روژه د خدای میلمستیه
(last modified Wed, 14 Apr 2021 11:13:40 GMT )
Apr 14, 2021 15:43 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیه

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې د روژه دخداي میلمستیا نومې لړۍله ننني څلورم مطلب سره ستاسوپه خدمت کې یوو،په دې هیلې سره چې په دعاګانو اولمنځ کې مونږ هم یادوئ،د روژې دمبارکې میاشتې د ځانګړنو په اړه درسره غږیږو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي . 

  دوستانو د روژې مبارکه میاشت یو ډيرځانګړی فرصت دی،چې د انسانانو په ژوند کې اوڅاره  اغیزې شیندلی شی،پکاره ده ددغې مبارکې میاشتې له هرې شیبې د خپل ځان د نجات او جوړونې لپاره ورځيني استفاده وشي .

له دې مخکې ډیر انسانان چې  وغواړي،کوم کار ترسره کړي،له دې مخکې چې،وغواړي،له ځانګړي فرصته استفاده وکړي،ددې لپاره پلانوَنه کوي څو وتوانیږي په ډير ښه ډول ورځيني استفاده وکړي . دا  دهغو ټولو انسانانو روده ده چې د ژوند دخاصو فرصتونو په قدر پوهیږي  .  د روژې مبارکه میاشت  هم یو ډ ير ځانګړی فرصت دی چې  دانسانانو په ژوند اغیزې شیندلی او د انسان په ژغورنې کې غوره رول لوبولی شي .

 قرآن کریم  په ډيرو لنډو اشارو  کې ، البته پر معناډول د روژې حقیقت او موخه ئې بیان کړې ده . د بقرې سورې په ۱۸۳آیت کې  راغلي دي ؛ 

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۸۳﴾

؛ائ هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی،روژه پر تاسو واجب شوي،هماغه ډول چې له تاسوپرمخکې خلکوواجب شوې وه،ددې لپاره چې تاسو پرهیزګاره  شئ :::: 

 خداوندمتعال دغه آیت  پخپل خاص خطاب سره،مومنانو ته چې د خداي دوستانو حسابیږي ، پیلوي . حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  ددغه الهي خطاب په باب  فرمائي ؛ دهغه څه خوند چې په دغه آيت کې موجود دي ، دعبادت سختوالی او کړاؤ له مینځه وړي .::::

په دغه آیت کې  خداوندمتعال  د روژې فلسفه  چې  په تیرو امتونو کې هم  موجوده وه ،بیان  کړې او د روژې حقیقت او  موخه ئې دتقوا مرحلې ته  رسیدل بیان کړي دي . البته هماغه شان چې  تقوا ، مرحلې لري  او انسانان  ورځیني په استفادې او ګټې پورته  کونې کې یو شان نه دي ،روژه  هم  چې تقوا ته درسیدا لپاره  یوه وسیله ده ، مرحلې او درجې لري .

              دوستانو معرفت لرونکي  د  روژې د درجو په بیانولو کې ، درو مرتبو او درجو ته  قایل دي ، لومړۍ  د عمومي روژه ده چې هماغه  له خواړو او څښاک  او د روژې  نورو باطلونکو شیانو ډډه کول دي  او د انسان دنده سر ته رسوي .  دوهمه درجه ، د خواصو روژه  ده   چې  په اساس ئې ، روژتی انسان، پر هغه څه سربیره ، چې عمومي خلک ورځيني ډډه کوي ، دسترګو ،غوږونو  او ژبو په څير  د بدن نور غړي  له ګناهانو لیرې ساتي . په همدې دلیل  روژتی انسان له منع شوو یا محرّماتو ډډه کوي او هغه درست اصول چې  خداي تعالی  ورباندې ټينګار کړی،رعایتوي .حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها روایت شوي دي، چې د بدن دغړو د روژې په باب  ئې فرمائيلي دي؛هغه روژتی انسان چې خپله ژبه ، سترګې،او نور غړي  ونه ساتي ، روژه به ئې  هیڅ ګټه ونه لري :: 

 دریمه مرتبه هم ، د هغو  خاصو کسانو روژه ده چې  په اساس ئې  روژتی انسان پر هغو موردونو سربیره چې  په مخکینیو د وو مرحلو او مرتبو کې وئیل شوي ، خپل زړه ،  له دنیوي فکرونو  او  رذیلو اخلاقو څخه  او له هر هغه څه څخه چې  غیر خدا دي ،ساتي . د روژې دغه مرتبه،  نبیانو، صدیقانو او  مقرّبانو  او خاصو کسانو ته مخصوصه ده، ددغه شان روژې نتیجه او ګټه  د الهي لقاء دجمال  لیدل او  هغه شي ته رسیدل دي چې    هیڅ  غوږونو نه دي آوریدلي او  سترګو نه دي لیدلي  او  په هیڅ تصور او خاطر کې نه وي راغلي.

 هغه شرائط  چې د  روژې  د ساتلو لپاره  مهم دي ،  اسلام ، ایمان ،  او مسلمان شونه ده .  دهغه چا روژه چې مسلمان  او یا مومن  نه دی ، سمه نه ده .  بل هم عقل شرط دی ،د هغه چا روژه چې  لیونئ او یا مست او بې هوشه دی ، سمه نه ده .پر مسافر  هم روژه  نه کیږي او پرې واجبه نه ده ،  او په هغې مسافرئ کې جې لمونځ کې کسر وي ، نه واجبیږي .  حتی مستحبه روژه هم  نشي لرلی .  مګر دا چې  نذر روژ ه وي چې په فلانئ ورځې به روژه ساتم  ، په داسې بڼه کې چې  که مسافر شو نو په هغه ورځ (که مسافر هم وي )روژه ساتلی شي .  د ښځو ځينو ناروغیو لکه چې د حیض  اونفاس په وخت هم روژه نشي ساتل کیدلی .که یو وخت روژه ساتل  د انسان لپاره تاوان لري ، یا دصحت لپاره ئې  مشکل جوړوي ، نو په داسې وخت  روژه ساتل ورباندې واجب نه دي  او باید روژه ونه ساتي . نیّت کول ، چې  د روژې یو ضرورت دی .  له هغو موردونو ډډه کول چې  د روژې د باطیلیدا لامل کیږي .

 پر دې اساس،روژه دهغه چا سمه ده چې  د ساتلو شرائط ئې ولري .نو دکافر ،بې هوشه ، مسافر،حیض او نفاس لرونکو میرمنو  روژه ،او هغه مهال روژه ساتل چې  د انسان لپاره تاوان لري ، یا ئې د روژې نیّت نه دی کړی ، یا ئې قصدا هغه کار کړی ، چې  روژه باطلوي ، سمه  نه ده . همداراز دهغه چا مستحبی روژه    چې قضائي روژه ورباندې پاتې وي ،  هم سمه نه ده .

                 دوستانو د دعا اهمیّت او په الهي دربار کې غوښتنې ته په پام سره ، د دعا د آدابوترسره کول ،  مهم ځائيګی پیدا کوي .  د دعا یو ترټولو مهم ادب  دا دی چې  چې انسان دعا دخداي د نامې په یادولو او بسم ا...  الرحمن الرحیم   وئیل وسر ه پيل کړي  او  دحاجتونو له بیانولو مخکې ،  خداوندمتعال په بزرګۍ ، سترتوب ، عظمت ، رحمت او مغفرت سره یاد کړي . دا   داسې درس دی چې  د دین بزرګانو او دخدای تعالی  نیکو ، پاکو  او مطهرو بندګانو  څخه مو زده کړی دی .  په دغې برکتناکې میاشتې کې  له هر واجب لمانځه وروسته  خداي تعالی په بزرګۍ  او لویوالي  او په رحمت او عظمت یادوو او داسې دعا لولو.

يَا عَلِيُّ يَا عَظِيمُ يَا غَفُورُ يَا رَحِيمُ أَنْتَ الرَّبُّ الْعَظِيمُ‏

الَّذِي لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ وَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ

وَ هَذَا شَهْرٌ عَظَّمْتَهُ وَ كَرَّمْتَهُ وَ شَرَّفْتَهُ وَ فَضَّلْتَهُ عَلَى الشُّهُورِ

وَ هُوَ الشَّهْرُ الَّذِي فَرَضْتَ صِيَامَهُ عَلَيَّ وَ هُوَ شَهْرُ رَمَضَانَ‏

الَّذِي أَنْزَلْتَ فِيهِ الْقُرْآنَ هُدًى لِلنَّاسِ وَ بَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَ الْفُرْقَانِ‏

وَ جَعَلْتَ فِيهِ لَيْلَةَ الْقَدْرِ وَ جَعَلْتَهَا خَيْراً مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ

فَيَا ذَا الْمَنِّ وَ لاَ يُمَنُّ عَلَيْكَ مُنَّ عَلَيَّ بِفَكَاكِ رَقَبَتِي مِنَ النَّارِ

فِيمَنْ تَمُنُّ عَلَيْهِ وَ أَدْخِلْنِي الْجَنَّةَ بِرَحْمَتِكَ يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ‏

 

؛ ائ  لوي او بزرګوار  خدایه !ائ بخښونکیه،ائ مهربانه ،ته هغه لوي او بزرګ خداي ئې چې هیڅ ساری نه لرې ،او په ګفتار ،ښه کردار،شنوا او بینا  ئې .او  دا هغه میاشت ده چې مقام د ئې لوړ کړی او پر نورو میاشتو دې ورته کرامت او شرافت او عظمت ورکړی دی  او روژه ساتل د ئې پر ما واجت کړي او دا د روژې مبارکه میاشت ده .داسې میاشت  چې پکې قرآن کریم  د خلکو د لارښونې  او دهدایت د لارې د ښودلو  او له باطله د حق دجلاکولو  لپاره رالیږلی دی  او په دغې میاشتې کې دې د قدر شپه ټاکلې ده  او هم  ددغه شپه پر زرو نورومیاشتو برلاسه کړې ده،نو  ائ لویه خدایه! چې  تاته منت  او زاري کوو او ته چا ته منت  او زاری نه کوې. پر ما مهربانه  ووسه  او د دوزخ  له اوره  راته نجات راکړه  او  همیشني جنت ته مو داخل  کړه ، پخپل بې نهایته  رحمت سره ، ائ له مهربانانو تر ټولو مهربانه ::::::

   ددعا یو بل آدب چې د اسلام دګران پیغمبر له ګرانې لورحضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها څخه مو  زده کړی ،  دا دی چې   کله   دعا ته لاس پورته  کوو ،نو دنورو لپاره په سر کې دعا کوو . یوه شپه حضرت فاطمة الزهرا بی بی  د عبادت او دعا په حال کې وه ،  دهغه مشر زوی حضرت  امام حسن تر سهار پورې دهغه د عبادت شاهد ؤ ، خو متوجه   شوی چې  هغه بزرګواره ، درسته شپه  د نورو او ګاونډیانو لپاره دعا کوله  او دځان او د کورنۍ لپاره ئې  هیڅ دعا ونه کړه .  کله  ئې له حضرت  فاطمة الزهرا بی بی  ددې علت پوښتنه وکړه ،  نو په ځواب کې ئې  وفرمائيل ؛ الجار ثمه الدار  ؛؛ یعني  اول ګاونډی بیا  کور  او کورنۍ .

 له پیغمبر اکرم څخه  ځينی  دعاګانې په یادګار پاتې دي ، چې مونږ ته د دعا آداب رازده کوي  او سپارښتنه  شو ي چې  دغه دعا له  هر واجب لمانځه وروسته  ولولوو  او  هغه دعا هم دا ده   ؛؛؛

اللَّهُمَّ أَدْخِلْ عَلَى أَهْلِ الْقُبُورِ السُّرُورَ

اللَّهُمَّ أَغْنِ كُلَّ فَقِيرٍ اللَّهُمَّ أَشْبِعْ كُلَّ جَائِعٍ‏

اللَّهُمَّ اكْسُ كُلَّ عُرْيَانٍ اللَّهُمَّ اقْضِ دَيْنَ كُلِّ مَدِينٍ‏

اللَّهُمَّ فَرِّجْ عَنْ كُلِّ مَكْرُوبٍ اللَّهُمَّ رُدَّ كُلَّ غَرِيبٍ اللَّهُمَّ فُكَّ كُلَّ أَسِيرٍ

اللَّهُمَّ أَصْلِحْ كُلَّ فَاسِدٍ مِنْ أُمُورِ الْمُسْلِمِينَ‏

اللَّهُمَّ اشْفِ كُلَّ مَرِيضٍ اللَّهُمَّ سُدَّ فَقْرَنَا بِغِنَاكَ اللَّهُمَّ غَيِّرْ سُوءَ حَالِنَا بِحُسْنِ حَالِكَ‏

اللَّهُمَّ اقْضِ عَنَّا الدَّيْنَ وَ أَغْنِنَا مِنَ الْفَقْرِ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدِيرٌ

؛ ائ لویه خدایه! ته په  قبرونو کې  اوسیدونکو ته تاندوالی او خوشالۍ ورپه برخه کړې ، فقیران بې نیازه کړې ، خدایه ! وږي  په خیټه ماړۀ کړې ، لوڅو ته جامې  او قالی ورواغوندې،خدایه! ائ بارالها،د پوروړو پورونه  ا دا کړې ،  دغمجنو زړونه  خوشال کړې ، ائ لویه خدایه ! هر مسافر  خپل وطن ته بیرته ورسوې ، هر یوه بندي ته آزادي ډالۍ کړې ، خدایه ! دمسلمانانو په کارونو کې  هر فساد  او ترینګلی کار اصلاح او آسان کړې .، بیمارانو ته شفا ورکړې ، ائ لویه خدایه! پخپلې بې نیازئ سره دمونږ بې وځلي او فقر ختم کړې ، دمونږ بد حال په ښه حال بدل کړې ، خدایه !ْ  زمونږ پورونه لنډ کړې  او دمونږ ناداري  او بې وسي مو  بې نیازه او شتمن  مو کړې ، چې تر پر هر شي توانا او برلاسه او عظمت لرونکی ئې .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه