کرزي افغانستان ته د سياسي شخصيتونو د ستنېدو د کمېشن له جوړېدو هرکلے وکړ
د افغانستان پخواني ولسمشر د طالبانو لخوا دغه هېواد ته د سياسي شخصيتونو د ستنېدو د کمېشن له جوړولو هرکلے وکړ.
د طالبانو موقته حکومت چې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د نړيوالې ټولنې له دباو سره مخامخ شوے دے د دغه دباو د کمولو په هدف سره د مولوي شهاالدين دلاور په مشرۍ د سياسي شخصيتو د ستنېدو د کمېشن د جوړولو خبر ورکړ.
طالبانو چې هم هغه شان د هيڅ هېواد لخوا په رسميت نه دي پېژندل شوي د دغه کمېشن د فعاليت د جزئياتو او په دې باره کښې چې څه ډول سياسي شخصيتونه افغانستان ته ستنېدو ته راضي کړي څه وضاحت نه دے کړے. طالب چارواکو له دې مخکې په ځلونو د افغانستان د مخکېنو حکومتونو د چارواکو د ستنېدو غوښتنه کړې وه.
په داسې حالاتو کښې حامد کرزي هېواد ته د سياسي شخصيتونو د ستنېدو د کمېشن له جوړولو څخه په هرکلي سره هيله څرګنده کړه چې د طالبانو خاص کمېشن به د روغې جوړې او اعتماد د فضاء په رامنځته کولو سره د ملي فېصلو او د هېواد په پرمختګ او آبادونه کښې د ټولو د مشارکت زمينه برابر کړي.