلکو کې  ډيره سپيڅلي پاتې شوې ده .هماغه ډول چې  دقرآن کریم  د بقرې سورې په ۱۸۳آیت کې ورته اشاره شوې ده  چې فرمائي؛

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۸۳﴾

ائ مومنانو ؛ هماغه شان چې  روژه  له تاسو پر مخکې خلکو مو واجب کړي  ، پرتاسو مو  هم واجب کړه ::::   

روژه په ټول کې  له خواړو او څښاک څخه  د ډډه کولو او  یو ډول ریاضت ته مخه کول دي څو  روح معنوي کمال ته ورسیږي .

             دوستانو روژه نه یوازې داسلام ،مسیحّتاو یهودیّت په څيرپه آسماني دینونو کې ، چې سپیڅلی کتاب لري ، شته ، بلکې  نورو دینونو او فرقو هم  خپل پيروکار  روژه ساتنې ته بللي دي .د صائبانو،هندوانو بودایانو  او ځینو نورو فرقو  دینونو او ځينو فرقو په ځينو ورځو کې له خوراک څښاک څخه یو ډول  ډډه کوي .  صائبان،  هغه لومړني فلسطیني کډوال دي ، چې  له میلاده دوه زره کاله مخکې ،  له یهود سره  دشخړې له امله  له فلسطینه  او د اردن سین  له څنډو څخه  دسورئې  دشمال  او دعراق دب ین النهریّن په لور  او له هغوي  ځيني ډلې د  ایران د جنوب  لویدیځي سیمو په لور کډوال شوي دي . دوي  ځ انونه د حضرت یحیی پیروکار ګڼي . قرآن کریم  په  درو موردونو کې د ::صابئین یا صابئون  نامه  اخستي ده  او دوي ئې  اهل کتاب  بللي دي .ددغه دین پیروکارو شمیر لږ دی او خپل  دیني رازونه او مناسک پټوي . دوي کتاب لري  او له حضرت آدم لره ئې ګڼي .د صائبانو  یا مندائبیانو د کتاب نامه : کَنزا رباً: یا آسماني خزانه  ده چې  په مندائي  ژبه لیکل شوی دی .

                صائبین  وحدانیّت مونکی  خلک دي او  یوازې د خدای (هیی) عبادت کوي او د هغه د مقدس ذات  په عدالت او هم له مرګ وروسته په معاد ایمان لري .  همدرااز اعتقاد لري چې  نیک خلک  له مرګ وروسته  په عالم نور (آلما دنهورا) ته او ګناهګاران هم  عالم ظلمات ( آلما دهشوخا) ته ځي او هلته دخپلو ګناهانو په سبب سزاکیږي .دوي  د دځان لپاره خپله  ژبه او خط لري  او خپل خاص لمونځ او روژه ساتي . صائبین ،  هره ورځ  پنځه ځله داسې لمنځونه کوی چې رکوع او سجود نه لري.د دوي په دین کې جارې او روانې اوبه، مقدسې دي او ځانګړی پاکوالی لري  او  دخپلو ډيرو دیني فرضونو لپاره  له روانو اوبو څخه استفاده کوي  او پکې غسل هم کوي .له دې امله  غالباً صائبان  له اوبو د ډکو سینونو ترڅنګ ژوند کوي .

Image Caption

 

 دوي  د کال په یو شمیر ځانګړو ورځو کې  چې  هغه ورځې :باطل کونکي : ګني ،د غوښې ، کبانو،هَږَیو له خوړولو ډډه کوي  او په دې ډول روژه نیسي . 

 د صائبانو په مذهب کې روژه ساتل  داسې دي چې  له خوراک او څښاک څخه پر ډده کولو سربیره ، حقیقي روژه د بدن د غړو او روح  روژه ساتل ګڼي  په دې باب   په ؛کنزاربا: نومې کتاب کې  یا د آدم په صحفې کې ،یعنی د مندائیانو په ترټولو سپيڅلي کتاب کې راغلي دي ؛؛  ائ مومنانو تاسو ته مو ووئيل ، چې ستره  روژه ، یوازې له خوراک او څښاک څخه منع کول نه دي ، بلکې تاسو خپلې سترګې  له شیطاني  اونفساني خواهشاتو څخه او خپل غوږونه   دهغو خبرو له آوریدو چې  خلک ئې پخپلو کورونو کې کوي ، ډډه وکړئ  او خپلې ژبې  له دروغو او ناخوښو خبرو وساتئ  او ....

                    خوږو دوستانو،په بیلابیلو دینونو اومذهبونو کې روژه ساتل مختلفې بڼې او پراخوالی لري .د بودیزم ،هندوایزم  او جین ازم  په څير  انساني دینونه  چې  په ختیځي آسیاکې ډير پيروکار لري،د خپلو پیروکارو د روح او باطن  د روزنې  لپاره بدني ریاضتونه او روژه ساتل ضروري ګڼي.د جینزم دین پیروکار د ځينو اخترونو او جشنونو ته درسیدو لپاره دخپل روحي چمتووالي په خاطر روژه ساتي .دوي معمولا  په پيل کې د شیوراتری ،  درګا پوجا او د ساراسواتیپوجا  په څيرد جشنونو او نوو  میاشتو روژې ساتي . د  شمالي هند ښځې   د  : کاروا: په ورځې روژه ساتي . 

په دغو د ینونو کې د روژې  د ساتلو ډول ، پخپله له  انسان سره اړه لري .ممکنه ده  روژه ساتل ، تر څلورویشتو ساعتونو لپاره  له هر ډول خواړو او څښاک څخه ډده کول وي ، خو هندوان  اوبودایان  معمولا د روژې  دساتنې په ورځو کې له جامدو خواړو ډډه کوي، البته د  لږو شیدو یا اوبو د څښلو اجازت  لري .  د هند په شمال کې په ځينو سیمو کې  او په یولړ دستورو کې ،  دهغو سیمو اوسیدونکي ، په هرې پنجشنبې ورځې  روژه نیسي او له روژماتي مخکې د هندي کیسو یا افسانو په وئيلو او آوریدلو سره  خپله روژه ماتوي  او خپل دسترخوان   د زیّړ رنګه خواړو سره ښکلی کوي ..

 هندوان ، د سختې روژې په نامې سره هم  یوه روژه ساتي ، چې د خپل باطن په پاکولو او عبادت یا میډيټیشن (MEDITATION) کې د تمرکز د زیاتولو په موخې سره ترسره کیږي .دغه روژه د لمر له لویدو څخه رانیولې د بلې ورځې  له لمر راختو څخه تر اته څلویښت دقیقو وروسته پورې   دوام لري او د روژې ساتنې په دغې مودې کې باید له خواړو او اوبو څښلو ډډه وکړي ، خو دغه روژه هم په ورځې کې  له یو وخت یا له دوه وخته ډوډۍ خوړلو څخه ډډه کولو ا و یا  د ځينو خوراکي موادو  څخه  له خوړلو ډډه کولو ته هم محدودیدلی شي .

 د یادولو ده چې  باید پوه شئ دهندوانو په یوه مذهب کې،ښځې، د خپلو خاوندانو دعمر د اوږدیدو او د هوساینې لپاره ، د ناؤراتري له شپو ورځو څخه  نهه ورځې   روژه ساتي . 

Image Caption
Image Caption

 

               د جین  دین (چې دبریالیتوب په معنا دی )، د هندواني  معارفو پر منلو سربیره،ځیني نوي مسئلې مطرح کوي او پرسختو اخلاقي قواعدو ټينګار کوي .د جینیانو د عقیدې په اساس ،ژغورنه پر  دوو اصلو ولاړه ده ، یو  په ریاضت  کې او بل هم  دځناؤروبوټو  او جماداتو له خرابولو او   له کړولو په ډډه کولو  کې، تر دې چې ،  په دغه دین کې د کرهڼې لپاره د مځکې کندل  هم منع شمیرل کیږي . خو  دوي  په یوه داسې عجیبه ډول روژه ساتي،چې  په هغو کې په  :سانتارا:  یا د مرګ په روژې مشهوره ده .په دې کې کس باید له خواړو او څښاک څخه ډډه وکړي تر دې چې خپل ژوند له لاسه ورکړي . 

 البته په بودا دین کې،چې له سیدارتا ګوتاما له تعلیماتو راپورته شوی دی،سخت بدني ریاضت یا دنیا پرستۍ او د زیات عش عشرت په  ځاي مینځ لاریتوب ته مخه  کړې ده.بودایان چې لازیات په ختیځي آسیا کې هستوګن دي ، د  روژې ساتنې لپاره ځينی مرحلې لري . په بودا  دین کې،روژه ساتل ،له جامدو خواړو څخه د ډډه کولو په معنا دي  او له ځينو مائعاتو  او څښلو څخه استفاده پکې منع نه ده . د بودایانو روژه ساتل  د نفس د پاکولو لپاره یوه روده ده .

بودائي راهبان یا مذهبی مشراند ذهند آزادولو لپاره او دتبت هیواد ځیني بودائی رهبان او مشران  د  باطنی انرژۍ  په څير د یوګا  موخو ته درسیدوسره د مرستې لپاره  روژنه ساتي ..

             د بودائي مذهب  ډير  راهبان او  راهبانې  ،  په ورځې کې یوازې په یوه وخت خواړو بسنه کوي . او  له غرمې وروسته څه شه نه خوري . لامائیسټان چې  د بودائیانو  یوه فرقه  ده  او زیاتره په تبت کې هستوګن دي ،د نا نګ نس (تل  روژه یا  روزه مدام ) په نامې سره  په یولړ دستورو کې  څلور ورځې روژه ساتي .  په هرې میاشتې  کې  په څوارلسم ،پنځلسم ، نهه ویشتم او دیرشم تاریخ ورځو کې  یوازې  چاي څښي  او داسې خواړۀ خوري چې له وړو(آرد)جوړ وي، خو ددغه مذهب پارسایان  په دغو څلورو ورځو کې د لمر تر لویدو پورې هیڅ شی نه خوري .  

Image Caption

 

د وی په لومړیو دوو ورځو کې  په دعا سره ، په ګناهانو اقرار  کوي او د مقدسو متنونو تلاؤت کوي  او په دریمې او څلورمې ورځو کې ډير زیات پرهیز کوي اوهیڅ ډول خواړه او څښاک نه کوي .په دې توګه چې  حتی د خولې لاړې  هم  نه تیروي !  دوي په دغه ورځ  په دعا او په ګناهانو په اقرار سره  په څلورمې ورځې تر لمر ختو پورې  دغه کار ته دوام ورکوي .

                  په پخوا چینیانو کې ، په تیره بیا د تائو مذهب په پيروکارو کې،د :زړه روژه : ساتل دي او په دې کې پر بدني روژې زیات ټينګار کوي .همداراز په پخوانیو قومونو کې د ګناهانو د کفارې او د فدئې  په  توګه  د خدای په د رګاه (یان) کې پر پښمانه کیدا د  آوزار په توګه  له خواړو او څښاکه ډده کوي.

 د امریکا ځاي قبایل  باوري وو،  روژه ساتل  د ستر روح  په لارښونې او هدایت ترلاسه کولو کې اغیزشیندي او دمیکسیکو پخواني قومونه د ګناهانو د کفارې په توګه له خواړو امساک (ډډه )کوي .د میکسیکو په خلکو کې  له خواړو ددغه شان ډډه کول   له یوې ورځې تر څو میاشتو پورې سره فرق کوي .

رزتشتیان چې  دزرتشت مذهب پيروکار دي،او د خپل مقدس کتاب  :اوستا  څخه پیروي،د خپلو تعلیماتو په اساس له خواړو او څښاکه بشپړ ډډه کول جایز نه ګڼي .لکه څنګه چې دوي بدن د سلامتیا مقام ګڼي ،باؤري دي ، چې بدن باید ونه کړول شي ، کمزوری نشي ،ځکه چې په دې سره روح اذیّت کیږي؛ په همدې انګیزې سره تر یوې ورځې پورې له خواړو ډ ډه کوي  .

            رزتشتیان  په دې  عقیده لري چې انسان باید په درو معنوي برخو کې ،یعني، په آوریدو،فکر او احساس کې  تل روژه ونیسي؛په دې معنا چې انسان باید خیال وساتي،چې ددغو درو حسو له لارې،له نیکۍ لیرې ونه ووسي  او لیدتوګه یا فکر او احساس او آوریدل تل   باید له نیکۍ ډک وي  اوپه ښه نیّت سره وي . په عین حال کې  زرتشتیان د حیوانانو د غوښې په خوړلو کې  د افراط نه کولو لپاره،دهرې میاشتې  په دوهمې ، دوالسمې،څوارلسمې او یویشتمې ورځې د غوښتې له خوړلو ډډه کوي،ممکنه ده ،دا هم یو ډول روژه ساتل  ګڼل کیدلی شی .

 په دې ډول  دبیلابیلو دینونو اومذهبونو په ارزونې کې په بشریّت کې وجود لري ، وینو چې انسانان په مختلفو پیړیو کې هر یو د خپلو خاصو دینونو او رودو او لارو په اساس  چې ئې لري ،روژه نیسي او دا یوه مقدسه چاره ګڼي . په دغو دینونو کې  روژه ساتل  په بیلابیلو نیّتونو سره ترسره کیږي .کله د خپل پروردګار درضایت  او خوشالولو  لپاره  او کله هم  له ګناهانو د نجات او د توبې په نیّت  روژه نیول کیږي ، کله هم  له سختیانو او بلاګانو د ژغورل کیدا  لپاره او کله هم د  سرکش نفس دپيزواني کولو  او دروحي قدرت د پیاوړي کولو  لپاره هم روژه ساتل کیږي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه