افغان چارواکي له طالبانو د پاکستان د ملاتړ د ایشوا کولو هرکلی وکړ
(last modified Tue, 29 Jun 2021 00:07:09 GMT )
Jun 29, 2021 04:37 Asia/Kabul
  • افغان چارواکي له طالبانو د پاکستان د ملاتړ د ایشوا کولو هرکلی وکړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د طالبانو او پاکستان د اړیکو افشا کولو په هکله د د غه هیواد د کورنیو چارو د وزیر شېخ رشید احمد څرګندونې ستایلې دي.

ښاغلي محب پرون دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي: «زه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر ستاینه کوم چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ افشا کوي. مونږ لا زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو چې پر افغانستان د بریدونو پر ضد خبرې وکړي.»

حمد الله محب دا څرګندونې هله وکړې چېد پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد وویل، د اکثرو طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي او د افغانستان په جنګ کې د وژل شویو او ټپي شویو طالبانو مړي او ټپیان د ښخولو او علاج لپاره پاکستان ته ور وړل کیږي.

له دې مخکښې پاکستاني رسینو د شیخ رشید احمد له قوله خبر ورکړی و چې هغه د افغانستان له طالبانو غوښتي چې د پاکستان خلاف د ترهګرو خوځښتونو مخه ونیسي.

خو په عین حال کښې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي، بي، سي ته په مرکه کښې، په پاکستان کښې د افغانستاني طالبانو د مشرانو او مسئولانو د شتون په ردولو سره وویل: جنګ د مشرتابه او د ټولو مسئولانو شتون غواړي او کورنۍ هم باید له هغوي لرې ونه اوسي.

 

ټیګونه