روژه دخداي میلمستیه
(last modified Tue, 19 May 2020 12:57:49 GMT )
May 19, 2020 17:27 Asia/Kabul
  • روژه دخداي میلمستیه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې روژه دخداي میلمستیه نومې لړۍ په دوام کې د قرآني ځيرو د مطلبونو له ننني څوارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

     دوستانو په  روانو پاکو او بختورو شپو ورځو کې د قرآني ځيرو په باب سره غږیدلي یوو .داسې ځيري چې هریو ئې د ژوند  دتیرولو او پخپلوکږو وږو  لارو کې د حرکت لپاره بیا مونږ ته روحیه او امید او هیله راډالۍ  کوي .په نننی مطلب کې غواړو،ددنیا  او آخرت په ژوندکې پخپله د قرآن کریم او د هغه  د حیرانونکو  اغیزو په باب  خبرې وکړو،په دې  اړه ډير آیتونه راغلي دي .لکه څنګه چې  د اسراء سورې  په نهم آیت کې راغلي دي ،؛

إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا ﴿۹

؛؛ دا قرآن  په هغه لاره هدیت کوی  چې تر ټولو مستقیمه لاره ده،او هغه مومنان چې  صالح عمل ترسره کوي ، ځیری ورکوی چې  د دوي لپاره  لوي ځیری او انعام دی . :::: 

    په دغه آیت کې (اقوم) یعني  تل پاتې،او قیام،پر چارو د مسلط کیدا لپاره  د انسان ترټولو قایم  یا تل پاتې حالت دی،په دغه آیت کې وئيل شوي دي ، قرآن،انسان  یوه داسې دین ته هدایتوي،چې هغه دین دبندګانو ددنیا او آخرت د حال  او احوال پر اصلاح کولو  ولاړ دی او  په هر دواړو جهانونو کې د دوي نیکمرغي تامینوي،ځکه دغه دین،د انساني فطرت په اساس جوړ شوی،نور شریعتونه  تل د انسان د ګټو د ځينو برخوضمانت ورکونکي دي او  د هماغه وخت خاص  قوم ته مخصوص دي .خو اسلام قایم یا هماغه تل پاتې اسلام ،درست د انسان او بشر په ګټې دی او انسان ته له خیر رَسَوَلو ډډه نه کوي،په همدې خاطر،له نورو شریَعتونوڅخه لا تل پاتې  او منظم دی  او هم یو ترټولوکامل الهي دین دی چې هغه درستې چارې چې  په ژوند کې ورته اړتیا وي،د هغه لپاره ئې برابرې کړي  او  هیڅ  چاره او هڅه ئې نه ده سپمولي.

 =  دوستانو په دغه آیت کې  : یَهديِ  لِلَتي هَیْ اقُومْ : ددې ښودنه کوي ، چې  د قرآن په منطق کې خرافات او چټیاټ  هیڅ ځاي نه لري .قرآن کریم  په روښانه  او د درک وړ عقایدو سره،له هر ډول خرافاتو او شکونو پاک ترټولو مستقیمې لارې ته بلنه ورکوي،داسې عقاید چې بلنه ورکول کیږي،انساني ځواک  غونډوي،د انسان او دنیا د قوانینو  ترمینځ  غږملتیا رامینځةکوي . دغه الهي کتاب د باطن او ظاهر،د عقیدې او عمل ،د تفکر اوپروګرام  ترمینځ یووالی او غږملتیا  رامینځة کوي او درست  د  الله  په لور بولي . د ټولنیزو،اقتصادي  او سیاسی قوانینو له  نظره  هم قرآن کریم ،هم معنويات روزي  او هم  له مادي نظره ، بشپړونکی دی .داخلاقي پروګرامونو له نظره ،الهي آیتونه د انډول حدود ساتلي دي څو انسان  له هرډول حرص، تمې،اسراف،تبذیر،بخل ،حسد ، کمزورتیا او  استکبار څخه وژغوري . د آیت  په دوام کې  فرمائي،قرآن هغه مومنان چې  غوره عملونه ترسره کوي،ددغه ښه عمل او عقیدې  په انعام کې د پروردګار  له خوا تثبیت شوي وعده  ورکول کیږي، چې  د دوي لپاره به  ستر اجر او  انعام  وي . هماغه ډول چې  په قرآن کریم کې  فرمائيل شوي دي .؛ اِنَ الَذِینَو عَمِلوُ الصالِحاتْ لَهُمْ اَجرٍغیرِ مَمْنُون ؛؛(هماغه کسان چې ایمان ئې راوړی او صالح عمل کوي،د دوي لپاره به نه ختمیدونکی  انعام وي )، او هغه کسان چې هم دعمل په مرحلې کې او هم د عقیدې په مرحلې کې تل پاتې او  په حقه وي،البته خداوند دوي بهشت ته هدایتوي او هغه کسان هم چې په  اعتقاد او عمل کې کافر وي،د هغوي په حق کې الهي ژمنه  ثابته ده  او د هغوي ځاي به جهنم وي .

                 دوستانو داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  ددغه آیت په تفسیر کې بیانوي،؛خوږو دوستانو،دغه  تلاؤت چې مونږ  دومره  پرې   ټينګار کوو،لومړنی ګام ئې لازم دی . قرآن،د خپل ځان په مختلفو ژبو تعریف کوي،لکه چې فرمائي ؛اَنَ هَذا القرآنْ  یَهدي لِلَتي هی اقوم ؛؛؛یعني قرآن  انسان د عمل تر ټولو ښې لارې ته،تر ټولو ښه کار ته، ترټولو ښه نظام ته،تر ټولو ښې رودې ته،ترټولو ښو اخلاقو او تر ټولو ښې رودې ته  هدایت کوي . نن سبا درست انسانان  قرآن  ته محتاج دي ؛خو مونږ مسلمانان ،که  په قرآن عمل ونه کړو،نو  د نورو په نسبت د مونږ تاوان لازیات دی :ځکه چې مونږ دغه نسخه او دغه دستورالعمل لرو،د هغه تاریخي تجروبه هم لرو .بشریّت  په سر کې  په قرآن  دعمل په برکت  سره ، په علم ، په اخلاقو،په عمل  او په بیلابیلو معنوي او مادي پرمختګونو کې  اوج ته رسیږي . قرآن همیشه ژوندی دی . قرآن  د انسان  اړتیاؤ او ضرورتونو ته پام کوي ، قرآن کریم  په هرې زمانې کې د انسانانو د نیکمرغۍترټولو غوره نسخه ده .

                دوستانو قرآن کریم  د  هغو ډیرو بشری قوانینو په خلاف دی ، چې له انساني فطرت او طبیَعت سره سمون نه خوري .انساني قوانین او دستورات درستو اړخونو ته توجه نه لري،دهماغو درملو په شان دي،چې د یوې ناروغۍ په موقتي توګه درملنه کوي،خو د نورو ناروغیو د راپنځیدو لامل کیږي . ممکنه ده  یو قانون  او دستور  په  یوې سیمې او کوڅې کې د یوه کس او یا یوې ډلې لپاره تر یوې مودې  پورې ښه وي،خو د تل  لپاره،د درستو خلکو لپاره او په  درستو شرائطو کې دغه فرمان نشي اجرا کولی . پر دې اساس انساني قانون ، تل پاتې نه دی ،خو د پیغمبر اکرم دغه سترې معجزې،د الهي وحي کلمات دي چې په بشپړ او جامعو قوانینو سره بشریّت  د ژغورنې او تقوا په لور هدایتوي. قرآن کریم د فصاحت او بلاغت په ترټولو  لوړو اړخونو سره ،لکه د یوه  سین  د وخت  په پړاؤنو کې څپې وهي  او  هرڅوک چې له دغه پاک او سوچه لیدتوګو ګټه پورته کړي،حیات او نیکمرغي ترلاسه کوي .ځیری ورکونکی دی  او د وخت تیریدا، دا ، نه یوازې  ورستوي نه ، بلکې د انسان پټ معارف لازیات رابرسیره کوي .حضرت امام علی علیه السلام  فرمائي؛پوهۀ شئ  قرآن د راتلونکي علم دی  او حدیث دتیر وخت ،ستاسود درد درملنه  ده او  ستاسو د کار د برابرولو لاره  په دې کې ده . قرآن زده کړئ چې تر ټولو نیک او غوره ګفتار او غورچاڼ دی  او دا  نیک وګڼئ چې  د زړونو لپاره تر ټولو ښه پسرلی دی او  زړونو ته به لازیاته رڼا ډالۍ کړي،او د ناروغ د سینو شفاء ده او دا  په ښه انداز سره تلاؤت کړئ،چې تر ټولو ګټه ور بیان او   ذکرونه دي .

          دوستانو قرآن کریم  په دغه شان ځانګړنو سره په تل پاتې لاروهدایتوي  او نو ځکه ، هغوکسانو ته چې  د قرآن معارف ترلاسه کوي ، او  په نیک عمل سره  پرې ځان پوهوي،ځيری ورکوي،چې ستره جایزه او انعام به د دوي په انتظار کې وي . تجروبې هم ښودلې ده،هغه کسان چې قرآني حکمونه ئې پريښودلي د،په ډول ډول ذلتونو او کړاؤنو کې ګیر شوي دي او کله ئې چې د قرآن  په لور ګام پورته کړی،نو  عزت او اقتدار ئې ترلاسه کړی دی .د قرآني متفکرانو او پوهانو  په اند،که انساني ټولنه  درک کړي ، چې قرآن  د انسانانو د غوره ژوند لپاره څه پیغامونه لري ، نو په ډيرې لیوالتیا سره به ورته توجه وکړي . پر دې اساس،د قرآن  او د هغه د لوړو مفاهیمو  دلازیاتې پيژندګلوۍ لپاره  د شرائطو رامینځةکول  یوه ډیره مهمه او ضروري چاره ده . په حقیقت کې قرآن کریم  د هماغه لمر په څیر هر سهار طلوع کوي  او هرڅومره د انسان پوهه زیاتیږي او د هغه د پوهې پراختیا ته په پام سره د نړۍ رازونه پرې لاښکاره کیږي،له قرآنه  لانوي حیرانونکي رازونه  ایشوا کیږي  او دا د قرآن تل پاتې  رازونه او معجزې دی .مسلمانو متفکرانو  هم  هر یو ه یو ډول  دقرآني معجزو په باب  خبرې کړي دي .اوسمهاله ستر فیلسوف او د قرآن لوي مفسر علامه طباطبائي لیکي ؛ قرآن په حکمت اوبلاغت کې یوه ستره معجره ده .د قانون جوړونکو لپاره تر ټولو ټولنیز قانون او د عالمانو لپاره معجزناکه خزانه ده .دغه کتاب د سیاستوالانو لپاره د یوۀ بې بدیله اوبې مخینې سیاست بیانونکی دی او په هغو حقایقو کې د درستو نړیوالو لپاره خلاصه ده چې د هغه  د کشفیدو لپاره  هیڅ لاره نه لري،ستر ه او حیرانونکي معجزه ده.د اسلامی د نیا یو عالم  جلال الدین سیوطی  هم لیکي ،معجره دوه برخې ده ، یعنی یوه حسی معجره او بله هم عقلي معجزه . حسي معجزې  له پخوانیو پیغمبرانو سره اړونده  دي ، خو د ترټولو وروستي پیغمبر په توګه د اسلام د ګران  پیغمبرمعجزه، یوه عقلي  او تل پاتې معجزه ده .

=    دوستانو د روژې د مبارکې میاشتې  د برکتونو زیاتره برخه  د قرآن  له  عظمت او ولولې سره  ارتباط لري . روژتیان  په دغې بختورې میاشتې کې ،  پخپلو زړونو کې د قرآن  د نوراني تعلیماتو تخم کري څو  د هغو د آیتونو په سیوري کې  ورسره خپل روح او باطن وروزي . دغه استفاده یوازې  له قرآن سره  د حقیقي اُنس له  . 

په پاي کې باید ووئيل شي ، چې قرآن  کریم  پخپل ژرف او غني معارفو سره ، د انسان روحي اونفسیاتي  اړتیاؤ ته ځواب  ویونکی دی او پخپل جامعیّت  سره ،له ناسمو   سمه لاره  بیلوي ، خوشبخت دي هغه کسان چې  دقرآن د نوراني وږمو په اوج کې تاندوالی مومي او  دقرآن کریم  په مستقیمې او پایدارې لارې  کې نیکمرغۍ ته رسیږي .

 

 (سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه