الهي نومونه (32)
(last modified Tue, 02 Feb 2021 11:49:49 GMT )
Feb 02, 2021 16:19 Asia/Kabul
  • الهي نومونه (32)

ګرانو او قدرمنو دوستانو زمونږ تودۀ سلامونه قبول کړئ، په دې هيله چې روغ جوړ به يئ الهي نومونه نومې يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې حاضر شوي يوو. هغه مبارک نوم چې نن غواړوو له تاسو سره پرې وغږيږوو «حَليِم» دے. «حَليِم» نوم د خداے پاک له نومونو او صفتونو څخه دے او د ګناه په سزا ورکولو کښې د بيړه نه کونکي او مهلت ورکونکي په معنا دے.

«حَليِم» له حلم لفظ څخه اخېستے شوے دے. «حِلم» د ځان ساتنې او د جذباتو د کنټرولولو په معنا دے او له دې امله چې دغه حالت د عقل او خرد په وجه وي ، کله کله د عقل او خرد په معنا هم استعماليږي. په دې وجه چې خداے پاک ګناهګارانو ته په سزا ورکولو کښې د صبر او زغم په اوج کښې دے تردې چې کافرانو، مشرکانو، دښمنانو او ګناهګارانو ته هم فرصت ورکوي چې هر کار غواړي وې کړي، نو ځکه د زيات بردبار او صبر کونکي په معنا «حليم» نوم په خداے پاک باندې اطلاق کيږي. «حِلم» په معنا کښې «صبر»  ته ډېر نزدې دے، په دې فرق سره چې  «صبر» د بې تابۍ او شور او چغو په مقابل کښې دے، او په حقيقت کښې د ځان ساتنې حالت او د ناخوالو او هغو چارو په مقابل کښې دے چې له بهره انسان ته داخليږي؛ او انسان پکار دے د هغو په وړاندې ځان ساتنه وکړي او مشکل هوار کړي. خو «حِلم» د قهر او غصې په مقابل کښې دے؛ يعنې که د يو انسان لپاره يوه ناغوره پېښه رامنځته کيږي، خو هغه نۀ غصه کيږي نو دا «صبر»  نه دے بلکه  «حِلم» دے.

«حِلم» د عقل په معنا هم دے. امام جعفر صادق (ع) په يو روايت کښې فرمائي: «اَلْحِلْمُ سِراجُ اللّهِ؛ حلم د خداے څراغ دے» پوهيږو چې عقل هم څراغ دے. د جهالت د زمانې د عربو په کلتور کښې هم حليم به هغه کس ته ويل کېدل چې له عقلانيته به برخور ؤ او چلندونه، عملونه او ردعملونه به يې عقلاني وو.حضرت امام علي (ع) د حلم د حقيقت په باره کښې فرمائي: « اَلْحِلْمُ نورٌ جَوهَرُهُ الْعَقْلُ؛ حلم يو نور دے چې جوهر يې عقل دے.» نو بس معلومه شوه چې حلم د انسان په وجود کښې الهي نورانيت دے. نو په همدې وجه امام جعفر صادق (ع) حلم ته سراج الهي يعني الهي څراغ او ډيوه ويلي دي. نو ځکه له هغه الهي څراغ څخه داسې رڼا راوځي او په بهر کښې ځليږي چې د هغه نور او رڼا د وتلو لار او انعکاس عقل دے.

حليم نوم په قرآن مجيد کښې پينځلس ځل تکرار شوے دے چې په شپږو ځايونو کښې له «غفور» نوم سره يوځاے راغلے دے. حليم خداے پاک ګناهګاران ويني، خو ورسره د نرمۍ او سترګو پټولو سلوک کوي. هغه داسې وسمن او قدرتمن ذات دے چې هيڅ څيز هغه ګناهګار ته د سزا په ورکولو کښې بيړې او جلدۍ ته نه شي محبورولې. لکه چې خداے پاک د سورۀ فاطر په ۴۵ مبارک آيت کښې داسې بيانوي: «وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِمَا کَسَبُوا مَا تَرَکَ عَلَى ظَهْرِهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَکِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ کَانَ بِعِبَادِهِ بَصِيرًا : که خداے خلق د هغو کارونو په وجه چې يې کړي دي (زر او د اصلاح لپاره له ډېر کم مهلت نه بغېر) سزا کړي نو هيڅ انسان به د زمکې په سر باقي پاتې نه کړي. خو خداے (په خپل لطف و کرم د) هغوي (سزا) ترټاکل شوي وخت پورې (چې قيامت دے) ځنډوي. کله چې د هغوي اجل راورسي، خداے د خپلو بندګانو ليدونکے دے. (يعنې د هغوي، له ګفتار، کردار او  سوچ او فکر څخه خبر دے او څنګه چې پکار  دے، ورته بدله ورکوي.) »

نو ځکه حليم خداے پاک خپلو بندګانو ته د توبې فرصت ورکوي او له ګناه څخه د ستنېدو په صورت کښې،هغوي بخښي. خداے پاک د بندګانو د ګناه په وجه خپل نعمت، فضل او بخشش له هغوي څخه نه منعې کوي، او هغه شان چې اطاعت کونکي او فرمانبردار کس ته روزي ورکوي ګناهګار کس ته هم روزي ورکوي. او خداے صبرناک دے او له ګناهګارانو سره د هغوي د عملونو مطابق سلوک نه کوي؛ بلکه هغوي ته مهلت ورکوي چې توبه وکړي او د هغۀ لوري ته ستانۀ شي. خداے پاک د سورۀ بقرې په ۲۳۵ آيت کښې فرمائي::« وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِی أَنْفُسِکُمْ فَاحْذَرُوهُ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ: او په دې پوه شئ چې خداے ستاسو له دننه نيتونو خبر دے، نو له هغۀ سره له مخالفته ډډه وکړئ او پوه شئ چې خداے ډېر بخښونکے، حليم او زغم کونکےدے.»

خداے پاک په قرآن مجيد کښې د توحيد ، صبر، ايثار او قربانۍ د اتل حضرت ابراهيم (ع) تعريف د هغه د حلم او زغم په وجه کوي. هغه حلم چې د کافرانو لخوا د زورولو، ازارولو او ورته بدرد ويلو په وړاندې د هغه د زغم او بردبارۍ ښودنه کوي. خداے پاک د سوره توبه په ۱۱۴ آيت کښې فرمائي:

:«وَ ما کانَ اسْتِغْفارُ إِبْراهيمَ لاِبيهِ إِلاّ عَنْ مَوْعِدَة وَعَدَها إِيّاهُ فَلَمّا تَبَيَنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْراهيمَ لاَوّاهٌ حَليمٌ : او د خپل پلار (يعنې ترۀ آزر) لپاره استغفار يوازې هغه ته د ورکړې شوې وعدې په وجه ؤ، خو کله چې هغه ته معلومه شوه چې هغه د خداے دښمن دے، نو له هغه څخه يې بې زاري وکړه؛ په يقين سره ابراهيم مهربان او حليم ؤ»

د سورۀ هود په  74 او 75  آيتونو کښې هم له هغو فرښتو سره چې د حضرت لوط (ع)د  قوم د عذاب لپاره راغلې وې د حضرت ابراهيم (ع) د بحث خبره راغلې ده په دغو آيتونو کښې راغلي دي:

«فَلَمّا ذَهَبَ عَنْ إِبْراهيمَ الرَّوْعُ وَ جاءَتْهُ الْبُشْرى يُجادِلُنا فی قَوْمِ لُوط / إِنَّ إِبْراهيمَ لَحَليمٌ أَوّاهٌ مُنيبٌ: کله چې د ابراهيم ويره ختمه شوه او د خپل زوے د زېږدنې زېرے هغه ته اورسېد، د لوط قوم په باره کښې يې له مونږ سره بحث کوۀ/ ځکه چې ابراهيم بردباره ‎، زړۀ سواندے او (د خداے لوري ته) ستنېدونکے ؤ.»

دغه آيت د حضرت ابراهيم (ع) د حلم او بردبارۍ تعريف کړے او فرمايلي يې دي چې هغه حضرت په دې وجه له فرښتو سره د هغه قوم په باره کښې بحث کوۀ چې حليم او د حوصلې خاوند ؤ او غوښتل يې چې د حضرت لوط (ع) د قوم په ظالمو خلقو باندې د عذاب په نازلېدو کښې ځنډ راشي او دغه قوم شايد توبه وکړي.

د حضرت ابراهيم (ع) د زوے حضرت اسماعيل (ع) لپاره د حليم نوم هغه وخت چې کله حضرت ابراهيم (ع) د هغه په حلالولو وګمارل شو هم راغلے دے. د سورۀ صافات په 101 آيت کښې راغلي دي: « فَبَشَّرْناهُ بِغُلامٍ حَلِيمٍ /: مونږ هغه ته د يو بردباره او صبرناک هلک زېرے ورکړ.» او دغه صبر او بردباري په ورپسې آيت  کښې هغۀ د ځان د قرباني کېدو لپاره د خداے پاک د حکم د اورېدلو په وخت وښودله او پلار ته يې عرض وکړ: :«يا أَبَتِ افْعَلْ ما تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِی إِنْ شاءَ اللّهُ مِنَ الصّابِرِينَ:اے زما پلاره! هرحکم چې لرې عملي يې کړه، ان شاء الله چې ما به له صابرينو څخه بيامومې.»

په حضرت ابراهيم (ع) کښې د خداے پاک د حليم نوم تجلي د الهي حکم په وړاندې د هغه د تسلميدو ښودنه کوي. دغه تسلميدل او رضايت چې د خداے پاک د احکامو په عملي کېدو کښې د هغه د صبر په وجه ؤ.

يوه بنيادي پوښتنه دا ده چې څه ډول د خداے پاک حليم نوم په ځان کښې عملي کړوو؟ دغه پوښتنې ته د ځواب لپاره ستاسو پام له امام جعفر صادق (ع) څخه نقل شوي يو ښکلي حديث ته رااړوو چې فرمائي:

« اَلْحِلْمُ سِراجُ اللّهِ… وَالْحِلْمُ يَدورُ عَلى خَمْسَهِ أَوْجُهٍ: أَنْ يَکونَ عَزيزا فَيَذِلَّ أَوْ يَکونَ صادِقا فَيُتَّهَمَ أَوْ يَدْعُوَ إِلَى الْحَقِّ فَيُسْتَخَفَّ بِهِ أَوْ أَنْ يُؤْذى بِلا جُرْمٍ أَوْأَنْ يُطالِبَ بِالْحَقِّ وَيُخالِفوهُ فيهِ، فَإِنْ آتَيْتَ کُلاًّ مِنْها حَقَّهُ فَقَدْ اَصَبْتَ؛

حلم او بردباري د خداے څراغ دے... پينځه څيزونه دي چې د حلم او بردبارۍ تقاضا کوي: يو کس چې د عزت خاوند وي او خوار شي، رښتينے وي او ورته د ناروا نسبت ورکړې شي، حق ته بلنه کوي او خوار وګڼل شي، بې ګناه وي او وزورولے شي، حق غوښتونکے وي او ورسره مخالفت اوشي.که په ټولوپينځو واړو مواردو کښې په حق سره چلند وکړې نو بردباره يې.»

نو اوس که يو کس وغواړي چې ځان د خداے پاک حليم نوم ته نزدې کړي  پکار دے په هر حال کښې بردباره او صبرناک وي، په خاصه توګه د انتقام اخېستلو د وس او توان لرلو په وخت معاف کونکے وي او بخښنه وکړي. امام علي (ع) د هغه کس په باره کښې چې کله په غصه کښې راوستل شي او کريمانه سلوک وکړي، فرمائي:

«مَنْ غاظَکَ بِقُبْحِ السَّفَهِ عَلَيْکَ، فَغِظْهُ بِحُسْنِ الْحِلْمِ عَنْهُ؛ چا چې تۀ د سپکاوي او بدوردو د بدوالي په ذريعې سره غصه کړې نو ته يې د حلم او بردبارۍ په ښکلا سره غصه کړه.»

ګرانو او قدرمنو دوستانو آخر کښې دعا ته لاسونه اوچتووو او د جوشن کبير دعا وروستۍ برخه سره لولو:

یَا حَلِیما لا یَعْجَلُ یَا جَوَادا لا یَبْخَلُ یَا صَادِقا لا یُخْلِفُ یَا وَهَّابا لا یَمَلُّ یَا قَاهِرا لا یُغْلَبُ یَا عَظِیما لا یُوصَفُ یَا عَدْلا لا یَحِیفُ یَا غَنِیّا لا یَفْتَقِرُ یَا کَبِیرا لا یَصْغُرُ یَا حَافِظا لا یَغْفُلُ سُبْحَانَکَ یَا لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ الْغَوْثَ الْغَوْثَ خَلِّصْنَا مِنَ النَّارِ یَا رَبِّ:

اے هغه بردبار او حليم ذاته! چې (په سزا ورکولوکښې) بيړه نه کوي، اے هغه بخښونکي ذاته چې بُخل نه کوي، اے هغه رښتيني ‌ذاته چې تخلف نه کوي، اے هغه عطاء کونکيه! چې نه ستړے کېدونکے دے،اے هغه تسلط لرونکيه! چې ماتې نه خوړونکے دے، اے هغه سترذاته! چې صفت يې نه شي کېدې، اے هغه عادل ذاته چې ظلم نه کوي، اے هغه شتمن ‌ذاته! چې حاجتمن کيږي نه، اے هغه لوے ذاته چې نه وړوکے کيږي، اے هغه ساتونکيه چې نه غافليږي، اے پاک ذاته! چې بې له تا بل معبود نشته، زما فرياد واوره، اے زما ربه! ما له اوره خلاص کړې.»

---------

 

ټیګونه