په افغانستان کې نور ۶۴وسلوال طالبان وژل شوي دي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102638-په_افغانستان_کې_نور_۶۴وسلوال_طالبان_وژل_شوي_دي
په همداوروستیو کې  د افغانستان د کابل پشمول  په مختلفو سیمو کې  دطالبانو خوځښتونه اوبمي چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې  شوي دي او داسې کومه ورځ نشته چې د یوشمیر عامو افغانانو وینه توي نشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2021 03:18 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې نور ۶۴وسلوال طالبان وژل شوي دي 

په همداوروستیو کې  د افغانستان د کابل پشمول  په مختلفو سیمو کې  دطالبانو خوځښتونه اوبمي چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې  شوي دي او داسې کومه ورځ نشته چې د یوشمیر عامو افغانانو وینه توي نشي .

 زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  دافغانستان دفاع وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دي ، د افغانستان په جنوب  هلمند ولایت کې  د طالبانو پر مورچلو  دپوځ په هوائي بریدونو کې   دیرش وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر  نور هم ټپیان شوي دي .

 ددغه راپور په اساس  په فراه ولایت کې هم د پوځ په پاکونکو عملیاتو کې د طالبانو د اوو کمانډرانو پشمول  ۳۴وسلوال طالبان وژل شوي او دغه راز په لسګونو هم ټپیان او د دوي تجهیزات اوګاډي هم تباه کړئ شوي دي .

داپه داسې حال کې دي چې  په همداوروستیو کې  د افغانستان د کابل پشمول  په مختلفو سیمو کې  دطالبانو خوځښتونه اوبمي چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې  شوي دي او داسې کومه ورځ نشته چې د یوشمیر عامو افغانانو وینه توي نشي .