روژه دخدای میلمستیا
(last modified Mon, 26 Apr 2021 09:48:28 GMT )
Apr 26, 2021 14:18 Asia/Kabul
  • روژه دخدای میلمستیا

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې روژه دخداي میلمستیا نومې لړۍ له ننني  پنځلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دوستانو د روژې دمبارکې میاشتې یوه فلسفه او حکمت،له بې وسو او بې وځلو سره د شتمنو خلکو خواخوږي او همدردي ده .روژتي مسلمانان ،د روژې په مبارکې میاشتې کې پخپلې لوږې  او تندې سره، پر دې سربیره   چې  دقیامت په ورځ د لوږې او تندې په یاد کې شي،د بې وځلو او بې څوکه  لوږې او تندې هم یاد وساتي او دغه مهم ته توجه وکړي  چې  په دې  برکتناکې میاشتې کې  له  بې ځلو او اړمنو سره هرډول خواخوږي او مرسته مرسته، دنورو وختونو په نسبت ډير زیات ثواب  لري .

د روژې میاشتې  برکتناکې شپې ورځې دي . د خداي تعالی ډير منندوي یوو چې مونږ ته ئې د   روژې ساتنې او عبادتونو موقع راکړې ده . له پاک پروردګاره غواړو ،چې  هر څومره توان او وس لرو ،  دهغه لپاره ئې مصرف کړو، هغه که بدني توان او  که ممکن مالی توان وي .  دروژې دمبارکې میاشتې په دوهمې لسیزې کې  چې د اسلام د ګران پیغمبر د پاک لمسي  حضرت امام حسن مجبتی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې   په پلمه چې  د دغه امام بزرګوار د زوکړې ورځ هم د ؛ اکرام ؛ ورځ نومول شوې ده ،  بې وځله او  اړمن به مو یاد وي او له هغه څه څخه چې  خداوندمتعال پر مونږ لورائيلي دي ،  له دوي سره به ئې هم شریک  کړو څو ورځيني استفاده وکړي .

           د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د شعبان د میاشتې په وروستۍ جمعې  کې  خلکو ته خطبه ورکړه او  له  الهي حمد اوثنا وروسته ئې وفرمائيل ؛ ائ خلکو،پر تاسو یوه داسې میاشت راورسیده چې  پکې ، دلیلةالقدر په نامې سره شپې دي  چې  له زرو شپو  لاښه او برلاسه شي  او  هغه میاشت د  رمضان میاشت ده ....  او  د هغه چا انعام چې په دغې میاشت کې دخداي لپاره مستحبي  کار وکړي ،  د هغه چا انعام دی چې  لکه یو الهي واجب کار ئې ترسره کړی وي،او دهغه چا انعام  چې  په دغې پاکې میاشتې کې  یو الهي واجب کار وکړي،د هغه چا د انعام په څير دی چې  لکه په  نورو میاشتو کې ئې د خداي تعالی اویا واجب کارونه ترسره کړي وي . 

هو! د روژې دمبارکې میاشتې یو حکمت او فلسفه ، له بې وځلو او مسکینانو سره د شتمنو خلکو  همدردي او مرسته ده .روژتي مسلمانان ، پخپلې لوږې  او تندې سره پر دې سربیره چې  د قیامت د ورځې  دتندې او لوږې په یاد کې ووسي،د بې وځله او بې وسه  کسانو تنده او لوږه هم یادوي  او دغه مهم ته توجه کوي چې په دغې میاشتې کې د له اړمنو او بې وځلو سره مرسته اوهمدردي ، دنورو وختونو په نسبت ډیر زیات  ثواب لري . له همدې امله ، د روژې دمبارکې میاشتې  یوه نامه د مواساتو(مرستې)میاشت  ده .یعني (شهر المواساة) . مواسات  له نورو سره د  مرستې کول  او پخپلو شیانو کې د دوي شریکولو په معنا دی  . د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په تعبیر ؛مواسات له مساوات سره توپیر لري ،برابري نه ده ، مواسات ،یعني  په درستو چارو کې له خپل مومن ورور سره ملګرتیا او مرسته کول ، د ا چې  انسان دنده لري ، فکري مرسته ، مالی مرسته ،بدني مرسته  او عزمتنه مرسته وکړي ، نو دا مواسات دي .

خوږو دوستانو هغه مواسات چې د  روژې په مبارکې میاشتې کې پرې ټينګار شوی دی ، په اوسنیو شرائطو کې ډير  اهمیّت لري . همدااوس  د ځینو هغو مشکلاتو په دلیل چې  کرونائي بحران له امله پيښ شوي دي ، او په اساس ئې ، ډيرو کسانو د خپلو کورنیو د عایداتو تامینیدا له لاسه ورکړې ده .  له نیکه مرغه  ډير روژتي مسلمانان ، د پيغمبر د فرمائشاتو په اساس چې  د روژې میاشت ئې ،  د مواساتو میاشت نومولې ده  او اهل بیت علیهم السلام  چې  د خپل ژوند په اوږدو کې ئې  له مومنانو سره مواسات درلود، دې  چارې ته  توجه کړې ،  او دهماغه تیر کال په څير  د مواسات او یو زړتوب ډيرې په زړه پورې او ښکلي صحنې د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړي دي . 

                  دوستانو په دغې وروستۍ برخې کې هم  د روژې د مبطلاتو یا هماغه باطلونکو  شیانو بیانولو سره خپل دغه مطلب هم پاي ته رسوو او په دې اړه یو څو ټکو ته اشاره کوو .  مناسبه ده پوهه شئ چې  هرکله روژتی قصدا او پخپل اختیار سره   هغه کار چې روژه باطلوي ، ترسره کړي ،نو دهغه روژه باطله کیږي  اوکه قصدا نه وي، ،مثلا دا چې  پښه خویّه شي او اوبو ته ولویږي ، او سر ئې په اوبو کې ډوب شي ، ، یا په هیریدا سره  خواړه وخوري ، یا  په زوره  د هغه خولې ته څوک څه شی ورواچوي ،نو که واجبه روژه ئې وي او که مستحبه  ،د هغه روژه نه باطلیږي .

که روژتی سهوا یو داسې کار وکړي ، چې  د روژې د باطلیدا لامل کیږي ، او ورپسې په دې خیال چې  روژه ئې باطله شوه ،قصدا  بیا هماغه کارونه وکړي ، نو دهغه روژه باطلیږي . کله چې څو ک شک وکړي ، داسې کار ئې کړی  یا نه ،؟  چې روژه باطلوي ،مثلا شک کوي ، دوړه  چې د هغه خولې ته  داخله شوې ، لاندې هم تیره شوې  د ه یا نه ،یا هغه اوبه چې  په خولې کې ئې اچولي ، بیرته بهر تَلې کړي دي او کنه ،  د هغه روژه سمه ده .  هیله مند یوو ، د روژې په قبلیدا کې  ددغو احکامو په رعایتولو سره لازیاته هڅه وکړو .نو  تاسو ته هم بلنه درکوو ،چې د پروګرام او موضوع په دوام  او د دعا اهمیَت ته په پام  سره له مونږ سره ملتیاوکړئ .

د روژې په مبارکې میاشتې کې د بندګۍ یو ترټولو مهم حالت،هغه حالت دی چې د اسلام د ګران پيغمبر  پرې ډيره ټينګتیاکړې ده،او هغه هم اوږده سجده کول دي .نو یوازې خداي او الهي اولیاء پوهیږي،چې د خداي لپاره د سجدې  په وخت پر بندګانو  د عالم ربوبیّت له خوا څومره برکتونه او  د رحمت  وریّځې او ورښت   وریږي .  نو خوږو دوستانو   حتما د روژې دمبارکې میاشتې  په هرې ورځې کې  دبندګۍ د اظهار لپاره ، یوه اوږده سجده پکار ده . د سهار وختي  آرامښت ډير ښه وخت دی د  عاشقانه سجدې لپاره ، خداوندمتعال تل  خپل پيغمبر  دشپې مهال  راز او نیاز ته بولي  او د مزمل سورې په لومړنیو آیتونو کې فرمائي ؛؛  ائ  هغه کسه  چې څادر  دې پر ځان غوړولی دی ،د شپې په یوې برخې کې   پاڅه ، دلږ وخت لپاره .

               د روژې د مبارکې میاشتې د پشماني مهال ښه فرصت دی  ، له معبود سره  د راز او نیاز لپاره او  د  الهي برکتونو له دسترخوانه د یوې لږې شان ونډې د ترلاسه کولو  لپاره ، ددغو خاصو ساعتونو لپاره  دخاصو دعاګانو  سپارښتنې شوي دي  چې  په هغو کې  یوه دعا نن شپه په ګډه سره زمزمه کوو  او  الهي رحمت او مهربانۍ ته سترګې په لاره کیږو.  باید هیره نه کړو  د دعا په پاي کې  د درستو مسلمانانو او دنړۍ درستو مستضعفینو لپاره ،هغه که مسلمان وي او که غیر مسلمان ، له خداي  تعالی  دخیر او برکت او د هدایت غوښتنه وکړو او دا ټول په یوې دعا کې  خلاصه کیدلی شي او  هغه ، د نړۍ د ژغورونکي  او د قائم آل محمد (ص) د ظهور لپاره دعا ده .

بسم الله الرحمن الرحیم

« اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ بَهائِکَ بِأَبْهاهُ وَکُلُّ بَهائِکَ بَهِیٌّ، اللّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُکَ بِبَهائِکَ کُلِّهِ . اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ جَمالِکَ بِأَجْمَلِهِ وَکُلُّ جَمالِکَ جَمِیلٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِجَمالِکَ کُلِّهِ . اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ جَلالِکَ بِأَجَلِّهِ وَکُلُّ جَلالِکَ جَلِیلٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِجَلالِکَ کُلِّهِ . اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ عَظَمَتِکَ بِأَعْظَمِها وَکُلُّ عَظَمَتِکَ عَظِیمَةٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِعَظَمَتِکَ کُلِّها .اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ نُورِکَ بِأَنْوَرِهِ وَکُلُّ نُورِکَ نَیِّرٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِنُورِکَ کُلِّهِ . اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ رَحْمَتِکَ بِأَوْسَعِها وَکُلُّ رَحْمَتِکَ واسِعَةٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِرَحْمَتِکَ کُلِّها. اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ کَلِماتِکَ بِأَتَمِّها وَکُلُّ کَلِماتِکَ تامَّةٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِکَلِماتِکَ کُلِّها؛ اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ کَمالِکَ بِأَکْمَلِهِ وَکُلُّ کَمالِکَ کامِلٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِکَمالِکَ کُلِّهِ . اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ أَسْمائِکَ بِأَکْبَرِها وَکُلُّ أَسْمائِکَ کَبِیرَةٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِأَسْمائِکَ کُلِّها . اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ عِزَّتِکَ بِأَعَزِّها وَکُلُّ عِزَّتِکَ عَزِیزَةٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِعِزَّتِکَ کُلِّها . اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ مَشِیئَتِکَ بِأَمْضاها وَکُلُّ مَشِیئَتِکَ ماضِیَةٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِمَشِیئَتِکَ کُلِّها .اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ قُدْرَتِکَ بِالْقُدْرَةِ الَّتِى اسْتَطَلْتَ بِها عَلَى کُلِّ شَىْءٍ وَکُلُّ قُدْرَتِکَ مُسْتَطِیلَةٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِقُدْرَتِکَ کُلِّها . اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ عِلْمِکَ بِأَنْفَذِهِ وَکُلُّ عِلْمِکَ نافِذٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِعِلْمِکَ کُلِّهِ . .......اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ مَنِّکَ بِأَ قْدَمِهِ وَکُلُّ مَنِّکَ قَدِیمٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِمَنِّکَ کُلِّهِ . اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ مِنْ آیاتِکَ بِأَکْرَمِها وَکُلُّ آیاتِکَ کَرِیمَةٌ، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بآیاتِکَ کُلِّها . اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِما أَنْتَ فِیهِ مِنَ الشَّأْنِ وَالْجَبَرُوتِ وَأَسْأَلُکَ بِکُلِّ شَأْنٍ وَحْدَهُ وَجَبَرُوتٍ وَحْدَها، اللّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُکَ بِما تُجِیبُنِى بِهِ حِینَ أَسْأَلُکَ فَأَجِبْنِى یَا اللّهُ.»

؛   د لوي او مهربان خداي په نامه  

 له تا  غواړم ، ستا د ښکلي مرتبې  په ترټولو ښکلي حق  قسم ،  په داسې حال کې   ستا د ښکلا درستې مرتبې  ښکلي دي ، نو ائ خدایه ! له تا غواړم ، د   ستا د ښکلاؤ د درستو مرتبو په خاطر ، خدایه !  له تا غواړم   ستا د جمال  دترټولو نیکې مرتبې په حق  او ستا دجمال درستې مرتبې نیکې او ښکلي دي . نو ائ خدایه ! له تا غواړم ، ستا د جمال  دتر ټولو ښکلي مرتبې  په برکت ، او د تا د جمال درستې مرتبې نیکې او ښکلي دي .  ائ خدایه ! له تا غواړم،د ستاد جمال د درستو مرتبو په خاطر .  ائ خدایه  له تا غواړم ، د ستا د جلال د ترټولو غوره مرتبې په برکت،او  د تا دجلال درستې مرتبې نیکې او ښکلي دي ، نو ائ خدایه !  له تا غواړم ،  ستا د جلال د درستو مرتبو  په برکت . ائ  خدایه له تا غواړم  د تا د عظمت د ترټولو لوړې مرتبې په خاطر  او  ستا د عظمت درستې مرتبې  ډیرې لوړې او لوئې دي ، نو ائ لویه خدایه ! له تا غواړم ، د ستا د عظمت د  درستو مرتبو په  خاطر .

 ائ لویه خدایه ! له تا غواړم  ستا د نور دترټولو نوراني مرتبې په برکت  او د تا د نور درستې مرتبې  ډيرې نوراني دي ، ائ خدایه ! له تا غواړم  د  تا د نور د درستو مرتبو په  برکت .   خدایه ! له تا غواړم ، د تا د رحمت د تر ټولو پراخ اولوي برکت په خاطر  او د تا د رحمت درستې مرتبې ډيرې پراخې دي ، نو ائ لویه خدایه ! له تا غواړم د تا درحمت د درستو مرتبو په برکت . خدایه ! له تا غواړم  ستا د کلمو د ترټولو بشپړ مرتبې په برکت  اوو ستا د کلمې درستې مرتبې  پراخې دي . ائ خدایه ! له تا غواړم ، ستاد کمال دد ترټولو بشپړ مرتبې په برکت  او د  تا د کمال درستې مرتبې پشپړ دي ،  ائ خدایه ! له تا غواړم ، ستا د کمال د درستو مرتبو په  برکت .

 ائ لویه خدایه ! له تا غواړم،ستاد نامو د ترټولو لوئې مربته په خاطر او ستا دنامو درستې مرتبې ډيرې لوئې دي،خدایه ! له تا غواړم،د تا د نامو دد رستو  مرتبو په برکت . ائ خدایه ! له تا غواړم ،د تا د عزت  د ترټولو ګرانو او قدرمنو مرتبو په خاطر او ستا د عزت درستې مرتبې ډيرې قدرمنې دي،خدایه ! له تا غواړم  ستا د عزت د درستو مربتو په برکت .  لویه خدایه ! له تا غواړم  د تا د ارادې  د تر ټولو نافذیدونکي  ارادې  په برکت  او ستا د ارادې درستې مرتبې  نافذیدونکي دي ، ائ خدایه ! له تا غواړم ، ستا د قدرت په برکت  چې پر درستو موجوداتو تسلط لري  او ستا درست قدرت پر  درستو موجوداتو مسلط دی ، خدایه ! له تا غواړم ، ستا د قدرت ددرستو مرتبو په برکت .  خدایه ! له تا غواړم  ستا د علم د ترټولو نافذیدیونکي  مرتبې په برکت  او ستا د علم  درستې مرتبې نافذیدونکي دي ، ائ خدایه له تا غواړم ، ستا دعمل ددرستو مرتبو په برکت. 

 خدایه ! له تا غواړم ،ستا د مهربانۍ دترټولو غوره مرتبې په حق ،او ستا د مهربانۍمرتبې  تر ټولو غوره مرتبې ، ائ لویه خدایه ! له تا غواړم ، ستا دمهربانۍ د درستو مرتبو په برکت.خدایه ! له تا غواړم ، ستا د نښو نښانو د ترټولو خوږې  نښې په خاطراو ستا د نښتو درستې مرتبې  ډيرې خوږې دي،خدایه  له تا غواړم،ستا د نښو د درستو مربتو په برکت.ائ لویه خدایه ! له تا غواړم ،د مقام او قدرته دهغه څه په برکت چې  پکې له تا غواړم  په  ځان له سر د هر مقام په برکت او په ځان له سر د هرقدرت  په برکت. ائ لویه خدایه ! له تا غواړم ،دهغه څه په برکت چې ما ورسره قبلوې هغه مهال چې له تا غواړم ،نو ائ  لویه خدایه ، زما غوښتنه او دعا قبوله کړه .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه