په پروان ولایت کې یوشمیر داعشیان هلاک شوي
په همداوروستیو شپو ورځو کې داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په څو چاودنو کې دیوشمیر طالبانو د وژلو پړې په غاړه اخستي دي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ، د طالبانو د ویندوي ذبیح ا... مجاهد مرستیال بلال کریمي پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې د پروان ولایت په مرکز چاریکار ولسوالۍ کې د طالبانو په عملیاتو کې د یو شمیر وسلوالو داعشیانو د هلاکت او د یوشمیر دنورو دنیول کیدا خبر ورکړی او دغه راز د هغوي له منګولو اوپټنځایونو ز یاته شمیر تجهیزات او چاودیدونکي توکي هم ترګوتو شوي دي .
بلال کریمي د هلاک شوو داعشیانو شمیر ته له اشارې پرته ووئيل ، په دغو عملیاتو کې تر پنځو پورې داعشیان ټپيان شوي هم دي او یوشمیر نور هم نیول شوي دي .
داپه داسې حال کې دي ، چې په همداوروستیو شپو ورځو کې داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په څو چاودنو کې دیوشمیر طالبانو د وژلو پړې په غاړه اخستي دي .