په قطر کښې د بين الافغاني خبرو نوے پړاو شروع شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103134-په_قطر_کښې_د_بين_الافغاني_خبرو_نوے_پړاو_شروع_شو
د افغان حکومت او طالب ډلې د استازيو ترمېنځ د خبرو اترو نوے پړاو د قطر په پائتخت دوحه کښې شروع شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 17, 2021 14:08 Asia/Kabul
  • په قطر کښې د بين الافغاني خبرو نوے پړاو شروع شو

د افغان حکومت او طالب ډلې د استازيو ترمېنځ د خبرو اترو نوے پړاو د قطر په پائتخت دوحه کښې شروع شو.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې افغان رسنيو په قطر کښې د افغان حکومت او طالب ډلې د لېږل شويو پلاو د خبرو اترو د شروع کېدو په تائيدولو سره رپوټ ورکړ چې ټاکل شوې ده دغه خبرې اترې دوه ورځې دوام ومومي.

په قطر کښې د طالب ډلې د سياسي دفتر وياند محمد نعيم هم په يو ټوئيټ کښې وليکل: په دوحه کښې د افغان حکومت او طالبانو د پلاو ترمېنځ خبرې اترې شروع شوې دي.

په دغو خبرو اترو کښې د طالبانو د پلاوي د مرستيال ملا عبدالغني برادر او د افغان حکومت د پلاوي مشري هعم د دغه هېود د ملي مصالحتي عالي شورا مشر عبدا... عبدا....په غاړه لري.

عبدا... عبدا.... پرون دوحې ته له روانېدو مخکې په يو اخباري کانفرنس کښې وويل: لېږل شوے پلاوے په پوره صلاحيت سره دوحې ته ځي او هيله لري چې له طالب ډلې سره د دغه پلاوي خبرې اترې نتيجې ته ورسيږي.

ډاکټر عبدا... همدارنګ وويل: په داسې حال کښې چې جنګ په ټول افغانستان کښې روان دے پکار دے ټولې هلې ځلې د جنګ په ختمولو متمرکزې شي. په دغو خبرو اترو کښې د ډزبندۍ، د انتقالي حکومت د تشکيل او د طالب ډلې د بنديانو د ازادۍ په شان مسائل څېړل کيږي.

له طالبانو سره د افغانستان د سياسي پلاوي خبرې اترې په داسې حال کښې شروع شوې دي چې په افغانستان کښې جنګ جګړې دوام لري او طالب ډله ادعا کوي چې د دغه هېواد تقريباً دوه سوه ولسوالۍ يې نيولې دي، يوه داسې ادعا چې افغان حکومت يې ردوي.