اشرف غني په میلیونونو ډالر له ځان سره تښتولي دي
د افغانستان د ولسمشرۍ ارګ ځیني عکسونه طالبانو ته ورکړي چې ښئ د ارګ کارکونکي دپاتې پیسو په سر سره ښکیل دي او وهل ډبول کوي .
زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپورراکړ ، دطالبانو ویندوي نن په په یولړ څرګندونو کې ددغو نغدو پیسو دقیق شمیر ته له اشارې پرته ووئیل اشرف غني له افغانستانه د تښتې په وخت دغه پیسې غلا کړي دي .
مجاهدد ووئیل د افغانستان د ولسمشرۍ ارګ ځیني عکسونه طالبانو ته ورکړي چې ښئ د ارګ کارکونکي دپاتې پیسو په سر سره ښکیل دي او وهل ډبول کوي .
له دې مخکې داشرف غني په وسیله دمیلیونونو امریکائي ډالرو د غله کولو په باب راپورونه ایشوا شوي وو ،خو اشرف غني دغه راپورونه رد کړي وو .
دا لومړی ځل دی چې طالبانو داشرف غني په لاس د میلیونونو ډالرو غله کول تائيد کړي دي .