د افغانستان په شمال کښې د غدير د اختر غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103652-د_افغانستان_په_شمال_کښې_د_غدير_د_اختر_غونډه
د افغانستان په مزار شريف ښار کښې د غدير خُم اختر ونمانځل شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 30, 2021 09:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شمال کښې د غدير د اختر غونډه

د افغانستان په مزار شريف ښار کښې د غدير خُم اختر ونمانځل شوه.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې په دغو مراسمو کښې د علمي ،کلتوري او ځوانانو او پيرغلامان د مرکزونو چارواکو او په مزار شريف ښار کښې د کلتوري او اجتماعي فعاليتونو مرکز تبيان استازيو شتون لرۀ.

حجت الاسلام والمسلمين شېخ مجيد قدس په دغه غونډه کښې وويل: خلقو ته پکار دي چې د اهلبېت عليهم السلام په اړه مراسمو کښې په پټو سترګو او بندو غوږونو سره شرکت ونه کړي بلکه زمان او مکان دې غنيمت وګڼي  او ترې فېض حاصل کړي.

د مولانا شېخ مجيد د وېنا له مخې پکار دے انسان د هغه څه په تکل اوسي چې د خداے پاک لخوا پرې تاکيد شوے دے نه د هغو کسانو په شان چې د دنيا د مال او مقام په تکل کښې بوخت وي.

په مزار شريف ښار کښې د خداے د ګران رسول (ص) د پاکې کورنۍ د شهادت او ميلاد دغه شان مراسم اويا کلنۍ مخينه لري.