الهی نومونه
(last modified Thu, 05 Nov 2020 12:04:31 GMT )
Nov 05, 2020 16:34 Asia/Kabul
  • الهی نومونه

ایا د خپل پالونکی قدرت ته نه ګورئ چی څرنګه یې سیوره غوړولی ده ؟او همداراز لمر سترګه یې په دغه پراخه سیوره دلیل ګرځولی ده . که خدای غوښتلې نو سیوره به یې درولی وه ، بیا مونږه هغه ورو ورو راکمه او ختموو

قابض له قبض ټکی او دهغه څیز په معنا دې چی په موټی کی اخلی او معمولاله مطلقه قدرت او په کوم څیز بشپړه سلطه ده ، هماغه ډول چی په روزنیزو تعبیراتو کې ویل کیږی فلانې ښار زما په لاس کې دې یا فلانې ملک زما په قبضه او اختیار کې دې .  د خدای تعالی په اړه  هم قبض د بندګانو د چارو په اداره کولو کې د هغه د مطلق قدرت ښودنه کوی . لکه څرنګه چی د زمر سورې په ۶۷ ایت کې راغلی دی ،

 وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

هغو خدای  هماغه ډول چی باید وپیژنی ، ندې پیژندلې ، په داسې حال کې چی د قیامت په ورځ ټوله مځکه د هغه په قبضه کې ده او پیچلی اسمانونه د هغه په لاس کې دي ، خداوند له هغه څه  منزه او برتر دې چی ورپاره همتا ګرځوی .

د فرقان سورې په ۴۵ او ۴۶ ایتونو کې هم د الهی قدرت په بیان او د لمر سترګې د تابش او سویرې په رامینځته کولو کې  فرمایی ،

ألَمْ تَرَ إِلَی رَبِّکَ کَیْفَ مَدَّ الظِّلَّ وَلَوْ شَاءَ لَجَعَلَهُ سَاکِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا

الشَّمْسَ عَلَیْهِ دَلِیلًا * ثُمَّ قَبَضْنَاهُ إِلَیْنَا قَبْضًا یَسِیرًا

ایا د خپل پالونکی قدرت ته نه ګورئ چی څرنګه یې سیوره غوړولی ده ؟او همداراز لمر سترګه یې په دغه پراخه سیوره دلیل ګرځولی ده . که خدای غوښتلې نو سیوره به یې درولی وه ، بیا مونږه هغه ورو ورو راکمه او ختموو .

دلته د سیورې  راغونډول ، قبض نومول شوی ده تر څو د الهی قدرت په کمال دلالت وی او پر دې ټینګار چی خدای لپاره هیڅ عمل ګران ندې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

د قابض مبارک نوم د قبض روح یا هماغه له بدن څخه د روح د ویستلو لپاره کارول کیږی . په ځینو ایتونوکې د روح قبضول نیغ په نیغه خدای تعالی ته نسبت ورکول شوی دی ، لکه د زمر سورې په ۴۲ ایت کی فرمایی ، او خدای دې چی د خلکګو روح د مړیدو په وخت په بشپړه اخلی ، او د هغه کس روح هم خاوند یې ندې مړ شوې ، د خوب په وخت اخلی ، پس د هغه چا روح چی مرګ یې قطعی شوې دې ؤ، ساتی او بدن ته نه ستنیږی  او نور روحونه چی د مرګ نیټه یې ندی رسیدلی ، تر ټاکل شوی وخت بیا ورستنوی ، په مسلمه توګه په دغه (حقیقت ) کې د هغه کسانو لپاره چی فکر کوی ، د خدای د قدرت نښې نښانې موجودې دي .

دغه ایت د روح قبضول خدای تعالی ته نسبت ورکوی . خو قران کریم په ځینو ایتونو کې د روح اخیستل او قبضول الهی پرښتونو ته نسبت ورکوی ، یعنی د انسانانو په هکله د پرښتو یو کار د روح د قبضولو مسله ده . پرښټې په دغه کار کې د قابض د نوم سمبول دی او خدای تعالی د خپل قابض صفت سره په دغو پرښتو جلوه کړی ده . له دې امله  هغو د خدای تعالی د قبض واسطې دي او دغه الهی صفت په ټولو موجوداتو او په انسانانو کې هم جاری دې .

خدای تعالی د سجده سورې په ۱۱ ایت کې د مرګ پرښته ملک الموت یا هماغه عزارییل د روح په  قبضولو ماموره کړی ده . دغه ایت داسې دې ،

 

قُلْ يَتَوَفَّاكُمْ مَلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلى‌ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ

ای پیغمبره ، خلکو ته ووایه ، د مرګ هغه پرښته چی پر تاسو مې ګمارلی ده ،  د تاسو له بدنونو روح اخلی او بیا د تاسو پالونکی په لور ستنیږئ .

په ځینو نورو ایتونو کې قبض د ملک الموت تر امر لاندې پرښتو ته نسبت ورکړل شوی دې ، لکه څرنګه چی د نحل سورې په ۳۲ ایت کې فرمایی ، الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ طَيِّبِينَ ۙ يَقُولُونَ سَلَامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ

هماغه کسان چی پرښتې یې روح په داسې حال کی اخلی چی پاک دي  او هغو ته وایی ، پر تاسو دې درود وی ، د هغه څه په انعام  کې چی ترسره کول مو ، جنت ته ورشئ .د روح د قبض ایتونه ټول دغه یوه حقیقت ته اشاره لری . په دې معنا چی اصل قابض خدای تعالی دې او په دغه چاره کی راتلونکی واسطه چی د خدای په اذن او حکم عمل کوی ، ملک الموت یا عزارییل دې . نورې واسطې هم  قابضې پرښتې دي . خو هغه جالب ټکی چی ورته اشاره کولې شو ، دا چی د انسانانو روح قبضونکی پرښتې په یوه کلی تقسیم بندۍ کې  په دو ډلو ویشل کیږی ، د رحمت او د عذاب پرښتې . د عذاب پرښتې  په سختو ، غضبناکو او وهشتناکو څیرو سره د ظالمو ، فاسدو او جنایتکارو  وګړیو لپاره  راځی .  له دغو پرښتو سره  د دغې ډلې مخامخیدا ډیر سخته ده . د ایتونو او روایتونو په اساس  همدومره باید پوهه شو چی د روح قبضونکیو پرښتو صورت دومره ویرونکی او هیبت ناک وی چی حضرت ابراهیم خلیل (ع) ملک الموت ته وویل خپله غضبناکه او سخته څیره ماته وښیه ، جناب عزراییل ورته وویل  د هغه طاقت نلری ، ایراهیم ع وفرمایل لرم ، ملک الموت د مرګ هغې پرښتې ته چثی د مرګ په وخت د خدای د هیبتناکې څیرې ماموره وه ، حکم ورکړ او عزراییل له یوې شیبې وروسته حضرت ابراهیم علیه سلام ته وفرمایل ، وګورو ، همدغه چی حضرت ابراهیم ع ولیدل نو بی هوشه شو .

د انعام سورې په ۹۳ ایت کې  دغې چارې ته اشاره شوی ده ، هلته چی فرمایی ،

وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلَائِكَةُ بَاسِطُو أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُوا أَنفُسَكُمُ ۖ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ

او که د ستمکارانو فضاحت او سختی ووینئ هغه وخت چی په سکرات او د مرګ په سختۍ کې ښکلیږی ، او پرښتې د هغو د روح د قبضولو لپاره راځی  او وایی ځان ورکړی ځکه چی خدای پورې دې ناحقه خبره ترړله  او د هغه له ایتونو اوحکم منلو دې ډډه کوله او کبر دې کاوه ، اوس عذاب او ذلت د تا جزا ده .

د ده په مقابل کې د رحمت پرښتې چی د مومنو او نیکوانسانانو د روح په قبضولو مامورې دي ،  په ښکلیو او جذبونکیو څیرو سره  ځان څرګندوی او هماغه ډول چی د نحل سورې په ۳۲ ایت کې ویلی شوی دی ، په حقیقت کې دوی د الهی رحمت په سمبولونو سره راځی او له دې امله محتضر کس  هغه وخت چی له دغو جلوګانو سره مخامخ کیږی ، نو د هغو مجذوب کیږی او په رضایت او خپله خوښه له دغه دنیا ځی او د هغه له اړوندوالیو خلاصیږی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د قبض یوه بله معنا اخذ او ترلاسه کول دی او هر هغه کار چی مخه یې ونیول شی ، ویل کیږی چی هغه یې قبض کړی دی . دغه قبض په رزق او روزی کې هم وجود لری . هخدای تعالی د رعد سورې په ۲۶ ایت کې فرمایی ، خدای تعالی د هغه هغه کس لپاره چی وغواړی  ډیره  او پراخه روزی نصیب کوی او چی هر چا لپاره وغواړی کموی یې .

البته قبض د بخل په معنا ندی بلکې هغه راز او رمز دی چی یوازې خدای تعالی ترې خبر دې . همدغه چاره سبب کیږی چی بنده په ډیره هڅه کی ځان د خدای تعالی تقدیر او ارادې ته تسلیم کړی . هروخت چی په خپلو چارو او روزی کی زیات والې ووینی نو د نعمت شکر وکړی  او که په خپل ژوند او رزق کی غوټه او کموالې ووینی نو هغه په خپل ټول پام او حواس سره د پالونکی د لطف او رحمت درګاه ته پناه یوسی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

هغه کی چی د قابض نوم ته نږدې شوی وی ، ډیر ښه  پوهیږی چی د درستو چارو واګې د خدای تعالی په لاس کې دي او هر ډول چی وغواړی هغه قبض کوی . د بیلګې په توګه که خدای تعالی د انسان عقل قبض کړی نو هغه د حقایقو له درک کولو محرومه کیږی ، زړه هم همدغسې ، که د خدای تعالی د قابض نوم پرې اغیز ولرلې شی نو کومه ګټه نه ترلاسه کوی ، د هغه کس سنه هم چی د خدای د قابض نوم پرې اثر کړی وی ، نو د خوشحالۍ هیڅ احساس نه کوی . په دې اساس  د خدای تعالی له حکمت او قضا هیڅ تیښته نشته ، خدای تعالی چی په کارونو او تقدیرونو کې حکیم دی او له خپلو بندګانو ښه خبر دې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د پروګرام په پاې کې خپل لاسونه دعا ته اوچتوو او له خدایا غواړو چی  ای پالونکیه ته هغه  قابض یې چی   په خپلو ټولو بندګانو مسلط او د بندګانو د وړتیا په اساس د هغو په زړه او روح کې ځای پیدا کوی ، په ظاهر کې قبض بلا ګرځوی په داسې حال کی چی عطا او نعمت دې . په تحقیق سره چی ته حکیم یې او هر هغه څه چی اراده یې وکړې ،  ترسره کوی ، پالونکیه مونږ ته داسې قدرت عطا کړه چی خپل نفس کنټرول او قبض کړو چی له صراط مستقیم  خارج نشو اومونږه داسې همت راکړه چی له هر هغه څه چی مونږه په ځان مشغولوی ، قبض کړو او ځان یوازې د تا په اطاعت او عبادت کی مشغول کړو ، په تحقیق سره چی تا د هر څیز توان او قدرت لری .

پای

 

 

 

 

 

ټیګونه