اخلاق په اسلام کې
(last modified Tue, 28 Jul 2020 10:50:37 GMT )
Jul 28, 2020 15:20 Asia/Kabul
  • اخلاق په اسلام کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د اسلامی اخلاقو نومې لړۍ له ننني دیارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې په اسلام کې د ځينو نورو اخلاقي مؤلفو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده داستفادې وړ مووګرځي .

خوږو دوستانو  په تیر مطلب کې مو د ښو اخلاقو او د اسلام په چلندي، اخلاقي روزنیز کلتور کې دهغو د مهم ځايئګي په باب  درسره غږیدلي یوو .د ښو اخلاقو تر ټولو غوره او ښکاره بیلګه  د بخښنې او مهربانۍ او سرښیندنې موضوع ده .  داسلام ګران پیغمبر (ص) چې د  دخپلو نادانو دوستانو او پوهو اوهوښیارو دښمنانو د بخښنې په زمینې کې  بې مخینې مثال ؤ،په یوه روایت کې فرمائي؛آیا په دنیا او آخرت کې تر ټولوغوره او ښو اخلاقي ځانګړنو ته ستاسو لارښونه وکړم .؟وې فرمائيل؛له هغه چاسر د  اړیکو ټينګول او ورسره یو ځای کیدل،چې له تاسره ئې اړیکې غوڅې کړې وي،او دهغه کس بخښل او ورسره مرسته کول،چې  ته ئې له بخښنو  محرومه کړی ئې ، او له هغه  چاڅخه تیریدا او عفو،چې  پر تا ئې ظلم اوکړاؤ کړی دی، د (ښو اخلاقو یوه نښه ده) .

 د اسلام  ګران پیغمبر(ص)په یوې بلې لارښونې کې دغه ډله په دنیا او آخرت کې د ترټولوغوره او ښوخلکوپه توګه معرفي کوي،چې د دوي په ټولو اخلاقي چلندونو کې بخښنه اوسرښیندنه څپې وهي.

حضر ت امام جعفرصادق علیه السلام دغه درې اخلاقي چلندونه،په دنیا او آخرت کې د اخلاقي کرامتونو په توګه یاد کړي دي .   

                   خوږو دوستانو دغوره شوي الهي امامانو او د اسلام ریښتیني مخکښانوتل هڅه ې،چې د اسلام اخلاقي تعلیمات تحقق ومومي  او ورته عیني اوعملي تجسم وبخښي .

Image Caption

 

  د شام یو اوسیدونکی  چې په اموي پړاؤ کې  د زهرجنو پروپیګنډو تر اغیرو لاندې ؤ ، یوه ورځ مدینې منورې ته وارد شو ، ناڅاپه ئې  یو کس ولید چې د لارې په څنګ کې ناست دی .  له یوه کسه ئې پوښتنه وکړه ، هغه څوک دی ؟،  ورته ووئيل شول ، دا ؛ حسین ابن علی دی : . په دغه وخت کې هغه چې  د پیغمبر اکرم له کورنۍ سره ئې  په زړه کې سخته کینه درلودله ،  ورمخکې شو او تر څو ئې  چې کولی شول ورته ئې بد رد و وئيل او  دهغه بزرګوار سپکاوی ئې وکړ .  امام حسین علیه السلام د د اعراف سورې ۱۹۹آیت ؛ خُذِ العَفوَ و َ امر بِال مَعروُفِ ::  یعني وبخښه او دنیکېامرورکړه،آیت ئې ولوست . په ډيرې مهربانۍ او خشو اخلاقۍ سره ئې ورڅخه پوښتنه وکړه ،آیا دشام اوسیدونکی ئې ؟. هغه چې ددغه شان نرماو خوش اخلاقۍ  تمه ئې نه درلوده، ځواب ورکړ ،هو! سملاسي هغه بزرګوار  چې ښه پوهید، د اموي  خپل سرو او ظالمو واکوالانو لمسولی دی،او دهغه په  باطن او ذهن کېئې د دښمنۍ او بدبینۍ تخم ورپاښلی دی ، وې فرمائيل؛که د لباس مشکل لرې ، نو درته قالی درکړم ،که  مالی مرسته غواړې ،  او په سختۍ کې ژوند کوې ،نو څه ناڅه پیسې به درکړم :::  دشام اوسیدونکي سړي ،چې  هیڅکله ئې    ګمان نه کاوۀ له دغه شان نرم او مهربان  اخلاقوسره مخامخ شي .په شرمندګۍ سره ئې ووئيل،ائ کاش،مځکه چاوده شوي وائ ، او زه پکې ننوتی وائ ،اودغه شان ګستاخي مو نه وائ کړي  او وروسته ئې  خپلو خبرو ته  دوام ورکړ،تر دې دمه  د  تا او د تا دپلار علی څخه په دنیا کې تر ټولو نفرت کونکی او کرکه کونکی کس  وم،خو  له دې شیبې وروسته  زمان په نزد له تا او د تاله پلاره بل هیڅوک تر ټولو محبوب او خوښ نشته . :::  

               بخښنې  او عفو ته ، له کیمیا سره تشبیه ورکړل شوی دی  چې مس  په طلا یا سرو زرو بدلوي . قرآن کریم  دغه واقعیّت داسې انځوروي  او  د فصلت سورې په ۳۴آیت کې فرمائي ؛بدئ ته په نیکئ سره ځواب ورکړه، هاله به وګورې،چې  هماغه کس چې د تا او د هغه تر مینځ دښمني وه،د یوه صمیمي دوست په څير  شوی دی :::: 

 په عادي شرائطو کې،یعني هاله چې انسان څه خاص قدرت  نه لري،بخښل  او دنورو له تیروتنو  او ګناهانو تیریدل  ډير مشکل نه دي او ته وا  انسان په آسانۍ سره  د نورو پر جفا او کړاؤ سترګې پټې کړي،خو که انسان هاله چې قدرت ئې په لاس کې وي او د هغه لپاره د غچ اخستل څه ګرانه خبره نه وي،نو په دغه شان شرائطو کې چې د نورو له بدو چلندونو تیر شي او وې بخښي،نو دغه ډول لوي  چلند د ستاینې وړ دی . 

 د امامت دآسمان دریم ځلانده ستوری حضرت امام حسین ابن علیعلیهم اسلام په دې باب فرمائي؛هغه څوک ترټولو مهرباناوبخښونکیدی،چې کله قدرت لري،( دنورو تیروتنې اوکړاؤنه) وبخښي او ورڅخه تیرشي.

                دوستانو د بخښنې په زمینې کې یوترټولو نه هیریدونکی او ځلیدونکی  او تل پاتې تاریخي مثال،د مکې مکرمې د ولولناکې فتحې  په وخت د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)د عمومي بخښنې  فرمان ؤ . هماغه  کله چې  د اسلام ګران پيغمبر  پخپل لس زره کسیز لښکر سره  داقتدار په اوج کې مکې ته  وارد شو .په هغه وخت کې د قریشو مشران او پانګوال  په تیره بیا ابوسفیاّن چې د اسلام د نابودۍ او د پیغمبر اکرم او د هغه بزرګوار د ملګرو او اصحابو د ناکامولو لپاره کې له هیح دسیسې او جنایته ډډه نه وه کړې،مکې معظمې ته د پيغمبر اکرم او دهغه د لښکر د قدرتمند واردیدو خبر  په آوریدو سره له ویرې او ترسه په لړزا شو او خیال ئې کاوۀ،د خداي  رسول به هم د ډیرو فاتحانو په څير د هغه د قتل فرمان صادر کړي،په تیره بیا هغه وخت چې  واې وریدل د اسلام د لښکر بیرغوال سعد بن عباده،د غچ اخستنې  شعار ورکړی او وائي،نن د غچ اخستنې ورځ ده :::خو  په دغه شان وخت  کې او په هغې فضا کې چې د مکې دمشرکانو لپاره له ویرې او وحشته ډکه وه، پیغمبر  اکرم په یوه مهربان او نرم فرمان کې علی علیه السلام ته فرمان ورکړ،د اسلام د بریالیتوب بیرغ په لاس کې واخله او شعار پورته کړه چې ؛چې نن د بخښنې او سرښیندنې ورځ ده :::: په دې توګه  مکه چې یوه وخت د کفر او شرک او د بت پرستۍ او د اسلام او مسلماننو د قسم خوړولو او  سرزورو دښمنانو مرکز ؤ،له وینې بهیدا پرته فتح شو او ددغې اسلامی بخښنې جاذبې  په زړونو کې تردې حده نفوذ وکړ چې خلک په ډلو ډلو مسلمان شول  او  ددغې بې مخینې فتحې آوازه  او ډڼډوره  دعربستان او درستې نړۍ په ګوټ ګوټ کې  واوریدل شوه   او  د تاریخ په ښکلو پاڼو کې تل پاتې شوه او د اسلام موقعیّت ئې تثبیت کړ .

                خوږو دوستانو  داسلامی اخلاقو نومې لړۍ دنننی مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې تاسو د تهران ریډیو دانټرنیټي پاڼې  ادریس parstoday.com/ps   هم درسره نوټ کړئ ا و  تاسو کولی شئ،زمونږ په دغه انټرنيټي پاڼې  تازه  او وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه،راپورونه،مرکې اوتبصرې،سیاسی،اقتصادي، ټولنیزې ،سپورټي ، روغتیائي او ډول  ډول   مطلبونه  لیدلی او آوریدلی شئ، همداراز تاسو په دغه ویب پاڼې کې د تاسو په خپلو پیغامونو،لیکونو ،بریښنالیکونو ،شعرونو غږیزو پیغامونو او ښو ښو وړاندیزونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم لیدلی او آوریدلی شئ ،تاسو کولی شئ پخپلو ښو ښو  کرکتنو او وړاندیزونو سره  خپل دغه   هرکله راشه پروګرام نوره هم ښه کړئ  او  له خپلو ښو وړاندیزونو  او ښو لیکنو خپل نور ملګري او د رست آوریدونکي هم خبر کاندئ ، نو تر بل پروګرام پورې  مو په نیاؤمن خدای سپارو او نیکمرغه  ژوند درته غواړو .

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه