په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د شتون په باره کښې د طالبانو ادعا
د طالبانو د موقته حکومت د خارجه چارو د وزارت سرپرست په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د تشکيل د ضرورت په اړه د نړيوالو غوښتنو په ردولو سره ادعا وکړه، د طالبانو حکومت پراخ بنسټه او ټول شمول حکومت دے او ټول قامونه پکښې شامل دي.
مولوي امير خان متقي د پاکستان د سټراټيجکو مطالعاتو په اداره کښې په خپله وېنا کښې وويل: نړيواله ټولنه کوشش کوي چې طالبان دې ته مجبور کړي چې خپل مخالفان په کابينه کښې شامل کړي چې دا کار امکان نه لري.
د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست زياته کړه، نړيواله ټولنه د خپلو سياسي اهدافو لپاره له بشري حقوقو او په ټول شموله حکومت باندې له تاکيد څخه استفاده کوي.
امير خان متقي په داسې حالاتو کښې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د شتون ادعا کوي چې داسې ادعا نه د هېواد په دننه کښې او نه له نورو هېوادونو او نړيوالو ادارو لخوا د منلو وړ ده.
د دې باوجود چې طالبانو په افغانستان باندې د تسلط په وړومبنيو ورځو کښې په دغه هېواد د پراخ بنسټه حکومت جوړولو وعده کړې وه خو د طالبانو د حکومت د وزيرانو د لېسټ له خپرېدو وروسته معلومه شوه چې دغه کسان تقريباً له يو خاص قام څخه او يوې معلومې سياسي نظريې په لرلو سره منصوب شوي دي او نور قامونه د افغانستان په حکومت کښې څه جدي کردار نه لري.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د مخکيني حکومت له نسکورېدو او اقتدار ته د طالبانو له رسېدو څخه د تقريباً څلورو مياشتو د تېرېدو باوجود د دغه هېواد واک هم هغه شان د دغې ډلې په اختيار کښې دےاو په افغانستان کښې د نورو اقوامواو سياسي او مذهبي ډلو د مشارکت لپاره زمينه نه ده برابره شوې.
د تېر اګست له پينځلسمې څخه اقتدار ته د طالبانو د بيا رسېدو له وخت نه د مختلفو سيمه ايزو او نړيوالو غونډو په تېره بيا د افغانستان د ګاونډيانو په غونډه کښې چې پکښې د افغانستان د موضوع څېړنه اوشوه په دغه هېواد کښې د يو پراخ بنسټه او ټول شمول حکومت د تشکيلولو په ضرورت تاکيد شوے دے.
په همدې لړ کښې د سيمې د اوو هېوادونو د ملي امنيت صلاحکارانو او سېکترانو د هند د غونډې چې تېره هفته د دغه هېواد په پائتخت نوي ډيلي کښې اوشوه په وروستۍ اعلاميه کښې د يو خلاص او پراخ ننسټه حکومت د جوړولو چې ټولو افغانانو غوښتنه ده په ضرورت تاکيد وکړ.
په افغانستان کښې په ټولو اقوامو مشتمل د پراخ بنسټه حکومت د شتون په باره کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت د سرپرست وېنا د دې ترڅنګه چې په دغه هېواد کښې مختلفو قامونو په مشارکت سره د يو پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپادره د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته يو منفي ځواب دے د يو خاص تفکر په ذريعې سره د افغانستان د چارو د چلولو په اړه د طالبانو د اوسنۍ پالېسۍ په دوام باندې تاکيد لري.
په نورو الفاظوسره د دې په اپوټه چې نړيواله ټولنه په افغانستان کښې د طالبانو اوسنے حکومت په دغه هېواد کښې د ټولو تفکراتو ښودونکے نه بولي خو د دغې ډلې چارواکي د افغانستان اوسنے حکومت يو پراخ بسنټه حکومت بولي چې ټول اقوام پکښې شتون لري.
د افغانستان داوسني حکومت له ماهيت څخه د طالبانو او نړيوالې ټولنې بيله بيله مطلب اخېستنې ته په پام سره داسې ښکاري چې په دغه هېواد کښې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو په اړه اوسنے کړکېچ او مشکل به دوام پېدا کړي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کښې د نوي حاکميت په توګه د دغې ډلې په رسميت پېژندلو لپاره د نړيوالې ټولنې د راضي کولو لپاره کوشش کوي خو په اوسنيو حالاتو کښې له ګوتو شمېر يو څو هېوادونو نه بغېر د نړۍ مختلف هېوادونه په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په رسمي توګه پېژندلو ته تيار نه دي او د طالبانو د حاکميت په رسميت پېژندل د انفرادي او اجتماعي ازاديو په اړه د دغې ډلې د پالېسو له بدلون او په حکومت کښې د ټولو اقوامو د مشارکت د زمينې له برابرولو سره مشروط بولي.
-------