د سپين بولډک پوله ايزې سيمې د بيا نيولو لپاره د افغان ځواکونو عمليات
(last modified Fri, 16 Jul 2021 07:38:00 GMT )
Jul 16, 2021 12:08 Asia/Kabul
  • د سپين بولډک پوله ايزې سيمې د بيا نيولو لپاره د افغان ځواکونو عمليات

افغان امنيتي ځواکونو د پاکستان له پولې سره نزدې په قندهار کښې د سپين بولډک سټراټيجکي سيمې د بيا نيولو عمليات شروع کړل.

د فرانس پرېس د رپوټ له مخې د قندهار ولايت د پوليسو وياند وويل، افغان فوځي او امنيتي ځواکونه نن په يو لړ عملياتو کښې سپين بولډک بازار ته ننوتل او طالب ځواکونو له دغه بازاره په شاتګ وکړ.

جمال ناصر بارکزي زياته کړه، په اوس حال کښې په دغه سيمه کښې د طالب او افغان ځواکونو ترمېنځ سختې نښتې روانې دي.

طالب ډلې د تېرې شروع په ورځ په سپين بولډک ښار قبضه کړې وه.

د يادونې ده چې سپين بولډک د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د تګ راتګ يوه ترټولو مهمه او د تجارتي تبادلاتولار ده.

دغه لار همدارنګ افغانستان چې خپله سمندري لار نه لري د پاکستان له  بندر سره نښلوي.

دغه لار د پاکستان د بلوچستان صوبې ته رسيږي چې د طالب ډلې ځينې لوړ رتبه کسان د دغې صوبې کوئټه ښار کښې اوسيږي او هم د طالب ډلې زخمي کسان دغلته معالجه کيږي.

 

ټیګونه