د افغانستان موضوع د اسلامي تعاون تنظيم دغونډې د اېجنډې يوه مهمه برخه ده
(last modified Thu, 17 Mar 2022 03:31:35 GMT )
Mar 17, 2022 08:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان موضوع د اسلامي تعاون تنظيم  دغونډې د اېجنډې يوه مهمه برخه ده

ټاکل شوې چې د راتلونکې اوري د میاشتې په دویمه نېټه د اسلامي تعاون تنظيم غونډه به په اسلام اباد کښې جوړه شي. په دغه غونډه کښې به د ګڼو نورو مهمو مسائلو تر څنګ د افغانستان په موجوده حالاتو هم بحثونه کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په یوخبري کانفرنس کې ویلي، د افغانستان مسئله د اسلامي تعاون تنظيم  په غونډه کښې شامله ده، ځکه چې دغه هېواد دمګړی له سختو ستونزو سره مخ دے. هغه په افغانستان کښې لوږې او مختلفو بيماريو ته اشاره کړې او وئي په دې کانفرنس کښې به له دغه هېواد سره د مرستو ټولولو په مسئله هم خبرې کېږي.

 

ټیګونه