دخوست روزنتون بند او يتيمان يې رخصت شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107300-دخوست_روزنتون_بند_او_يتيمان_يې_رخصت_شول
ويل شوي چې مخکې په خوست روزنتون کې ۳۵ يتيمان وو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2021 03:11 Asia/Kabul
  • دخوست روزنتون بند او يتيمان يې رخصت شول

ويل شوي چې مخکې په خوست روزنتون کې ۳۵ يتيمان وو.

 

په افغانستان کې د بشري ناورين له شدت سره، طالبانو په خوست کې د امکاناتو او ډوډۍ د نشتوالي له کبله ليلیه لرونکي یتیمان خپلو کورونو ته رخصت کړي دي.

د دغه روزنتون يوه مسوول سورګل رسنيو ته ويلي، چې په دې روزنتون کې يوازې ۶ هغه ماشومان پاتې دي، چې نږدې خپلوان او کورونه، نه لري.

ويل شوي چې مخکې په خوست روزنتون کې ۳۵ يتيمان وو.

د روزنتون منسوبينو ويلي، چې له ۳ مياشتو راهيسې دوی ته هم معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شبير احمد عثماني ويلي، چې د اقتصادي ستونزو له حليدو سره به رخصت شوي يتيمان بیرته را وغوښتل شي.

طالب مشرانو ژمنه کړې، چې يتيمانو ته به خاصه پاملرنه وکړي.

د دوی له واکمنیدو سره افغانستان يو بيساری بشري ناورين تجربه کوي.

د کابل په لويديځ کې ۸ يتيم ماشومان، چې د يوې کورنۍ غړي وو، د لوږې له کبله مړه شول.

نړيوالو ادارو د ۳ ميليونه نورو ماشومانو په اړه هم جدي خبرداری ورکړی، چې د شديد فقر له وجې ممکن مړه شي.