په افغانستان کښې د کورني جنګ په باره کښې په کابل کښې د پاکستان د سفير خبردارے
(last modified Tue, 02 Nov 2021 11:26:29 GMT )
Nov 02, 2021 15:56 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د کورني جنګ په باره کښې په کابل کښې د پاکستان د سفير خبردارے

په کابل کښې د پاکستان سفير په افغانستان کښې د کورني جنګ په اړه خبردارے ورکړ.

منصور احمد خان وويل: که افغان لوري په افغانستان  کښې د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو او د صلحې په ټينګولو کښې کامياب نه شي نو په دغه هېواد کښې د کورني جنګ د رامنځته کېدو خطر موجود دے.

په افغانستان کښې د پاکستان سفير دې ته په اشارې سره چې په تېرو  څه د پاسه څلورو لسيزو کښې وسله ايزو جنګ جګړو په دغه هېواد کښې د صلحې له ټينګښت سره هيڅ مرسته نه ده کړې زياته کړه، په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د تشکيلولو لپاره د سياسي لارو چارو برابرول د صلحې د ټينګښت سبب کيږي.

په دې وروستيو کښې د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم په افغانستان کښې د يو پراخ بنسټه حکومت په رامنځته کولو باندې په تاکيد سره ويلي وو، د داسې يو حکومت رامنځته کول او په حکومت کښې د خلقو د ټولو پرګنو شتون افغانستان د نړيوالې ټولنې لپاره د اعتماد وړ يو شريک باندې بدلولې شي.

په افغانستان کښې د کورني جنګ د رامنځته کېدو د احتمال په باره کښې په کابل کښې د پاکستان د سفير خبردارے ورکؤنکې څرګندونې په داسې حالاتو کښې مطرح شوې دي چې له دې مخکښې هيڅ يو پاکستاني چارواکي داسې له خبرداري ډکه دريځ نيونه نه ده لرلې.

د تېر اګست په پينځلسمه په افغانستان کښې د طالبانو واک ته په رسېدو سره د پاکستان حکومت په دغه هېواد کښې د رامنځته شويو سياسي بدلونونو په هرکلي سره له شتو مشکلاتو نه د تېرېدو لپاره د طالب ډلې له حکومت سره د مرستې لپاره په اختيار کښې له ټولو وسيلو استفاده کړې ده.

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو لپاره د هېوادونو د راضي کولو لپاره هلې ځلې او د افغانستان د شتمنيو د آزادولو لپاره له امريکې څخه د دغې ډلې د غوښتنې تعقيبول د طالبانو په وړاندې د اسلام آباد ځينې جدي پالېسۍ دي.

البته په تېرو څه د پاسه درې مياشتو کښې هر کله چې د پاکستان چارواکو په خپلو وېناو کښې د افغانستان د مسئلې په اړه خبرې کړې دي نو په دغه  هېواد کښې د ټولو اقوامو په شتون سره د يو پراخ بنسټه حکومت د تشکيل په ضرورت يې تاکيد کړے دے.

که په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د تشکيلولو په باره کښې د پاکستان د چارواکو دا ډول دريځ نيونه يوازې د اسلام آباد د اعلاني سياست په چوکاټ کښې وګڼو خو په افغانستان کښې د کورني جنګ د رامنځته کېدو د احتمال په باره کښې په کابل کښې د پاکستان د سفير خبردارے په افغانستان له بدلونونو سره د پاکستان د مخامخېدنې په ډول کښې د عطف يو ټکے دے.

په کابل کښې د پاکستان د سفير وېنا د طالبانو لپاره دا خبردارے لري چې که يې ونه غوښتل له افغان ولس سره د خپلې وعدې مطابق په دغه هېواد کښې د ټولو اقوامو په مشارکت سره  يو پراخ بنسټه حکومت تشکيل کړي، په افغانستان کښې د کورني جنګ د رامنځته کېدو احتمال به ډېر زيات شي.

د افغانستان د خلقود امنيت په ټينګولو په تېره بيا په دغه هېواد کښې د شيعه ؤ په خلاف د داعش ترهه ګرې ډلې د هدفمنو حملو په مخنيوي کښې د طالب حکومت ناکامۍ او په اقتدار کښې ټولو اقوامو ته د مشارکت ورکولو لپاره د طالب ډلې د وعدې خلاف ورزۍ له دغې ډلې  څخه د ناراضګۍ يوې څپې ته لمن وهلې ده چې دا ډول حالات په افغانستان کښې د کورني احتمالي جنګ د رامنځته کېدو لپاره زمينه کېدې شي.

دا نظر مطرح دے چې طالبان په افغانستان کښې خپل قوت ته دوام ورکولو لپاره په دغه هېواد کښې يو پراخ بنسټه حکومت له تشکيلولو نه بغېر څه لار نه لري او له دې قاعدې نه په بهر لار کښې تګ به هېواد له سخت خطر سره مخامخ کړي.

په داسې حالاتو کښې چې په سيمه کښې ځينې سياسي او رسانه اي ټولنې اسلام آباد د افغانستان د وروستنيو بدلونونو په تېره بيا په دغه هېواد کښې د طالبانو د تسلط موندلو بريالے هېواد بولي، په کابل کښې د پاکستان سفير د يو پراخ بنسټّه حکومت د تشکيل د نه انکارېدونکي اصل په وړاندې د طالبانو د مقاومت له نتائجو څخه په صحيح درک سره دغې ډلې ته د خبرداري ورکولو ترڅنګه د خپل سياسي ماموريت له ځايه د خپل هېواد د حکومت چارواکو ته هم يو مهم پېغام رسولے دے.

--------

 

ټیګونه