د ننګرهار هوایی ډګر د هر ډول کورنیواو بهرنیو الوتونو لپاره چمتو دے
(last modified Sat, 20 Nov 2021 12:49:07 GMT )
Nov 20, 2021 17:19 Asia/Kabul
  • د ننګرهار هوایی ډګر د هر ډول کورنیواو بهرنیو الوتونو لپاره چمتو دے

په ننګرهار کښې د طالبانو د موقته حکومت امنیه قوماندان شیخ ندا محمد د جلال اباد په هوایی ډګر کې له رسنیو سره دخبرو پر مهال وویل د جلال اباد هوایی ډګر د هر ډول کورنیو او بهرنیو الوتونو لپاره چمتو دے.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې هغه له ټولو هیوادونو او هوایی شرکتونو وغوښتل چې له هر ډول  امنیتي اندیښنو نه بغېر دې دا هوایی ډګر دسوداګریزو مقاصدو او مسافرو  د وړولو راوړلو لپاره وکاروي. په همدې مهال په جلال اباد کښې د طالبانو د موقته حکومت د ملکي هوایي ډګر مشر سپین غر وویل د ورځي له خوا له تخنیکي پلوه دا هوایی ډګر د الوتنو لپاره چمتو او هیڅ ډول ستونزه نه لري خو د لایټنګ سیستم د خرابوالي له امله دشپی له خوا د الوتکو د کیناستو او پاڅیدو جوګه نه دے .  ټاکل شوې  ده چې په وړومبي ځل به د ایران د اسلامی جمهوریت د بشري مرستو بار لرونکې الوتکه په دغه هوایي ډګر راښکته شي.

دجلال اباد هوایی ډګر د تیرو پنځلسو کالو راهسې د امریکایی ځواکونو په قبضه کې و او دا هوایي ډګر یې په دافغانستان په ختیز کې د دغو ځواکونو تر ټولو ستر فوځي مرکز ګڼل کیدۀ او د فوځي اهدافو لپاره کارول کېدۀ. خو هغه مهال چې امریکایی ځواکونه له دغه هوایی ډګره وتل نو د ډګر ډیرې ودانیزې برخې یې ویجاړې او له کاره وویستې.

 

ټیګونه