د روژې د مبارکې میاشتې د دوهمې ورځې دعا
ائ خدایه ! په دغې پاکې میاشتې کې مو خپلې خوښۍ ته نزدې کړې او له خپل قهر او انتقامه مو وساتې ، او د تا دآيتونو په قرآءت کونې مو بریالی کړې . ائ په مهربانانو کې تر ټولو مهربانه
له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئېله ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
اللَّهُمَّ قَرِّبْنِي فِيهِ إِلَى مَرْضَاتِكَ، وَ جَنِّبْنِي فِيهِ مِنْ سَخَطِكَ وَ نَقِمَاتِكَ، وَ وَفِّقْنِي فِيهِ لِقِرَاءَةِ آيَاتِكَ، بِرَحْمَتِكَ يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ.
؛ ائ خدایه ! په دغې پاکې میاشتې کې مو خپلې خوښۍ ته نزدې کړې او له خپل قهر او انتقامه مو وساتې ، او د تا دآيتونو په قرآءت کونې مو بریالی کړې . ائ په مهربانانو کې تر ټولو مهربانه ؛:::::