د افغانستان له يو شمېر شيعه مشرانو سره د طالبانو د حکومت د سياسي مرستيال کتنه
(last modified Mon, 22 Nov 2021 10:55:46 GMT )
Nov 22, 2021 15:25 Asia/Kabul
  • د افغانستان له يو شمېر شيعه مشرانو سره د طالبانو د حکومت د سياسي مرستيال کتنه

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د مشر سياسي مرستيال د دغه هېواد له يو شمېر شيعه مشرانو او نامتو شخصيتونو سره په کتنه کښې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وبلۀ.

مولوي عبدالکبير په دغه کتنه وويل: د طالبانو د حکومت غېږ ټولو افغانانو په تېره بيا شيعه ؤ ته خلاصه ده.

د طالبانو د حکومت سياسي مرستيال زياته کړه، افغانستان د ټولو افغانستان ګډ کور دے او مونږ کوشش کوو چې د فن خاوندانو ټولو افغانانو د خدمت زمينه برابره شي.

په همدې لړ کښې د افغانستان د شيعه علماو د شورا يو مشر عالمي بلخي هم څه وختونه مخکښې په دغه هېواد کښې د شيعه مسلمانانو د حقوقو په پوره کېدو تاکيد کړے ؤ.

په افغانستان کښې له يو شمېر شيعه مشرانو سره د طالبانو د حکومت سياسي مرستيال کتنه د هغه سياست په چوکاټ کښې ده چې طالب ډلې په افغانستان کښې د ثبات او ودې د ټينګښت په خاطر د مختلفو قامونو او ډلو له مرستو څخه د ګټې اوچتولو لپاره په خپله اېجنډا کښې راوستے دے.

د وخت په تېرېدو سره د طالبانو د حکومت لوړرتبه چارواکي له مخکې نه زيات په دې ټکي پوه شوي دي چې د افغانستان چارې د دغه هېواد د خلقو نظرونو او غوښتنو ته له پام کولو نه بغېر نه شي چلولې او د نورو قامونو ضرورتونو او غوښتنو ته له ځواب ويلو نه بغېر د واکمنۍ په ډګر کښې په يو خاص تفکر باندې ټينګار به امکان ونه لري.

په همدې لړ کښې د طالبانو موقته حکومت د مشکلاتو د هواري په هدف سره د دغه هېواد د ځينو ولايتونو له مشرانو سره ګډې غونډې جوړې کړې.

د ننګرهار، لغمان، پروان او کاپيسا ولايتونو عالمان او مشران د طالبانو د حکومت د سياسي مرستيال د خبرو اترو لوري وو چې په مختلفو برخو په خاصه توګه په اقتصادي برخه کښې يې خپل مشکلات او وړانديزونه مطرح کړل.

مولوي عبدالکبير دننګرهار، لغمان، پروان او کاپيسا د ولايتونو له مشکلات له خبرېدو وروستته د دغو ولايتونو چارواکو ته يې د مشکلاتو د هواري لپاره ضروري احکام جاري کړل.

د طالبانو د حکومت د سياسي مرستيال دغه ليدنې کتنې ښودنه کوي چې دغه ډله د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د خلقو د مشکلاتو هوارے واکمنۍ له ضرورياتو څخه ګڼلے و د خلقو ضرورتونو ته بې پامي يې په حکومت کښې د بې ثباتۍ سبب بللے ده.

په دې وروستيو مياشتو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې لخوا د افغانستان په مختلفو ولايتونو کښې په شيعه ؤ باندې څو هدفمنې حملې اوشوې چې پکښې په سلګونو کسان شهيدان او ژوبل شول په دغه هېواد کښې د شيعه مسلمانانو په شمول د مذهبي اقليتونو د امنيت په ټينګولو کښې د طالب حکومت په کارکردګۍ باندې د پراخو نيوکو سبب شوې.

په تېرو هفتو کښې د افغانستان يو شمېر شيعه عالمانو او مشرانو د طالبانو د حکومت له مختلفو چارواکو سره په کتنه کښې په خاصه توګه د جُمعې او جَمعې د نمونځونو په شمول د مذهبي مراسمو په جوړولو کښې د شيعه ؤ د امنيت د ټينګولو د ضرورت ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت لخوا په افغانستان کښې د داعش ډلې له ناامنيو سره د مقابلې لپاره د يوې ټاکل شوې سټراټيجۍ او پلانونې نيشتوالے په دغه هېواد کښې له داعش سره په مقابله کښې د دغې ډلې د کمزورۍ ترټولو اصلي وجه بلل شوې ده.

دا اټکل موجود دے چې که د طالبانو حکومت د افغانستان د ټولنې د ترټولو اصلي ضرورت په توګه امنيت ټينګ نه کړې شي نو په دغه هېواد کښې به له پراخو احتجاجونو او حتی وسله ايزو اړوکړيو سره مخامخ شي او د طالبانو د حکومت ستنې به له خطر سره مخامخ شي.

په همدې وجه د طالبانو حکومت په افغانستان کښې د مختلفو قامونو او ډلو له مشرانو سره په ګډو غونډو جوړولو سره کوشش کوي له هغوي سره په صلاح مشورو سره په دغه هېواد کښې د امنيت د ټينګولو د يو داسې ماډل بنياد کيږدي چې د خلقو ترټولو مهمه غوښتنه پوره کړې شي.

----------

 

ټیګونه