روژه د خدای میلمستیا
(last modified Mon, 03 May 2021 11:55:30 GMT )
May 03, 2021 16:25 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا

که څه هم د اعمالو محاسبه په خاص وخت پورې نده تړلی ، خو د رمضان مبارکه میاشت د خپل کلنیز کړچار او اعمالو د محاسبې لپاره مناسب فرصت دې .

عزیزانو د دغې مبارکې میاشتې ختمیدا ته ډیر وخت ندې پاتې . په دغه مبارکه میاشت کې هر کس دا فرصت درلوده چی له ځان سره خلوت وکړی . د دغې میاشتې پیشمانیو او بی ساری شپو مونږه مجبوره کړو چی تر یوه حده په خپل کردار ، کړچار او روحیاتو کې فکر وکړو . البته شایسته ده چی د کال په ټولو ورځو کې دغه بیا کتنه ولرلې شو . په اسلام کی د ځان حساب کتاب کول ډیره مهمه موضوع ده . د دین په روزنیزو تعلیماتو کی سپارښتنه شوی ده چی هر وګړې له خپل وخت لږ ټایم په خپلو کارونو کې فکر کولو ته بیل کړی او په ځان حساب کتاب کې کمزوری ټکی او کمی په ځیرتیا سره وجاجوی دغه پرله بسې تمرین د نفس محاسبه بلل کیږی . په دغه محاسبه کې هر کس له ورځنی شورماشور لیرې د خپل وجدان په تله کې خپل اعمال سنجوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

که څه هم د اعمالو محاسبه په  خاص وخت پورې نده تړلی ، خو د رمضان مبارکه میاشت د خپل کلنیز کړچار او اعمالو د محاسبې لپاره مناسب فرصت دې .

د خپل اعمال ، کړچار او ګفتار جاج د انسان د زیاتې ځیرتیا سبب کیږی . په یوه دقیقه محاسبه کې انسان نه یوازې اعمال بلکې خپل افکار او نیت هم جاجولې شی تر څو د هغه څه اساسی علتونه چی د تاوان او ګټې سبب کیږی ، ډیر ښه ځان پوهه کړی او ویې کاروی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلام ګران پیغمبر ص خپل یوه باوفا صحابی او ملګری ابوذرغفاری ته وفرمایل ، اې ابوذر له دې مخکې چی محاسبه دې وشی د خپل نفس حساب کتاب وکړه ځکه چی دغه حساب کتاب د تا قیامت اسانوی او له دې مخکې چی د تا جاج واخلی ، د ځان جاج واخله او ځان د قیامت ورځې لپاره چی په هغه ورځ هیڅ پټ نه پاتی کیږی ، چمتو کړه ، رسول ا... مبارک بیا وفرمایل ، ای ابوذر هیڅوک له پرهیزګارانو نه بلل کیږی مګر دا چی د خپل نفس حساب کتاب وکړی ، تر څو د دغه حساب کتاب په نتیجه کې پوهه شی چی خوړه ، څښاک او جامې یې له چیرته دي ؟ایا له حلالو ترلاسه شوی دی یا حرام ؟ ای ابوذر څوک چی الهی قوانینو او مقرراتو ته پام ونکړی او پروا یې ونلرلې شی چی له کومې لارې ترلاسه شوی دي ، خدای تعالی هم پروا نلری چی له کومې لارې یې جهنم ته ورداخل کړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

عزیزانو په تیر پروګرام کې مو د فدیه او د هغه د استعمال په اړه درسره خبرې وکړې ، په دغه پروګرام کې غواړو چی د زکات فطره یا سرسایه په اړه درسره خبرې وکړو .

د اسلام په اساس یو مالی زکات لرو او یو بدنی زکات ، مالی زکات ، خاص اموال له خاصو شرایطو سره اړه لری چی پخپل ځای کې به یې جاج واخلو . بدنی زکات هماغه سرسایه ده چی د اسلام د دین له ضروریاتو دی . زکات فطره چی د کوچنی اختر په ورځ ورکول کیږی ، د هغه چا په غاړه ده چی د عیدفطرد شپې په وخت عاقل او بالغ وی . دلته د زکات فطره او فدیه ترمینځ توپیرونه چی په تیر پروګرام کې مو پرې خبرې وکړې ،  ډیر اهمیت لری . اول دا چی په فدیه کې حتما باید فقیر ته ډوډۍ ورکول کیږی او یوازې د لګښت ورکول کافی ندی ، په داسې حال کې چی په زکات فطره کې د طعام پر ځای د هغه لګښت اچول کیدلې شی . دوهم دا چی زکات په څنګته کیښودلو سره د وګړی له اختیار ووځی خو فدیه تر هغه چی فقیر ، وکیل  یا ولی ته یې ورنکړل شی ، د ورکونکی له اختیاره نه وتل کیږی . دریم دا چی د غیرسید فدیه ، سادات ته ورکول کیدلی شی ، خو د غیرسید زکات ورکول ، سید ته سم ندی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د فدیه او زکات فطره څلورم توپیر دا دې چی  فدیه واجب چاره ده چی نیټه لری خو زکات فطره د کوچنی اختر د لمانځه د لوستلو په بڼه کې  له لمانځه مخکې او که داسې نه وی نو د عید له ماسپښین مخکې باید ورکړل شی یا څنګته کیښودل شی . د فدیه په موردونوکې مکلف وګړې باید فدیه ورکړی څه فقیر وی او څه شتمن ، خو که مکلف شخص فقیر وی نو زکات فطره پرې واجب نده . پینځم دا چی د فدیه مقدار د هرې ورځې په بدل کی ۷۵۰ ګرامه دې خو د زکات فطره مقدار د ښار د متعارفو یا دودو خوړو ۳ کلوګرامه دی د هر وګړی پر سر . شپږم دا چی په زکات فطره کې وګړې باید خپله سرسایه او هغه کسان چی د هغه ډوډۍ خوړونکی دي ، باید ورکړی خو فدیه یا کفاره پخپله وګړی پورې اړونده ده او د بل چا پرغاړه نده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د روژې په مبارکه میاشت کې د تاسو ملګرتیا د خوشحالۍ سبب ده خو اوس دغه فرصت په ختمیدا دې او یوازې د روژې د مبارکې میاشتې یوه ورځ پاتې ده ، راځی چی له دغه پاتې فرصته د یوه کال توښه واخلو او ځان لپاره د رمضان نور تر راتلونکی کال زیرمه او وساتو . د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا...  العظمی سید علی خامنه ای په دې باره کې فرمایی ، هر کال د رمضان میاشت د بهشت یوه ټوټه ده چی خدای تعالی زمونږ د مادی دنیا په سوزونکی جهنم کی راولی او مونږ ته فرصت راکوی چی ځانونه په دغه میاشت کې دغه الهی دسترخوان باندې  جنت ته ورداخل کړو ، ځینې هماغه ۳۰ ورځې جنت ته ورداخلیږی ، ځینې د هغو دیرشو ورځو په برکت پوره کال او ځینې ټول عمر په دغه بهشت کې پاتی کیږی . ځینې یې هم غافله تر څنګ تیریږی چی د خواشینۍ او خسران سبب دی ، راځئ چی له غافلینو او ګمراهانو نه شو . شرط دا چی د عمر تر پتاې د رمضان بهشت په خپل څنګ کې وساتو او له نور یې روزی واخلو ، د نیکو عملونو د ترسره کولو دوام او په عمل کی اخلاص رعایتول دی . نیک عمل یوازې د خدای د رضا لپاره ترسره کړو او نه د خلکو لپاره . د دغې ارزو د پوره کیدا په هیلې سره د نن شپې مخصوصه دعا زمزمه کوو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

يَا مُكَوِّرَ اللَّيْلِ عَلَى النَّهارِ، وَمُكَوِّرَ النَّهارِ عَلَى اللَّيْلِ، يَا عَلِيمُ يَا حَكِيمُ، يَا رَبَّ الْأَرْبابِ، وَسَيِّدَ السَّاداتِ، لَاإِلٰهَ إِلّا أَنْتَ، يَا أَقْرَبَ إِلَىَّ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ، يَا اللّٰهُ يَا اللّٰهُ يَا اللّٰهُ، لَكَ الْأَسْماءُ الْحُسْنىٰ، وَالْأَمْثالُ الْعُلْيا، وَالْكِبْرِياءُ وَالْآلاءُ، أَسْأَلُكَ أَنْ تُصَلِّىَ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ، وَأَنْ تَجْعَلَ اسْمِى فِى هٰذِهِ اللَّيْلَةِ فِى السُّعَداءِ، وَرُوحِى مَعَ الشُّهَداءِ، وَ إِحْسانِى فِى عِلِّيِّينَ، وَ إِساءَتِى مَغْفُورَةً، وَأَنْ تَهَبَ لِى يَقِيناً تُباشِرُ بِهِ قَلْبِى، وَإِيماناً يُذْهِبُ الشَّكَّ عَنِّى، وَتُرْضِيَنِى بِما قَسَمْتَ لِى، وَآتِنا فِى الدُّنْيا حَسَنَةً، وَفِى الْآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنا عَذابَ النَّارِ الْحَرِيقِ، وَارْزُقْنِى فِيها ذِكْرَكَ وَشُكْرَكَ، وَالرَّغْبَةَ إِلَيْكَ وَالْإِنابَةَ وَالتَّوْبَةَ وَالتَّوْفِيقَ لِما وَفَّقْتَ لَهُ مُحَمَّداً وَآلَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللّٰهُ عَلَيْهِ وَعَلَيْهِمْ.

ای له ورځې شپې او له شپې ورځې تاوونکیه ، ایا دانا او ای حکیمه ، ای د باچاهانو باچا او لویانو لویه ، په هستۍ کې له تا پرته بل خدای نشته ، ایا هغه کسه چی له ما سره زما له شهرګه نږدې دې ، ای خدایا ای خدایا ای خدایا نیک نومونه یوازې تاسره ښايی او د لوړ مقام ، لویتوب نښې نښانې او هر انعام او احسان له تاسره ښایی  ، له تا غواړم چی محمد او ال محمد ص درود واستوه  او زما نوم په دغه شپه د نیکمرغه کسانو په لیکه کی شامل کړې ، او زما روح له شهیدانو سره محشور کړی او زما طاعت لوړ مقام ته ورسوی او زما له زشتو اعمالو تیر شئ او ما ته د یقین هغه ځای عطا کړې چی هیڅکله مې له زړه جلا نشی او ما ته داسې ایمان راکړې چی له ما هر شک او تردید لیرې کړې . خدایا هغه څه چی زما نصیب کړی دی راضی او خوشحاله کړه او مونږه په دنیا او اخرت کې هر څه چی ښه دي  ، مونږ ته عطا کړې او د دوزخ له سوزونکی اوره مې لیرې وساته  او په دغه میاشت کې ما ته د ذکر ، شکر ، شوق ، خپلې لقا  او د تا په درګاه کې د توبې او انابې توفیق راپه برخه کړې  او مونږه د هغه څه په ترسره کولو کې چی محمد او ال محمد ص دې د هغو په ترسره کولو کې ورته توفیق ورکړ ، توفیق عطا کړې .

امین ثم امین

 

 

ټیګونه