ناټو د افغانستان په حالاتو اندیښنه څرګنده کړه
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د ناټو د غړیو هیوادونو خارجه وزیرانو د افغانستان په حالاتو د اندیښنې په ښودلو سره په دغه هیواد کښې د تاوتریخوالي د بندیدا غوښتنه وکړه .
دناتو خارجه وزیرانو پرون وویل اوسنی ماموریت زمونږ د افغان همکارانو او ښاریزو په امن ډول له هیواده ویستل دي او مونږ په کابل کښې له نویو چارواکو غواړو چې هوايي ډګر ته لاسرسی اسان کړي .
په دغه بیانیې کښې ادعا شوي ده چې مونږ زیات د افغانستان په حالت اندیښمن یوو او د تاوتریخوالي د ختمیدا او بشري حقوقو ته د احترام غوښتونکي یوو .
د ناټو د غړیو هیوادونو خارجه وزیرانو ټینګار وکړ مونږ د افغانستان له سیاسي ګوندونو غواړو یو(۱) پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي چې په هیواد کښې د ټولو خلکو استازي پکښې ملګرتیا ولري .
امریکا او ناټو له افغانستانه په وتلو سره د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو څه د پاسه شل (۲۰) ترهګرې ډلې افغانستان ته وروستلي دي او د افغانانو لپاره یې مبهم او تیاره راتلونکی رامینځته کړی دی .