پاکستان د افغانستان د پخواني حکومت د سفیر له وینا سره مخالفت دی
Sep 25, 2021 14:00 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کښې د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت د سفیر اسحاق زي له وینا کولو سره مخالفت وکړ .
د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د افغانستان د پخواني حکومت د سفیر د وینا کولو په هکله د ملګروملتونو له اعلان وروسته د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وویل د افغانستان څوکۍ باید فعلا خالي پاتې وي .
له بلې خوا د افغانستان د طالبانو موقته حکومت هم څو ورځې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي ته په لیک کښې د عمومي ټولنې په غونډې کښې د دغه ډلې د شتون او د وینا کولو غوښتنه کړي ده .