روژه د خداي میلمستیا
(last modified Tue, 27 Apr 2021 11:20:56 GMT )
Apr 27, 2021 15:50 Asia/Kabul
  • روژه د خداي میلمستیا

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  روژه دخداي میلمستیا نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو خدمت ته حاضر شوی یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

  خوږو مینه والو ، د سهار په وخت، خداوندمتعال پخپلو بندګانو روزي تقسیموي  او پر ټولو خپل رحمت  وروي ،  دعاګانې قبلوي  او  استغفار کونکي بخښي . د شپې ورځې په وختونو کې  سهار مهال ،  د خداوندمتعال  او د عالم هستۍ  په حیرانتیاؤ کې  د تفکر لپاره  ښې شیبې دي .. داسې ډير عالمان  او متفکران شته چې  دسهار مهال د تفکر او لیدتوګې په برکت ،  ئې په  ژوند کې ستر حقیقتونه ترلاسه کړي دي . په همدې دلیل  داسلام په اخلاقي سپارښتنو کې په نیمه شپه  کې  په تفکر او ویښتیا ډير ټينګار شوی دی .

 د  روژې د مبارکې میاشتې یوه په زړه پورې تجروبه ،  په سهار مهال  ویښیدل دي .د روژتي مسلمان لپاره مستحب ده چې د سهار مهال پاڅي،د پشماني په وخت څه نا څه خواړه وخوري،که څه هم دخرما تر اندازې وي ،یا د اوبو یو څو ګوټه اوبو څښل، دومره معنوي اثرات لري ،لکه چې  د فجر له رارسیدو مخکې د ویښتیا په اندازه  وي . سهار وختي ، خداوندمتعال  پر خپلو بندګانو روزي ویشي  او پر ټولو خپل رحمت وروي ، دعاګانې قبلوي  او  استغفار کونکي بخښي .  د شپې ورځې په وختونو  کې  سهار مهال   د خداوندمتعال  او د عالم هستۍ په حیرانتیاؤ کې  د تفکر لپاره ډيرې ښې شیبې  دي . داسې ډير عالمان او متفکران شته چې دسهارمهال  دلیدتوګې او تفکر په برکت سره ئې  په ژوند کې ډير ستر حقایق ترلاسه کړي دي . په همدې دلیل  داسلام په اخلاقي سپارښتنو کې  په نیمه شپه  په تفکر او ویښتیا ډير ټينګار شوی دی.

                   د  شپې مهال د لمانځه د قایمولو ، دقرآن تلاؤت کولو د خداي د ذکر کولو او د مغفرت  لپاره  د شپې ژوندي کول، یو داسې عبادي عمل دی ، چې ډيره سپارښتنه ئې شوې ده . د شپې مهال  د لمونځ د رغنده رول په باب ، ډير زیات بحثونه او ټکي شته چې ،د پیغمبر اکرم (ص) دیوه حدیث له قوله چې  دشپې لمانځه له لارې معراج ته لاړ، بسنه کوو .  داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) فرمائيلي دي ؛ هرکله یو بنده  د شپې په تورتم کې په زړه کې له خپل محبوب او معبود سره د خپل زړه  خبره او  راز اونیاز کوي  ،نو خداوندمتعال  دهغه په زړه کې د ایمان رڼا  اچوي ... هغه وخت فرښتو ته وائي ، ائ زما فرښتو! زما په بنده فکر وکړئ و  چې د شپې په تورتم کې  چې  اهل باطل په لهو او لعب  بوخت دي او غافلان ستړي دي ،  دی له ما سره په تنهائۍ کې دزړه غوټه خلاصوي ، ګواه ووسئ چې  دی ما وبخښۀ::: 

  دوستانو د روژې مبارکه میاشت ،  دانسان د ژوند له ترټولو  غوره برخه ده  او د شپې مهال لمونځ ، د شپې ژوندي کول او تهجد ،  د یوه روژتي انسان لپاهر د پرمختګ او کامیابۍ تر ټولو غوره زمینه  حسابیږي . لکه څنګه چې د اسلام ګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی(ص) فرمائيلی دي ؛  دشپې مهال لمونځ، یوه وسیله ده ،  د خداي د دخوشالولو او د ملائکو ددوستۍ لپاره ، د شپې مهال لمونځ د پیغمبرانو  سنت او روده  او د ایمان ریښه او دمعرفت  نور دی . کله چې  قیامت شي ، نو د شپې مهال لمونځ پر انسان سیوری غوړوي ، د هغه پر بدن  قالي او پر سر ئې تاج دی .  نور  به د جهنم د اور او د هغه  انسان ترمینځ  یو دیوال وي . :::::

               خوږو دوستانو  اوس هم راګرځو د روژې  ځينو احکامو ته یوه ځغلنده کتنه کوو .حتما پوهیږئ  چې د روژې په حالت کې د ستنې  د پیچکارۍ او ډریپ  یا ګلوکوز د لګولو  حکم ،د روژې په مبارکې میاشتې کې یوه دومداره او دوده  پوښتنه ده .د اسلامی احکامو  او د روژې  داحکامو په اساس ،احتیاط واجب  دا دی چې  روژتی د  هغو ستنو له پیچکاري کولو چې د طاقت او یا د خواړو  په موخې سره  یا هغه پيچکارۍ  چې  په رګونو کې لګول کیږي ،او هم د روژې په وخت د ډریپ یا ګلکوز له لګولو ډډه وشي.خو په مټ یا عضلې کې پيچکاري لګول  یا  د بې حسه کولو لپاره  او هم  پر ټپونو د درملو او ملهم کیښودل هیڅ فرق نه کوي.البته احتیاط واجد دادی چې روژتی د هغې پیچکارۍله لګولو چې د خواړو په ځاي کارکوي ډډه وکړي .همداراز د هپایټیټ بي واکسنو پیچکاري کول چې په عُضلې یا مټ کې او یا ترپوستکي لاندې پيچکاري کیږي،د روژتي لپاره څه فرق نه کوي .

عموما لیدل کیږي ،چې  دطبی علومو په پوهتونونو کې د پيچکاریو د لګولو لپاره د محصیلینو د روزنې  په موخې سره له تقطیر شوو یا خالصو اوبو استفاده کیږي .اوس مناسبه ده  پوهه شئ چې که دغه اوبه  په مټ یا عضلې کې پیچکاري شي ، نو روژه  ورسره نه باطلیږي ،خو که  په رګ کې پیچکاري شي ،نو د  روژې د باطلیدا لامل کیږي . آنډوسکوپي چې  یوه آله ده  او د انسان بدن ته داخلیږي  او ایکسرې   او عکسونه اخلی ، نو له دې پرته چې  معدې ته کوم شی داخل شي ، د احتیاط په اساس ، د روژې لپاره هیڅ فرق نه کوي .

 د وینې پيچکاري  کول هم د  احتیاط واجب په اساس ، روژه باطلوي . پر دې سربیره ،  د معالجې  لپاره د باطئ(شیاف) استعمالول  او په بدن کې داخلول، د روژې دباطلیدا لامل نه کیږي .

                دوستانو مناسبه ده چې پوهه شئ ،  ماله یا تنقیه  یا ؛انما ؛ یا امالا هم د  روژې په مبطلاتو کې شامل دي ،یعني په دې وسیله هم بدن ته مایعات داخلیږي . که دغه کار حتی  دمجبورۍ له پلوه   او د درملنې لپاره هم وي ،نو روژه باطلوي .په عین حال کې  هغه مخصوص درمل چې  دمیرمنو د ځينو ناروغیو  د درملنې  لپاره دي ، هم روژه باطلوي (لکه چې روغني باطئ یاشیاف) او په بدن کې  دنه پریښودل کیږي،روژې ته هیڅ تاوان نه رسوي او د  روژې د باطلیدا لامل نه کیږ ی.

دوستانو د مطلب په وروستیو شیبو کې  یوو، نو دخداي  د رضا  دجلبولو او د واحد خداي او خالق د فرمان د اطاعات  لپاره ،مو د روژې مبارکې میاشتې په ورځو کې  پر ځان خواړۀ او څښاک حرام کړی ، خو د روژې ساتل یوازې د خواړو او څښلو څخه ډډه کول نهدي ، ، سترګې ، زړه ، ژبه  او لاسونه او  غوږونه هم  او د دبدن درست غړي  باید روژه وساتي او له حرامه لیرې وساتل شي .  د روژې مبارکه میاشت یو مشق  او تمرین دی ، د ستر جهاد لپاره تیاری  او دغه ستر جهاد  هماغه له نفسِ اماره سره  مبارزه ده ، هغه نفس چې  کله  شیطان ورته نزدې کیږي ،نو  نه یوازې مقابله نه کوي ،بلکې ځان د ګناه لپاره تیاروي ، یعني له شیطانه پیروي کوي .  ددې لپاره چې ا نسان نفسِ مطمئنه ترلاسه کړي ، باید خپل نفس  ته مشق او تمرین وکړي . هغه نفس  چې  راضي  وي ،  د خداي په رضا او خداي هم  ورڅخه راضي وي .هغه نفس چې  د حق د دیدار لیواله دی  او له هغه پرته په بل هیڅ شي باندې فکر نه کوي  او له هغه سره د لیدو له خوند پرته بل هیڅ  خوند نه څکي  او خداوندمتعال  هغه  د فجر سورې  په وروستیو آیتونو کې  ، یعني  له ۲۷ تر ۳۰آیتونو کې  داسې خطاب کوي ،؛؛؛

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ﴿۲۷﴾   ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً ﴿۲۸

فَادْخُلِي فِي عِبَادِي ﴿۲۹﴾     وَادْخُلِي  جَنَّتِي ﴿۳۰

؛ ائ نفسِ مطمئنه!   د خپل پروردګار په لور وګرځه ، په داسې حال کې چې له هغه راضي ئې  او هغه له تا راضي دی ، نو پس   زما د بندګانو په ټول کې شامل شه او زما جنت ته داخل شه . :::: 

              دوستانو د  روژې په یوې میاشتې کې  په دغه مشق کې ، خداوند متعال هم  دمونږ په لور د خپلې مرستې لاس را اوږد کړی  او په تر ټولو واړې پلمې سره ، تر ټولو ستر نعمتونه او بخششونه د خپلو بندګانو په نصب کې ډالۍ کوي . دروژې مبارکه میاشت  د هغو کړیو او ځنځیرونو  د پرانیستلو لپاره  تر ټولو ښه فرصت دی چې  زمونږ په ژوند کې  د مونږ په لاس او پښو کې د مونږ په لاس  دشوو   واړو او سترو  ګناهانو له امله  اچول شوي دي . یوه هغه دعا چې  د روژې دمبارکې میاشتې په هرې ورځې یا شپې  کې  ئې د لوستلو  سپارښتنه  شوي ،  داسې یوه لنډه دعا ده چې  په دوام سره ئې لوستل ،د څلویښت کلنو دعاګانو د بخښل کیدا  سبب کیږي ، راځئ هغه دعا په ګډه سره زمزمه کړو ،

؛   «اللّهُمَّ رَبَّ شَهْرِ رَمَضانَ الَّذِى أَنْزَلْتَ فِیهِ الْقُرْآنَ، وَافْتَرَضْتَ عَلَى عِبادِکَ فِیهِ الصِّیامَ،ارْزُقْنِى حَجَّ بَیْتِکَ الْحَرامِ فِى هذَا الْعامِ وَفِى کُلِّ عامٍ،وَاغْفِرْ لِىَ الذُّنُوبَ الْعِظامَ فَإِنَّهُ لَایَغْفِرُها غَیْرُکَ یَا ذَا الْجَلالِ وَالْإِکْرامِ.»

؛    ائ خدایه ! ائ پروردګاره ! د روژې مبارکه میاشت  چې قرآن  دې پکې نازل کړی ، اوپرخپلو بندګانو دې پکې روژه واجب کړې ده ،  په دغه کال  او په هرکال کې دې د تا د احترام دکور یعني حج    ترسره ول راپه برخه کړه  او زما سترې او لوئې ګناهانې وبخښه ، بې شکه  او په تحقیق سره چې  له تا پرته   ئې بل څوک نه شي ډالۍ کولئ  ، ائ  سترې شتمنۍ او مینې او عشقه :::

****************************

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې هیلې سره  چې  دروژې په مبارکې میاشتې په شپو ورځو کې د خپل ځان په سنبالتیا بوخت یاست او مونږ هم پخپلو عبادتونو او دعاګانو کې یادوئ ،ستاسو دسلامتیا او روغتیاپه دعا سره مو په نیاؤمن خداي سپارو ، ا... مو مل او ملګری

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه