له لمریز نه سپوږمیر ته د افغانستان د کال هیندارې بدلیدل
(last modified Sun, 27 Mar 2022 10:30:12 GMT )
Mar 27, 2022 15:00 Asia/Kabul
  • له لمریز نه سپوږمیر ته د افغانستان د کال هیندارې بدلیدل

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د آګست له پنځلسمې څخه یې په افغانستان کښې واکمني ترلاسه کړې ده، د دغه هیواد لمریز تقویم په قمري تقویم بدل کړ

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د آګست له پنځلسمې څخه یې په افغانستان کښې واکمني ترلاسه کړې ده، د دغه هیواد لمریز تقویم په قمري تقویم بدل کړ. د طالبانو د حکم له مخې د راتلونکي هجري قمري کال له پیل څخه به ټول مکاتبات او مراسلات د سپوږمیزې کال هیندارې په بنیاد وي.

د نوروز د دستورو له ترسره کولو سره د طالبانو له مخالفت او د هغه د رخصتیو له لغو کولو وروسته اټکل کیدې شو چې دغه تندلارې ډله د افغانستان د ملي او دودیز تاریخ او کلتور د هویت د ختمولو لپاره ځیني نور اقدامات ترسره کړي. شک نشته چې د نوروز بنیاد، د وري د میاشتې په وړومبۍ نیټه د هغه د تقویم بدلول دي چې طالبانو له نوروزه څو ورځې مخکښې له نوروز سره خپل مخالفت وښوده. له دې مخکښې هم طالبانو د افغانستان د بیرغ په باطل اعلانولو سره ښودلې وه چې په دغه هیواد کښې د ملي هویت په ختمولو سره د بنیادي بدلونونو غوښتونکي دي او دا کار په جدیت سره تعقیبوي.

د افغانستان د چارو کارپوه امین فرجاد په دې هکله وايي: د افغانستان خلک د طالبانو له خوا له داسې ورځنیو ستونزو سره مخامخ دي چې د دغې ډلې له نظره په سپوږمیز باندې د دغه هیواد د رسمي لمریز تقویم بدلول د هغوي وړومبیتوب نه دی. او په وړاندې به یې هیڅ مقاومت ونه کړي. په عین حال کښې طالبانو په افغانستان کښې یوځل بیا د واکمنۍ د ترلاسه کولو له هم هغه پيل څخه د افغانستان د خلکو له ملي او دودیز کلتور یعنې فارسۍ ژبې سره خپله مقابله پيل کړه او په دې لړ کښې باید د طالبانو د راتلونکو پروګرامونو په تمه ووسو.

خو زیاتره کارپوهان په سپوږمیز باندې د لمریز تقویم په بدلولو کښې د طالبانو اقدام د افغانستان له ملي او دودیز کلتور سره له مقابلې ډیر لوړ ګڼي او باوري دي چې دغه ډله د فارسۍ تمدن په برخه کښې د افغانستان د جیوپالیټیکو مولفو د نابودولو په حال کښې دي. په کتابونو، ساین بورډونو او رسندوي خبرو کښې د فارسي ختمونې په لړ کښې د طالبانو د ډلې وروستي اقدامات ښودنه کوي چې دغې ډلې په افغانستان کښې د کلتوري او تمدني هویت ختمونې لپاره لوړ ټوپ وهلی دی ترڅو دغه هیواد له فارسي کلتور او د هغه له آثارو خالي کړي. د دې کار معنا دا کیدې شي چې طالبان د تش په نامه اسلامي تعلیماتو تر عنوان لاندې په افغانستان کښې د فارسي تمدني حوزو د جرړو په وچولو لګیا دي چې یو پلان شوی او په عین حال کښې خطرناک حرکت کیدې شي.

د سیاسي چارو کارپوه ابوالفضل ظهره وند په دې هکله وايي: د نوې واکمنۍ په پړاؤ کښې د طالبانو یوه دنده چې له افغانستانه بهرنۍ څانګې په کښې شاملې شوې دي، د فارسي هویت ختمول او د فارسي تمدن د جیوپالیټکو جرړو نابودول دي. ځکه چې دا هویت د تاریخي او کلتوري هویت د نه لرونکو نورو هیوادونو لپاره یو خطرناک لامل ګڼل کیږي.

په هر حال طالبان او د هغوي ملاتړي فکر کوي چې د فارسي کلتور او د هغه د تمدني برخې د نښو په بدلولو او باطلولو سره وکړې شي په خپلې تمدني سیمې کښې د فارسي کلتور د نفوذ د پراختیا لاره بنده کړي. دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان خلکو په خودجوشه توګه د نورو د دستورو په لمانځلو سره وښودله چې په خپلو دودیزو او ملي رسمونو او آیین باندې پابند دي او د خپلو مراسمو دستوري ختمیدو ته غاړه نه ږدي ځکه چې هغوي د فارسي تمدن له سیمې یوه داسې نه جلا کیدونکې برخه ګڼي چې خپل هویت او اصالت له هغې اخلي. */*/**/*/*/*/*/*

 

ټیګونه