افغان ولس د روژې په رارسېدو د توکو د بيو د لوړېدو شکايت کوي
(last modified Fri, 01 Apr 2022 02:51:08 GMT )
Apr 01, 2022 07:21 Asia/Kabul
  • افغان ولس د روژې په رارسېدو د توکو د بيو د لوړېدو شکايت کوي

د روژې د مبارکې مياشتې په رانزې کېدو او د بې روزګارۍ په اوج کښې افغان ولس شکایت کوي چې د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو سره د خوراکي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي.

د افغان سرچينو له مخې دوي شکایت کوي چې له یوې خوا یې بې کاري ژوند سخت کړی دی او له بلې خوا په بازار کې د خوراکي توکو بیې ملا ماتوونکې دي. دوی دغه رنګ د طالبانو په حکومت هم نیوکه کوي چې په وینا یې، نرخ نامې یې په بازار کښې خپرې کړې دي خو نه پرې څارنه شته او نه ورباندې څوک کوي.

د کابل ښاریان د طالبانو له موقته  حکومت څخه غواړي چې د نرخونو د کنټرولولو لپاره په بازار خپله څارنه ډېره کړي. په همدې حال کښې د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، پخوا ازاد بازار ؤ چې نرخونه دوي نه شول ټاکلی خو په خبره یې، له دې وروسته به دوي بازار ته نرخ نامې ورکوي او ژمنه کوي چې که څوک له ورکړل شويو نرخ نامو سرغړونه وکړي نو د قانون په رڼا کښې به ورسره جدي چلند وکړي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې هم بازار ته نرخ نامې ورکړل شوې دي خو تر اوسه پورې د ښار په هیڅ څنډه کښې ورباندې چا عمل نه دے کړے.

 

ټیګونه