روژه د خدای میلمستیا
(last modified Mon, 11 May 2020 10:09:40 GMT )
May 11, 2020 14:39 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا

په اسلامي روایتونو او تعلیماتو کښې د روژې میاشته د خدای د میلمستیا میاشته نوموله شوې ده، متعال خدای له فضیلته په دې ډکه میاشت کښې د بندګانو مخې ته د خپل رحمت او مغفرت ورونه خلاصوي. پر خپلو انسانانو د بخښنې او رحمت باران وروي او له بل هر وخته زیات ګناهونه او تیروتنې معاف کوي.

د رمضان مبارکه میاشت د کال ډیره غوره او بهترینه میاشته ده. په دې میاشته کښې د بندګانو پرمخ د الهي رحمت ورونه خلاصیږي. روژتیان له خوراک او څښاک څخه په ډډه کولو او د نیکو عملونو په ترسره کولو سره په ځان کښې تقوا پیاوړې کوي او د اسلام په مبین دین کښې د انسان په وجود کښې د تقوا او پرهیزګارۍ د پياوړتیا لپاره ده.

په اسلامي روایتونو او تعلیماتو کښې د روژې میاشته د خدای د میلمستیا میاشته نوموله شوې ده، متعال خدای له فضیلته په دې ډکه میاشت کښې د بندګانو مخې ته د خپل رحمت او مغفرت ورونه خلاصوي. پر خپلو انسانانو د بخښنې او رحمت باران وروي او له بل هر وخته زیات ګناهونه او تیروتنې معاف کوي.

 رسول الله مبارک د رمضان د میاشتې د فضیلت په هکله فرمايي: که د دې میاشتې په حقیقي ارزښت او برکاتو پوه شوې وو نو آرزو به مو کوله چې د کال ټولې میاشتې رمضان وی.

*/*/*/*/*/*/*/*

د معتبرو تاریخي کتابونو له مخې په مسلمانانو باندې د روژې واجبوالی، د هجرت په دویم کال د شعبان په میاشت کښې د جبرائیل امین له لارې پيغمبر اکرم(ص) ته ابلاغ شو. له هغه وروسته مسلمانانو د رسول ا... مبارک په امر د رمضان په میاشته کښې روژه نیول پیل کړل.

د اسلامي روایتونو له مخې په کوم کال چې روژه په مسلمانانو واجبه شوه، د خدای ګران رسول وړومبۍ د هغې په اهمیت باندې خلک پوه کړل، رسول ا... مبارک خپله په شعبان میاشت کښې روژه ونیوله او د هغوي دغه کرداري او عملي نمونه په مسلمانانو کښې په چټکتیا سره څرګنده شوه او مسلمانانو د خدای تعالی دغه حکم په ښه توګه ومنه.

حضرت محمد مصطفی(ص) بیا د روژې هغه قوانین او ضوابط چې د خدای له خوا ورته وحي شوې وو، مسلمانانو ته ابلاغ کړل، لکه څنګه چې د قرآن کریم په مبارکو آیتونو کښې راغلې دي: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، روژه پر تاسو واجب شوې ده همهغه شان چې له تاسو پر مخکښې (پخوانیو امتونو) واجب شوې وه، شاید چې تقواداره شئ. او (واجب روژې) هم دا څو ورځې دي، نو بس په تاسو کښې هر کس چې مریض یا مسافر شي باید پر ځاې یې په نورو ورځو کښې روژه ونیسي خو کوم کسان چې په هیڅ توګه روژه نه شي نیولې نو د هرې ورځې د ورژې په بدل کښې دې یو مسکین ته خواړه ورکړي او که څوک په خپله خوښه یو ښه عمل ترسره کړي د هغه لپاره غوره دی او که روژه ونیسئ نو ستاسو لپاره ښه ده که د عمل کولو نیت لرئ.

*/*/*/*

د اسلامي روایتونو له مخې د خدای ټولو پیغمبرانو علیهم السلام به د رمضان په میاشت کښې روژې نیولې. هغوي به په دې ورځو کښې کله کله له خلکو لرې کیدل او د خپل پروردګار په عبادت او ورسره په راز و نیاز به بوختیدل. هم داشان ټول اسماني کتابونه په دې مبارکه میاشت کښې پر پیغمبرانو نازل شوې دي. قرآن کریم هم په دې غوره میاشت کښې او د هغې په ډیرې ښې شپې یعنې شب قدر کښې د رسول ا... مبارک پر زړه نازل شو، لکه څنګه چې د بقرې د مبارکې سورې په ۱۸۵ آیت کښې لولو: رمضان هغه میاشت ده چې پکښې قرآن، د خلکو د لارښوونې او د هدایت د نښو او د حق او باطل ترمینځ د فرق لپاره نازل شوی دی. نو بس په چا چې دغه میاشت راغله باید روژه ونیسي.

*/*/*/*/*

د رمضان میاشته د قرآن مجید او د نورو اسماني کتابونو د نازلیدو او په کښې د روژې د واجبوالي په وجه ځانګړې شرافت لري. په دې نوراني میاشته کښې دشب قدر راتلل هم د رمضان د میاشتې یوه برتري ده. شب قدر هغه شپه ده چې د یو کال لپاره یعنې تر بلې قدر شپې پورې په کښې د انسان تقدیر معلومیږي او مقدر ګرځي. مسلمانان په شب قدر باندې مشهورې شپې تر پیشمني پورې په عبادت او راز و نیاز او د خدای له درګاه څخه د رحمت غوښتنې او توبې باندې تیروي او له خدای څخه د ځان لپاره بهترین تقدیر غواړي. په سوره قدر کښې لولو: مونږ قرآن د قدر په شپه نازل کړ او تا ته څه پته ده چې شب قدر څه دی؟ شب قدر (په مقام او مرتبې کښې) له زرو میاشتو غوره او لوړ دی.

د قرآن کریم ستر مفسر او عالم آیت ا... طبا طبايي په خپل تفسیر المیزان کتاب کښې لیکلې دي: په ظاهره په دې مبارکه سوره کښې له قدر نه مراد تقدیر او ټاکل او اندازه لګول دي او خدای تعالی د قدر په شپه د ژوند او مرګ، روز او روزۍ، نیکمرغۍ او بدمرغۍ او د دغه شان نورو شیانو په څیر د یو کال پیښې د هر کس لپاره مقدر ګرځوي.

*/*/*/*/*/*/

د رمضان میاشته په مسلمانانو کښې ځانګړې احترام، اهمیت او موقعیت لري ځکه چې د هغوي د روحي سلوک میاشته ده. مومنان د هر کال د رجب او شعبان په میاشتو کښې د معنوي زمینو په برابرولو او سریزې سره ځانونه دغې برکتناکې میاشتې ته تیاروي. د دغې میاشتې په رارسیدو سره مسلمانان په شوق او مینې سره د رمضان هرکلی کوي. هغوي په روژه نیولو، اړمنو ته د روژه ماتي او خوړو په ورکولو، د شپې په عبادتونو، د قرآن په تلاوت، دعا، استغفار، صدقې ورکولو او نورو ښو کارونو او نیکیو سره خپل وجود او روح د الهي فیض له سرچینې خړوبوي.

د روژې په میاشت کښې د ټولې نړۍ مسلمانان ټوله میاشته روژه نیسي او له خوراک څښاکه ډډه کوي. د هغوي روژه له پیشمني یعنې د سهار له اذانه پيلیږي او د ماښام تر بانګ پورې دوام لري. هغوي د روژې په ورځو کښې دوه وخته خواړه خوري، د پیشمني مهال چې د سهار له لمانځه مخکښې دی او د روژه ماتي په وخت چې د ماښام په لمانځه سره وي او ورسره روژه پاې ته رسیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

خو حقیقي روژه ځانته یولړ آداب لري چې که پاملرنه ورته ونه شي نو روژه یوازې په کړاؤ او لوږې تندې بدلیږي. زمونږ معصومو امامانو هم په خپلو لاره خلاصونکو ویناؤ کښې فرمایلې دي چې له خوراک او څښاکه ډډه کول یوازې د شریعت ظاهري خیال ساتل دي او روژه په دې مرتبه کښې نه خلاصه کیږي بلکې د اسلام په آیین کښې روژه ډیره لوړه مرتبه او باطني ادب لري چې روژه دار ورسره سوچه معنویت او د حق تعالی درګاه ته نزدیکت ته رسیږي. د روژې له آدابو څخه یو ډیر مهم له ګناهونو څخه د بدن د ټولو غړو او اندامونو په تیره بیا د ژبې ساتل دي تر دې چې د غیبت، دروغو، تهمت، بد رد او کنځلو په شان ګناهونه روژه باطلوي. امام صادق علیه السلام په دې هکله فرمایلې دي: کله چې روژه نیسئ نو د غوږ او سترګو په شان ټول اندامونه مو باید وساتئ.

په نورو حدیثونو کښې د دې موضوع تفصیلي وضاحت شوی دی مثلاً بدزباني، حسد، ناروا جنګ جګړې، د نورو په تیره بیا د خدمت کونکو او تر لاس لاندې کسانو ځورول او عبث او فضول کارونه، د روژې او باطني ادب خلاف اعلان شوې دي تر دې چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) فرمايي: څومره لږ دي روژتیان او څومره ډیر دي تشه لوږه زغمونکي. هم داشان یې فرمایلې دي: څوک چې روژه ونیسي خو په امانت کښې خیانت او په خبرو کښې دروغ ووايي او وعده خلافي وکړي نو داسې کس منافق دی او هم یې ټینګار کړی دی چې د حرام مال خوړل او د نورو د حرمت سپکاوی او د ګاونډي ځورول روژه باطلوي.

*/*/*/*/*/*/*/

روژه نیول او عبادت او له خدای پاک سره خلوت کول انسان له بهرنۍ دنیا او د ورځني معمول له درز غوبل څخه جلا کوي او هغه خپل باطن ته متوجه کوي. هو رمضان د یو باطني بدلون پيل دی. د هغه بدلون چې انسان د معنویت عالم ته متوجه کوي. په دې بدلون کښې انسان له خودغرضیو لرې کیږي او د انسان شونې، معنوي توب او اسمان ته د یوې لارې د موندلو مسئولیت ته متوجه کیږي. د رمضان په میاشت کښې داخلي تشې او معنوي خلاګانې په روژه نیولو او عبادت او له ګناه نه په ډډه کولو سره ډکیږي. د انسان نفس او سرکشۍ کمزورې کیږي او روح د روژه نیولو او عبادتونو په برکت له ګناهونو پاکیږي او سپکیږي.

معنوي توب یو عجیبه ارامښت رامینځته کوي. ته به وایې ګني د ګناهونو او دنیا غوښتنې درنې بیړۍ چې مونږ یې نیولې وو او د خدای په ملکوت کښې د الوت حس یې رانه اخیستې و، په رمضان کښې زمونږ د زړه له پښو خلاصیږي او په روژتیانو کښې د اسماني کیدو شوق ژوندې کوي. هو، روژه د اسلام له نظره د ښه جوړیدو او د تقوا، پرهیزګارۍ او قناعت د تمرین لپاره یو فرصت دی. روژه له حرامو او ځورونکو خبرو د ژبې د ساتلو مشق دی. روژه د نفس د کنټرولولو او له زیاته غوښتنو او سرکشیو یې ساتل دي.

هو د روژې حقیقت د حق تعالی په محضر کښې باطني ادب دی، یوه معنوي چپتیا، ژور غور او ځانته پرله پسې تذکر دی چې ای انسانه! خپل باطن دې له بدیو پاک کړه او په ملکوت کښې قدم کیږدي.

رسول ا... مبارک به د روژې له مبارکې میاشتې مخکښې فرمایل: ای خلکو! برکتناکه او له رحمت او مغفرت ډکه میاشته تاسو ته راغلې ده، دا میاشته د خدای په نزد ترټولو غوره میاشت ده او ورځې یې ترټولو ښې او شپې یې بهترینې شپې دي او ساعتونه یې ډیر ښه ساعتونه. په دې میاشت کښې تاسو د خدای میلمستیا ته دعوت شوې یئ او د خدای له کرامته د ګټه پورته کونکو په ډله کښې شامل شوې یئ. په دې میاشت کښې ستاسو ساه ګانې د خدای تسبیح دي او خوب مو عبادت دی او عملونه مو منل کیږي او دعاګانې مو قبلیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه