یو شمیر سیاسي ګوندونو په ننګرهار کښې له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ
(last modified Mon, 26 Jul 2021 23:20:52 GMT )
Jul 27, 2021 03:50 Asia/Kabul
  • یو شمیر سیاسي ګوندونو په ننګرهار کښې له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان ځینو سیاسي ګوندونو د دغه هیواد له امنیتي ځواکونو څخه خپل حمایت او ملاتړ اعلان کړی دی

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د خلکو د ویښتیا ګوند مشر مقصود حسن زاده او د حرکت اسلامي ګوند دلارښودې شورا غړي سید حسن هادي د نورو په استازیتوب په هغه مراسموکې چې  په جلال اباد کې د ملي اردو د دریمی پلې لوا په قوماندانۍ کې جوړ شوي وو، په داسې حال کې چې له امنیتي ځواکونو یې خپل ملاتړ څرګند کړ، ویی ویل: تاسو د دې هیواد رښتونې خادمان یئ او دا مهال په خورا سخت کار کې چې د پردیو پر وړا ندې د خپلې خاورې  دفاع کول دي بوخت یئ.

وینا والو وویل: خلک د دې لپاره ستاسو تر شا ولاړ دي چې تاسو یې له یرغلګرو ژغورئ. دغو وینا والو همدا راز امنیتی چارواکو ته ډاد ورکړ چې لیکې به یې له ځوانانو تشې نه شي. بیا د دریمې پلې لوا قوماندان جنرال نصیر احمدساپي په خپلو خبرو کې د دغو سیاسي ګوندونو له ملاتړ نه د مننې په څرګندولو سره وویل: ستاسو ملاتړ امنیتی ځواکونو ته نور توان هم وربخښي او موږ به کله هم اجازه ورنکړوچې یرغلګر زموږ ولسونو ته زیان  ورسوي.

د مراسمو په پاې کې  سرتیرو او افسرانو ته ډالۍ هم ورکړې شوې.

 

 

ټیګونه