په افغانستان کې د نوروز دستورې په پرتم سره لمانځل کیږي
د افغانستان خلک په داسې حال کې د پسري هرکلی کوي ، چې فضا ئې نوره د امریکائي جنګي الوتکو له غورا او واټونه ئې د دوي د ټانکونو له شوره خلاص شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د نوروز او نوي لمریز کال له رارسیدا سره په یووخت ، د افغانستان دپلازمینې کابل ښار چوکونه او واټونه ، د پسرلي بوي او رنګ نندارې ته وړاندې کوي او ددغه ښار ښارولۍ په تیرو څو ورځو کې د ښکلا څو پروژې ، د ښآر په ډیرو چوکونو او واټونو کې اجرا کړي دي .
د نوروز اختر په ایرنۍ ریښې سره یو لرغونی جشن دی چې د نوي لمریز کال په پيلیدا سره په ډيرو هیوادونو کې ترسره کیږي .
د کابل ښاروالۍ د کلتوري خدماتو د برخې مشر قاری ولی ګل جواد زمونږ خبریال سره په خبرو کې ووئیل ، د کابل ښاروالۍ هڅه کړې ده ، د ښار لازیاتې ښکلا او ځلا لپاره ، د بیلبورډ او پروژو په چوکاټ کې له مختلفو عکسونو استفاده وکړي .
د افغانستان خلک په داسې حال کې د پسري هرکلی کوي ، چې فضا ئې نوره د امریکائي جنګي الوتکو له غورا او واټونه ئې د دوي د ټانکونو له شوره خلاص شوي دي .
که څه هم د پسرلي په راتلو سره د کابل ښار ښکلی کړائ شوی دی ، خو د امریکا دنیواکګرۍ او دکډوالۍ له امله د دتیرو دوو لسیزو جنګی وضعیّت آثار ، هماغه راز باقي دي ، د کارکسب پیکه یکدا او سبزیانو پیرپلور او نهیلیتوبه پوهیدلی شو چې سږکال د افغانستان د ولس جیبونه خالی دي . خو بیا هم د پسرلي هرکلی کوي او زړونه خوشالوي ، دستورې ترسره کوي ،دخپلو خپلوانو کورونو ته تګ راتګ کوي او یوه بل ته دنوروز اوپسرلي د رارسیدا مبارکي وائي .