طالبان په افغانستان کې د نوروز د دستورو دترسره کیدا خنډ نه کیږي
د نوي لمریز کال د رارسیدا په درشل کې د افغانستان زیاتره خلک دنوروز د جشن جوړول غواړي .دوي وائي نوروز یو کلتوری جشن دی او لمنانځل ئې د افغانستان د ولس یو پخوانی او دودیز دود دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد په افغانستان کې د نوروز د دستورو دترسره کیدا په باب نن په کابل کې په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،سره له دې چې د نوروز تجلیل نه کوو ،خو دغه حکومت په افغانستان کې د نوروز د دستورو دترسره کیدا مخه نه نیسي.
له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانود حکومت دامر باالمعروف او نهی از منکر د وزارت د اطلاعاتو د برخې مشر او وییندوي مولوی محمد صادق عاکف مهاجر د نوروز او نوی لمریز کال د پيلیدا ددستورو په باب د طالبانو د نظر په اړه وئيلي ، د نوروز اختر له مونږ سره اړه نه لري او ضرورت نه ویني چې دنوروز جشن ولمانځي .
د نوي لمریز کال د رارسیدا په درشل کې د افغانستان زیاتره خلک دنوروز د جشن جوړول غواړي .دوي وائي نوروز یو کلتوری جشن دی او لمنانځل ئې د افغانستان د ولس یو پخوانی او دودیز دود دی .