په افغانستان کې نور ۶۴وسلوال طالبان وژل شوي دي
په همداوروستیو کې د افغانستان د کابل پشمول په مختلفو سیمو کې دطالبانو خوځښتونه اوبمي چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي او داسې کومه ورځ نشته چې د یوشمیر عامو افغانانو وینه توي نشي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، دافغانستان دفاع وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي ، د افغانستان په جنوب هلمند ولایت کې د طالبانو پر مورچلو دپوځ په هوائي بریدونو کې دیرش وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .
ددغه راپور په اساس په فراه ولایت کې هم د پوځ په پاکونکو عملیاتو کې د طالبانو د اوو کمانډرانو پشمول ۳۴وسلوال طالبان وژل شوي او دغه راز په لسګونو هم ټپیان او د دوي تجهیزات اوګاډي هم تباه کړئ شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې د افغانستان د کابل پشمول په مختلفو سیمو کې دطالبانو خوځښتونه اوبمي چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي او داسې کومه ورځ نشته چې د یوشمیر عامو افغانانو وینه توي نشي .